تاند (دوشنبه، د حوت ۴) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې یو افغان په کورونا ویروسو اخته شوی دی. په درسته نړۍ کې تراوسه په دې ویروسو نژدې ۸۰ زره تنه اخته شوي دي چې تر ټولو ډېر چینایان دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) په قول وايي چې په چین کې تر ۷۹ زره ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

تر نن دوشنبې پورې یو شمېر هیوادونو په کورونا ویروسو د خپلو اتباعو شمېر په دې ډول اعلان کړی دی:

له مکاو او هانګ کانګ پرته چین: ۷۷۱۵۰ اخته دي او ۲۵۹۲ تنه مړه شوي

(د دغو کسانو اکثره په هوبي ولایت کې په کورونا اخته شوي)

هانګ کانګ: ۷۴ تنه په کورونا اخته شوي او ۲ ترې مړه شوي.

مکاو: ۱۰ مثبتې قضیې ثبت دي خو څوک مړه شوي نه دي.

جاپان: ۸۳۹ قضیې ثبت شوي چې ۶۹۱ یې په کروز بیړۍ کې پرې اخته شوي. په جاپان کې تراوسه په کورونا ویروسو ۴ تنه مړه شوي دي.

جنوبي کوریا: ۷۶۳ تنه اخته شوي او ۷ تنه مړه دي.

ایټالیا: ۱۵۲ قضیې ثبت شوي او ۳ تنه مړه شوي دي.

سینګاپور: ۸۹ قضیې

ایران: ۴۳ قضیې او ۸ مړینې

امریکا: ۳۵ قضیې، یو تن امریکايي په چین کې مړ شوی.

تایلنډ: ۲۸ تنه اخته شوي او یو مړ دی.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145018

استرالیا: ۲۳ قضیې ثبت شوي.

مالیزیا: ۲۲ تنه اخته دي.

ویتنام: ۱۶ تنه اخته شوي.

جرمني: ۱۶ مثبتې پېښې.

فرانسه: ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱ تن ورڅخه مړ شوی دی.

متحده عربي امارات: ۱۳ قضیې ثبت شوي.

بریتانیا: ۱۳ قضیې

کاناډا: ۱۰ تنه اخته شوي.

فلیپین: ۳ قضیې ثبت شوي او یو تن مړ شوی دی.

کویت: ۳ قضیې ثبت کړي.

هند: ۳ تنه اخته شوي.

روسیه: ۲

هسپانیا: ۲

بحرین: ۱

لبنان: ۱

نیپال: ۱

اسراییل: ۱

بلجیم: ۱

سریلانکا: ۱

سویډن: ۱

کمبوډیا: ۱

فنلنډ: ۱

مصر: ۱

د روغتیا نړیوالې ادارې په دې لیست کې د افغانستان یادونه لا نه ده کړې.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145012

د چین د روغتیا وزارت وايي چې د کورونا په ویروسو ۱۵۰ تنه تازه مړه شوي او دغه راز ۴۰۹ تنه نور پرې اخته شوي دي.

همداراز د ایران اسنا خبري اژانس نن ویلي چې په ایران کې تراوسه ۵۰ تنه په کورونا ویروسو مړه شوي دي. همداراز د ایران د روغتیا وزارت نن تایید کړه چې په دې هیواد کې د کورونا په ویروسو ۱۲ تنه مړه شوي دي. له دې داسې ښکاري چې ممکن په ایران کې په سلګونه نور په دې ویروسو اخته وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *