تاند – د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په رسمي فیسبوک پاڼه په تېرو ۲۵ پوستونو کې د افغانستان د اکثریت پښتنو په ژبه (پښتو) یو پوست هم نه دی شوی.
په دې لړ کې هغه دوه – درې تیار اعلانونه چې د کورونا وایرس په رابطه د خبرتیا لپاره په جی پي جي بڼه جوړ شوي او په پښتو او دري دواړو خپاره شوي دي، مستثنا دي.
په کابل کې یوه ډاکتر چې له یوې نړیوالې روغتیایي ادارې سره کار کوي او د وظیفوي حساسیت له امله یې نه غوښتل چې نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، «د عامې روغتیا وزارت ټول تخنیکي ګایډلاینونه (لارښوونې) هم یوازې په درې ژبه دي او پښتنو سیمو ته هم دري مواد لیږي چې هلته ترې درسته استفاده هم نه کیږي، ته به وايې چې کورورنا پښتانه نه مصابوي.»
هغه زیاته کړه، «د کورورنا لپاره یې چې کومه پاڼه جوړه کړې په هغه پاڼه کې یې هم په پښتو پیج او هم په انګریزي پیج کې یوازې فارسي مواد پراته دي.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د کابینې یو بریالی وزیر بلل کیږي، خو ویل کیږي چې په وزارت کې یې د پښتو په وړاندې چلند د وزارت د فیسبوکپاڼې په څېر دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په فیسبوکپاڼه تقریبا ټول پوستونه په دري او انګلیسي خپرېږي خو دا لا معلومه نه ده چې وزارت دا کار په قصدي توګه کوي او که د پښتو ژبې د لیکلو لپاره په کار پوه شخص نه لري او دا هم د سپینولو ده چې که نه یې لري ولې یې نه لري؟
څوک چې دژبې اووطن په وړاندې جنایتونه کوي اوهغوی چې بیا دغه جنایتونه پټوي د دواړو یوشان مخ توروي ، تاسو داستاد رشید فریاد ونه ورید چې څه یې ویل ، ښه شوه چې معلومه شوه ، د پښتودښمنان ددغه نظام له مخلصینو څخه دي .
زرین ګل اندیا
دا په دی چی ټول کار کونکی خو یی په نه پوهیږی او درباری ژبی مریان دی.
دا د عبدالله د نیمایی خکومت وزیر دی چه د ملی وحدت له وخته پاتی دی۰
دا د تیر پارالمان د پشتنو وکیلانو ګناه هم ده چه هر قسم وزیر ته یی د اعتماد رایه ورکوله۰
پته دی پاتی نه وی [ چه ریس جمبور هم د پشتو سره علاقه نه لریّ۰
مننه
زما په نظر وزیر هیڅکله خپلو پښتنو کارکوونکو ته نه دي ویلي چې پښتو مه لیکئ ولې هغوی د خپلې دندې ساتلو په خاطر دا کار نه ترسره کوي. دا ګناه په هغه پښتنو کې ده چې دعامې روغتیا وزارت په لوړو پوستونو کې کارکوي.
دوی ته شرم په کار دی . دا ډیره بې انصافي ده . هر ولس ته باید په خپله ژبه لارښوونې ورکړل شي . پښتو اوس یوه نړیواله ژبه ده . او د یونیسکو په نړیوال سازمان کې پښتو د افغانستان د ملي ژبې په توګه ثبت ده او فارسي د ایران . اوس نو دغه افغانان ځانونه په ایراني ښودلو فخر کوي او دافغان په ځای ځان ته افغانستاني وايي . دا یوه کلتوري جفا ده پښتون ملت سره . پښتانه په افغانستان ، پاکستان ، کشمیر او هند کې استوګنه لري. او ډیری نور یې په ټوله نړۍ امریکا اروپا او روسیه او عربي هیوادونو کې خواره وراره پراته دي .
ددوئ همه شمول دولت همدا شان وي
دغه خالت مونږ پشتانه ډير زوراوي ،پداسې حال چې نن صبا دمرګ او ژوند خبره ده ،نوره بس ده بايد چې مونږ پشتانه خپل خق وغواړو او په ولسمشر مو هم غږ دى چې ته نن دغه ارک کې ناست يې دغه دپشتانو زور دى نو په لوى لاس دپښتو سره ظلم مه کوه هم په ارک کې او هم په نورو اداراتو کې کنې تاريخ به هغه څه درباندې وليکې چې بيا به يې جبران ډير سخت وي