هغه خلک چې ( هنر د ژوند لپاره) شعار ورکوي د شاعر او هنرمند يوه دنده دا هم بولي چې شاعر دې داسې شاعري ټولنې ته وړاندې کړي چې په اثر يې ټولنه د ويښتابه او له حاکمو بدمرغيو سره د مبارزې خوا ته تشويق او روانه شي، ځکه د ياد شعار لاندې شاعري هله مفهوم افاده کوي کله چې له خوند سره خوا کې اصلاحي بڼه هم ولري.
ښايي د شعر لپاره هغه معيارونه لکه:( تخيل، احساس، ښکلا، عاطفه، خوند، مفکوره او د واقعيت انګازه)چې ډېرى استادان پرې موافقه لري د همدې مقصد لپاره وضعه شوي وي ترڅو له خوند سره خوا کې اړين او ضروري مسايل هم تر ولسونو ورسوي.
د بېلګې په توګه که چېرې موږ د يوې موضوع په اړه احساس ولرو، دا احساس په يوه هنري بڼه راټول کړو تر هغې چې د فکر په ګاڼه سمبال نه شي، امکان نه لري چې هغه د خلکو لپاره د قبول او منظور وړ وګرځي، ځکه پليخانوف وايي:” هنر او ادب بايد هغه څه ترسيم او تجسيم کړي چې اجتماعي انسان ورسره علاقه لري او ناراموي يې”(١)
ښاغلي روغ ليوني په خپله شاعرۍ کې چې، تقريباً په درويشتو ټوکونو کې چاپ شوې، ټوله په يوه ځانګړي ملي احساس څرخيږي او د خپلې ټولنې اوسنى حالت يې داسې بيان کړى، لکه څه ډول چې د يوه اجتماعي انسان غوښتنه ده؛ نوموړي د ښو لپاره ښه، د بدو لپاره د بدو خطاب کړى دى او د حل لپاره يې لارې چارې په ګوته کړي دي.
فردوسي چې خپله مشهوره حماسه ( شهنامه) ليکلې يو لامل يې د خپل هېواد او هېوادوالو د تاريخي اتلوليو ساتل او تر وروستيو نسلونو رسول وو، ترڅو معاصر خلک د پخوانيو له کارنامو متاءثره شي او د هماغه پخواني برم او پرتم لپاره په يوه خوله شي، يا دا چې ده غوښتل پخواني مسايل د يوه ملي وياړ په څېر د خپلو خلکو په ذهنونو کې خوندي وساتي.
په هر صورت ښاغلي روغ ليوني حماسې نه دي خلق کړي خو حماسي شعرونه يې ويلي او تر ډېره بريده چې ما د ده له شعر څخه څه اخيستي هغه دا چې د پخوانيو يادونو په واسطه دى د اوسنۍ ناروغې ټولنې د درملنې هڅه کړې لکه په شعر کې چې وايي:”
خدايه يو ځاى کړې افغانان د وطن
د ميرويس نيکه بچيان د وطن
چې يو تر بل شي سره وروڼه خويندې
چې کيني ټول په دسترخوان د وطن
هر يو زلمي ته يې دعا کومه
چې ترېنه جوړ شي احمدخان د وطن
دا پاکه خاوره ډېر وياړونه لري
په کې تېر شوي اتلان د وطن”(۲)
ښاغلى روغ ليونى په ټولنه کې له حاکمو ناخوالو ځوريږي او خپله اندېښنه په موزون قالب کې بيانوي او ولس دې ته متوجه کوي چې په ټولنه کې روان موضوعات او معاملات د بدبختۍ او ملامتۍ پايلمه ده:”
زموږ په کلي کې باغچې ورکې شوې
د مازديګر ګودر چينې ورکې شوې
فيصلې کېږي د ټوپک په ژبه
اوس د مشرانو مرکې ورکې شوې
ملګرو دا تپوس له چا نه وکړم
ولې بانکو کې خزانې ورکې شوې
چې جوړېدل به محفلونه په کې
د وطن کليو کې حجرې ورکې شوې
افغان ولس کې ستونزې ډېرې شولې
تېر رواجونه او جرګې ورکې شوې
روغ ليونيه ملامت شول واړه
چې له شيخانو نه پلمې ورکې شوې”(۳)
روغ ليوني په ډېره ساده او عام فهمه شعري ژبه د خپل هېواد ملي وياړونه، پخواني يادونه او د مينې ساده او کليوال انځورونه وړاندې کړي چې پوهېدل پرې هر کس ته اسانه کار دى، په همدې دليل که چېرې څوک د روغ ليوني په شعر کې د هنريت تومنه کمزوري بولي، سمه خبره ده، خو له دې حقيقت دې سترګې نه پټوي چې د فکر او احساس تله يې ډېره درنه ده؛ ده شاعري د داسې ولس لپاره کړې چې اوس هم محدود شمېر خلک په کې لوستي دي او ډېر محدود شمېر افراد کولى شي د پېچلو هنري مسايلو په لمن کې پيغام درک کړي، کله چې د ولس يو لوى اکثريت لا هم د علم له نعمت څخه محروم دى، بايد يو داسې کس هم د شاعرانو په کتار کې ولرو چې د همدې محرومو خلکو په ژبه او ساويه برابر هنري پيغام وړاندې کړي، ترڅو قدم په قدم يې تر هغې ورسوي چې د شاعرانو په ملکوتي خبرو پوه شي او هغه څه په کې پيدا کړي چې د خاص حالت او خاص انداز ښکارندويي کوي.
انسان چې لوى شي، کولى شي چې واړه پوه کړي، په همدې وجه لوى اديبان د ماشومانو ادبيات پنځوي.
ښاغلي روغ ليوني خپله شاعري په اګاهانه يا نااګاهانه ډول د هغه چا لپاره ځانګړې کړې چې تر ټولو ډېر د حماسو او هنري پيغامونو اورېدلو ته اړتيا لري خو له بده مرغه چې د پوهېدلو قوه يې د هر پيغام د هضم تاب نه لري.
روغ ليونى ولسي شاعر نه دى خو د ولس شاعر دى، روغ ليوني حماسې نه دې خلق کړي خو حماسي شاعر دى، روغ ليوني ملي سرود نه دى جوړ کړى خو ملي شاعر دى، ځکه ده په هر شعر کې د ولس په ژبه افغان ملت د هغه څه کولو ته رابللى چې نن يې د نه کولو له امله د دې ملت پخوانى برم او پرتم د زوال په لور روان دى.
سپين روان نورزى
١ – شعرپېژندنه، روهي محمد صديق، ٣٢ مخ
۲ – روغ ليونې، وزير محمد، ولسي بهير، ديرشم مخ
۳ – روغ ليونى، وزير محمد، د ژوند خوندونه او غمونه، شپېتم مخ