تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، تېر کال نژدې ۱۴ زره افغانان د نري رنځ په ناروغۍ مړه شوي دي.

فیروز الدین فیروز وویل، هر کال نژدې ۵۳ زره افغانان د نري رنځ یا سل په ناروغۍ اخته کېږي.

تېر کال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې هر کال ۱۰۵۰۰ افغانان په نري رنځ مړه کېږي او تېر کال نژدې ۶۵۰ ماشومان په دې ناروغي اخته شول. (نور)

د ښاغلي فیروز په وینا د نري رنځ په ۱۰۰ کې ۶۰ ناروغان ښځې دي.

دا ناروغي د افغانستان تر بل هر ځای په جنوبي ولایتونو کې زیاته خپره ده.

د عامې روغتیا وزیر وویل، په تېرو کلونو کې افغانستان د نړۍ یو له ۲۲ هیوادونو څخه و چې د نري رنځ یا توبورکلوز ناروغي پکې زیاته عامه ده خو اوس افغانستان له دې لېسته وتلی دی.

تېر کال په درسته نړۍ کې د ۹ ملیونه او ۶ لکه انسانانو د نري رنځ ناروغي تشخیص شوه او شاوخوا یو نیم ملیون تنه په دې ناروغۍ مړه شول. (نور)

په نړۍ کې په نري رنځ نیمايي اخته کسان په چین، هند، اندونیزیا، نایجریا او پاکستان کې اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *