شاوخوا يوه لسيزه وړاندې په کندهار کې د خپلواکو فرهنګي ټولنو او افرادو په همږغي د ځوانو شاعرانو د روزنې، راټولېدنې او راټوکېدا په موخه روهي ادبي بهير ادبي او فرهنګي فعاليت پيل کړ، چې تر دا مهاله پکې سلګونه کسان روزل شوي او لا هم په پوره جوش هره اوونۍ د پنجشنې په ورځ فرهنګي ناستې پاستې، ادبي کره کتنې، مشاعرې او فرهنګي مجالس کوي، چې د کندهار په ګډون د ګاونډيو ولايتونو څخه هم پکې د هنر او شعر مينه وال برخه اخلي.

د خپلواکو فرهنګي دغه هسته پوره لس کاله وړاندې د ١٣٨٤ کال د کب مياشتې پر ٢مه نېټه د ادبپالو او فرهنګ پالو په سلا مشوره پرانيستل شوه، تر دا مهال يې څه د پاسه ٤٤٤ پرله پسې اوونيزې فرهنګي غونډې کړي، چې په ترڅ کې يې د همدې بهير د شاعرانو او نثر ليکونکو پر غزلونو، نثر او نظم کره کتنې، د شعر پر اساسي اړخونو ژور او هراړخيز بحثونه، د ګډونوالو تر منځ د علمي او ادبي افکارو تبادله او شرنګېدلې مشاعرې تر سره شوي دي.

يو شمېر ادبپال او فرهنګيان په شعر، نثر، نظم او د وياندۍ په برخه کې روهي ادبي بهير د ځوانانو د روزنې يوازينى علمي بنسټ بولي او وايي، چې د همدې بهير په مرسته زيات ځوانان د شعر په بېلابېلو اړخونو، کره کتنې، غزل نثر او آن د ژوند په نورو بېلابېلو اړخونو پوهېدلي او پر زياتو مسايلو لاسبري شوي دي.

شعر پوه، اديب شاعر او ليکوال ډاکټر احسان الله درمل چې په کندهار کې د طب پوهنځي محصل او د روهي ادبي بهير فعال غړى پاتې شوي، پرله پسې اووه کاله يې د روهي ادبي بهير په اوونيزو غونډو کې ګډون کړى او په همدې موده کې يې د شعر پېژندنې په اړه د اهميت وړ لکچرونه او بحثونه وړاندې کړي دي.

ښاغلى درمل په کندهار کې د روهي بهير د اهميت په اړه داسې وايي:” روهي ادبي بهیر په داسې کلونو کې جوړشو، چې په کندهار کې ادبي ناستې ټکنۍ شوې وي. ځوانان خواره واره ول او د یوې خولې خندا، د یوه فکر د تبادلې او بلاخره د یوه ساعت ادبي بنډار زمینې نه وې. ټول تږي ول او دې تندې د اوج په نقطه کې روهي ادبي بهیر وزیږاوه. لومړۍ ناستې یې په جوش او نوي رنګ پیل شوې. وروسته، وروسته پکې کره کتنه، ډرامې، لیکچرونه او د ادبیاتو په اړه جدي بحثونه پیل شول. بلاخره پر یوه داسې ادبي چرګۍ بدل شو، چې ډېر ځوانان یې وروزل. د ذوق لوړونې، د ادبي تیورۍ د عامولو او د ځوانانو د مثبتې بوختیا په باره کې چې روهي ادبي بهیر په جنوب لویدیزه حوزه کې کوم رول ولوباوه، ډېرو کمو ادارو به درلودلي وي. دا خبره مبالغه ځکه نه ده، چې همدا اوس په افغانستان کې ګڼ شمېر لوستي فرهنګي ځوانان، چې پر لویو عهدو کارونه کوي، د روهي ادبي بهیر په انګړ کې روزل شوي دي. د روهي ادبي بهیر لوی امتیاز دا دی، چې کارونه یې سیستماتیک او د یوه پروګرام و پلان له مخې پر مخ ځي. زما هیله ده، چې دا بهیر به روان وي او د افغان ادبي بهیر په څېر به په افغاني ادب کې هم نوې ساه پو کي او هم به یو نوی باب پرانیزي، په همدې ښه هیله.”

2 د بېنوا فرهنګي ټولنې مسوول، د روهي ادبي بهير بنسټ ايښودونکى او فعال غړى ښاغلى محمد يار يار روهي ادبي د کندهار په تاريخ کي يو بې ساري ادبي حرکت بولي، چې په خبره يې په سويلي حوزه او ځانګړي ډول په کندهار يې بې شمېره ځوانان روزلي دي.

ښاغلى يار وايي: “روهي ادبي بهير په سويلي حوزه او په ځانګړي ډول په کندهار کې د ازادو فرهنګي ټولنو او افرادو يوه ګډه هسته ده، چې د تېرو لسو کالو راپه دې خوا فرهنګيان او شاعران پکې راټولېږي او بې له کومې ناغې څخه مسلسلې مشاعرې، کره کتنې او غونډې کوي، د بېلابېلو مناسبتونو او اشخاصو لمانځغونډې او د شعر پېژندنې په اړه لکچرونه وړاندې کوي، لنډه دا چې روهي ادبي بهير د ادب او فرهنګ په ساحه کې تاريخي ګامونه اخيستي او ډېر زيات مثبت ثاتيرات يې درلودلي دي، په دغه مشترکه فرهنګي هسته کي ډېر تنکي زلميان روزل شوي، د ادب او فرهنګ په لاره کې يې په برياليتوب سره ګامونه پورته کړي او د پرمختګ لوړو پړاوونو ته رسېدلي دي، نو په دې اساس روهي ادبي بهير د کندهار په تاريخ کي تر ټولو ارزښتمنه فرهنګي هسته ده، چې هم يې په زماني لحاظ ډېر وخت وتلى دى او هم يې د کيفيت له مخې ډېر زيات تاثيرات درلودلي دي.”

د روهي ادبي بهير زېږنده شاعر او همېشنى ګډونوال حاجي غلام نبي سعيد، چې د همدې روهي ادبي بهير په مرسته د شعر او هنر ډګر ته راغلى، همدلته روزل شوى، دا مهال يې شاوخوا درې شعري ټولګې چاپ شوي او څلورمه ټولګه يې چاپ ته تياره ده، نوموړى وايي د روهي ادبي بهير په معنوي مرسته د شعر په ماهيت پوه شوى او له همدې ځايه يې معنوي ګټه تر لاسه کړې.

ښاغلى سعيد زياتوي:” زه د روهي ادبي بهير په مټ د معنويت، شعري ټولګو او شهرت څښتن شوى يم، د همدې ادبي_ فرهنګي بنسټ منندوى يم چې زه يې شاعر کړم او د شعر د ملکې په ملګرتيا مې د زړه تياره خونه روښانه او د خلکو د خوښې وړ وګرځېدم، ما ته روهي ادبي بهير د يو ستر ادبي پوهنتون حيثيت لري، چې زما په څېر سلګونه کسان پکې د پرمختګ پوړيو ته رسېدلي دي.”

ياده دي وي، چې روهي ادبي بهير ته له تېرو څو کلونو راپه دې خوا د کندهار فلم نندارې مسوول، پر خپل فرهنګ او خلکو مين، زړه سواند شخصيت حکمت الله څرک مالي امکانات برابر کړي او د روهي ادبي د غونډو، بېنوا کتابتون او ټولنې لپاره يې خپل کور وقف کړى، چې دا مهال پکې د روهي ادبي بهير د اوونيزو غونډو تر څنګ فرهنګيان او ځوانان هره ورځ پکې فرهنګي ناستې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *