تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول افغانستان کې تر دې دمه د کورونا ناروغۍ ۱۵ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي چې یوازې یوه یې مثبته وه او نورې ۱۴ پېښې منفي وې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته نن پنجشنبه د تلیفون پر لیکه وویل، دغه مشکوکې پېښې په هرات، غور، هلمند او کابل کې ثبت شوې وې او ټیسټونه یې ټول مرکز ته را استول شوي وو.
نوموړی وايي، له دې منځه ۱۱ مشکوکې پېښې په هرات کې وې، یوه په غور، یوه په هلمند او بله په کابل کې ثبت شوې وه.
افغانستان ته د کورونا ویروس له ایرانه راغلی دی چې دغه هیواد ترې ۱۹ مړینې او د ۱۳۹ کسانو اخته کېدل تایید کړل او ټول ښوونځي و پوهنتونونه یې رخصت اعلان کړل.
همدا راز په بلوچستان ایالت کې هم له تېرې ورځې راهیسې ټول ښوونځي او د تجمع ځایونه رخصت شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم د دغه ویروس ۲ مثبتې پېښې تایید شوې دي او د کورونا ویروس په اروپايي هیوادونو کې هم تایید شوی دی.