تاند (سې شنبه، د حمل۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې کورونا وایرس ممکن په افغانستان کې یولکو ۱۰ زره تنه مړه کړي.
فیروزالدین فیروز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، اټکلونه ښيي چې دا وایرس کېدای شي په سلو کې ۸۰ افغانانو ته سرایت وکړي.
ده وویل، که ضروري احتیاطي تدابیر غوره نه شي ممکن افغانستان د کورونا وایرسو لپاره پر ووهان بدل شي.
ووهان د چین د هوبي ښار مرکز دی چې د دسمبر په وروستیو کې د کورونا وایرس پکې پیدا شو او درستې نړۍ ته خپور شو.
د عامې روغتیا وزیر وویل، وزارت به یې د اړوندو چارواکو او ادارو په مرسته په هرات ښار کې په ګرځېدو بندیز ولګوي.
ده وویل چې سر له سبا (چهارشنبې) څخه به په هرات ښار کې ټولې ورځینۍ چارې په ټپه ودرول شي څو د دې وایرسو د خپرېدو مخه ونیول شي.
په افغانستان کې تراوسه پورې د کورونا ۴۲ پېښې تثبیت شوي او یو تن په دې وایرسو مړ شوی دی خو وېره ده چې په کورونا د اخته کسانو شمېر به تر دې ډېر وي.
د کورونا په وایرسو اخته کسان له ایران څخه راغلي او دا په داسې حال کې ده چې له دغه کورونا ځپلي هیواده د ورځې له ۱۰ زره تر ۱۵ زره افغانان بېرته افغانستان ته راګرځي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې په درسته نړۍ کې ۳ لکه ۸۶ زره ۳۰۲ تنه په کورونا وایرسو اخته شوي، ۱۶ زره ۷۱۳ ورڅخه مړه شوي او یولکو ۲ زره ۵۳۶ ته ښه شوي دي.
نن ورځ تر دې دمه د زیاتو مثبتو پېښو راپور امریکا ورکړی او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې ۲۴۳۴ تنه تازه په کورونا اخته شوي چې ورسره په دې هیواد کې ټولټال ۴۶ زره ۱۶۴ تنه اخته شوي دي. ایران ویلي چې تازه ۱۷۶۲ تنه په دې وایرسو اخته شوي. جرمني ۱۰۲۶ پېښې ثبت کړي دي.