په شمالي امریکا کې سکنک ژوي خورا زېات دي. هر چېرې که تاسې د ځنګلونو او د ونو لرونکو سیمو ته ولاړ شی هرو مرو له سکنک سره مخ کیږی. سکنک مقعدي د بوي مرغړي (anal glands) لري کوم چې ډېر بد بوي پرېدي او انسان ګنګس کوي. ډېر نور غوښه خوړونکي ژوي هم مقعدي مرغړي لري خو سکنک د دې مرغړیو د تولید په کنټرول او کارونه کې ډېر ماهر دي. د سکنک د سپرې په بوي کې یو ډول سلفري کیمیاوي توکي چې د تیول (thiols) په نامه یادیږي موجود وي او دا توکي په پیازو کې هم موجود وي چې له سترګو څخه د اوښکو بهېدو لامل ګرځي. که چېرې له دې مادې سره د رومیانو جوس یو ځای شي نو د رومیانو کا��وټینوایډ (carotenoids) او لیکوپېن (lycopene) دومره کافي ندي چې د دې مادې بوي خنثی کړي مګر بیا هم له ځینو نورو مایعاتو څخه اغیزمن دي. بلاخره د رومیانو جوس کولای شي کور ته د داخل شوي سکنک بوي په موقته توګه ورک کړي خو له کم وخت تېرېدو وروسته ممکن بېرته پیدا شي.
 
که چېرې د تیول بوي خنثی کول غواړی نو تیول په کیمیاوي توګه خنثی کېدای شي نه د رومیانو په بوي او هغه داسې چې دوه لیتره مایع چې ۳% اکسجن پېروکسایډ (hydrogen peroxide) ولري له یوې پیالې د خمېره کولو له سوډا سره مخلوط کړی له دې څخه د اکیسداسیون (oxidizing) ترکیب جوړیږي. که چېرې تاسې همدا ترکیب په بد بویه جامو وکاروی بوي یې خنثی کولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *