د اوسنۍ نړۍ د کړکېچونو څخه یو هم د روهینګیا د مسلمانانو کړکېچ دی چې د میانمار د حکومت، بودایي وګړو او نظامیانو له لوري له وحشت، ظلم، تباهۍ، قومي او مذهبي تعصب سره لاس په ګرېوان دي. د متعددو حملو په ترځ کې د همدې مسلمانانو په سلګونه زره کسان د مرګ کندې ته سپارل شوي، کورونه او جماتونه یې سوزول شوي، او له یو میلیون زیات کسان یې  له خپلو مېنو څخه د ګاونډیو هېوادونو په لور کډوالۍ ته مجبور شوي دي. له بلې خوا تقریبا ګرده نړۍ، د اسلامي هېوادونو کنفرانس، د میانمار ګاونډي هېوادونه او ملګري ملتونه د روهینګیا د مسلمانانو په وړاندې چوپه خوله پاتې دي او د دې مظلومې طبقې په وړاندې یې خپل دیني، اخلاقي او انساني مسوولیت نه دی ادا کړی څو د مسلمانانو په وړاندې د میانمار د ظالم حکومت او یرغلګرو بودایانو د وحشت مخه و نیسي. یوازې ځینې خبري رسنۍ وخت پر وخت د دې مسلمانانو حالت د خبر په ژبه انځوروي او بیا یې خپروي. موږ غواړو چې په خپله دغه لیکنه کې د روهینګیا د مسلمانانو د تاریخ، هویت، سیاسي، کلتوري، اجتماعي او هر اړخیز حالت په هکله یو سلسله معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو. د روهینګیا مسلمانان د هند ـ آریایي نژاد وګړي دي په ټوله نړۍ کې یې شمېر ۲ میلیون تنو ته رسېږي چې په میانمار سربېره په بنګلدېش، سعودي عربستان، پاکستان، تایلند، مالیزیا، اندونیزیا، نیپال او هندوستان کې هستوګنه لري. ځینو څېړونکو د روهینګیا د مسلمانانو شمېر ۴ میلیون او ځینو آن ۶ میلیون تنه ښودلی دی. یو شمېر روهینګیایان په اروپا، آسترالیا، د امریکا په متحده ایالاتو او داسې نورو هېوادونو کې هم اوسېږي او په یادو هېوادونو کې په تحصیلي او سوداګریزو چارو بوخت دي. د میانمار د روهینګیا د مسلمانانو شمېر ۱.۳ میلیون وګړي دي چې د دې هېواد په لوېدیځ د (راخین) په ایالت کې اوسېږي، او د میانمار د نفوس ۴٪ سلنه تشکیلوي. زیاتره څېړونکي په دې نظر دي چې د روهینګیا مسلمانان د میانمار د راخین د ایالت بومي وګړي دي او یو شمېر یې له هندوستان او بنګلدېش څخه د سیاسي لانجو پر مهال په ۱۹۴۸ او ۱۹۷۱ زېږدیز کلونو کې دغې سیمې ته مهاجر شوي دي.

د روهینګیا وګړي سني مذهبه مسلمانان دي او په دې سیمه کې تصوفي فرقې هم فعالې دي او یو شمېر مسلمانان یې خپلې خوا ته ور جذب کړي دي. د میانمار حکومت دغو مسلمانانو ته د تحصیل او کار زمینه ډېره محدوده کړې ده او زیاتره یې په جوماتونو او خصوصي دیني مدرسو کې پخپلو هڅو د اسلامي دین لومړني اساسات لولي. له همدې کبله د روهینګیا د مسلمانانو زیاتره برخه بېسواده، له فقر، غربت او مظلومیت سره مخ ده او دغه وګړي د میانمار په حکومتي او ټولنیزو سکتورونو کې دندې نه شي تر سره کولای او له سختو کړاونو سره لاس په ګرېوان دي. د روهینګیا د مسلمانانو تر یو میلیون زیات وګړي د میانمار د تابعیت له حق څخه محروم دي او له (اپارتاید یا نژادي تبعیض) سره ورته ژوند لري.

د میانمار دولتي ورځپاڼې د روهینګیا مسلمانان د (سیاهه، عربه او بنګلدیشیه) په نومونو یادوي، د خپلو هېوادوالو په توګه یې نه ګڼي، هغوی ته په ډېر بد نظر ګوري، په هکله یې ناوړه لیکنې خپروي او بودایان یې په ضد هڅوي. د میانمار د دموکراسۍ د خوځښت مشره آنګ سانګ سوچي چې د سولې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده او داسې انګېرل کېده چې واک ته به د نوموړې په رسېدو سره د روهینګیا د مسلمانانو په ګډون د میانمار د ټولو وګړو ژوند ښه شي خو داسې و نه شول او د میانمار دغې مشرې تر دې دمه د روهینګیا د مسلمانانو په ناوړه حالت پټه خوله نیولې او (د دموکراسۍ لپاره ملي لیګ ګوند) چې آغلې سوچي یې مشره ده تر دې مهاله د دې بې وزلو مسلمانانو په هکله خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

تاریخچه

د روهینګیا مسلمانانو د لومړي ځل لپاره په اوومه مېلادي پېړۍ کې د راخین په منطقه کې هستوګنه غوره کړه. دغې سیمې ته لومړۍ ډله مسلمانان د عباسي خلیفه هارون رشید د واکمنۍ پر مهال د سوداګرو په شکل ورغلل، په سیمه کې یې پياوړی حضور پيدا کړ، د دریو پېړیو لپاره یې خودمختاره اسلامي حکومت درلود او په دې موده کې ۴۸ مسلمانو حاکمانو په دې خاوره حکمراني کړې ده.

د راخین د سیمې اسلامي حکومت په ۱۷۴۸ کال کې د برما د بودایانو د یو پاچا په وسیله ړنګ شو چې (بوداپای) نومېده او دغه سیمه د برما په شاهي حکومت پورې و تړل شوه. د برما بودایي پاچا هڅه وکړه چې مسلمانان تر شدید فشار لاندې راولي څو په دې و نه توانیږي چې په نورو قومونو خپله اغیزه و لري  او د جنوب ختیځې آسیا په سیمه کې د اسلام د ترویج او نفوذ مخه و نیسي. له یادې نېټې وروسته تر دې مهاله د راخین د سیمې مسلمانانو ته د میانمار د تابعیت حق نه ورکول کېږي او له سختو ستونزو سره لاس په ګرېوان دي. بودایي حاکمان یو پر بل پسې د دې سیمې پر مسلمانانو هر ډول ظلم روا ګڼي او مسلمانان مجبوروي چې د اسلام دین پرېږدي او بودایي دین قبول کړي. د روهینګیا مسلمانان په لوی لاس مجبورېږي چې خپلو ځانونو ته بودايي نومونه غوره کړي، په جوماتونو کې د آذان کولو حق نه لري، د حج د فریضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته سفر نه شي کولای او د اقتصادي اړخه هم په مسلسله توګه تر فشار لاندې دي.

د ظلم څپې

په میانمار کې د روهینګیا د مسلمانانو ځورېدل د انساني نړۍ د تاریخ یوه ډېره بده او شرمېدلې لړۍ ده چې د څو پېړیو راهیسې دوام لري او د دې سیمې اسلامي اقلیت د میانمار د ظالم حکومت، نظامي ځواکونو او بودایي ټولنې له خوا د هر راز مدني، دیني، سیاسي، تعلیمي او ټولنیزو حقوقو څخه محروم پاتې شوی دی. پر دې سربېره په میانمار کې له مسلمانانو سره سخت ظلم کېږي، کورونه او عبادتځایونه یې سوزول کېږي او تر ډول ډول ګواښونو لاندې قرار لري. باید وویل شي چې د میانمار مسلمانانو له اوومې مېلادي پېړۍ څخه تر ۱۷۷۴ کال پورې په دې سیمه کې د نورو هستوګنو وګړو سره هېڅ راز ستونزه نه درلوده او په دې سیمه کې مېشتو وګړو د بېلابېلو توکمونو او عقایدو په درلودلو سره د سولې تر چتر لاندې ژوند کاوه. کله چې په ۱۷۷۴ کال د (بوداپای) په نوم یو بودایي پاچا د برما واکمني تر لاسه کړه نو د (راخین) د اسلامي قلمرو سیمه یې له برما سره یو ځای کړه. له دې سره جوخت د برما بودایي پاچا له مسلمانانو سره سخته دښمني پيل او په سیمه کې یې د اسلامي قوانینو اجرا کول ممنوع اعلان کړل. د برما د مسلمانانو او بودایانو اختلافات له همدې وخت څخه پيل شول او له همدې نېټې وروسته په مسلمانانو داسې ظلمونه و شول چې نمونه یې د بشر په تاریخ کې ډېره کمه لیدل شوې ده.

د روهینګیا مسلمانان په څو تېرو لسیزو کې له میانمار څخه د جبري اخراج  سره مخ شوي دي لکه په ۱۹۷۸ کال کې ۳۰۰۰۰۰ تنه، په ۱۹۸۸ کال کې ۱۵۰۰۰۰ تنه، په ۱۹۹۱ کال کې ۵۰۰۰۰۰ تنه، په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې ۱۰۰۰۰۰ تنه کډوالۍ ته اړ شوي چې زیاتره یې بنګلدېش ته تللي دي. د میانمار مسلمانان د دې هېواد د پخوانیو رژیمونو پر مهال مهم اسلامي اقلیت ګڼل کېده او د برما د هېوادوالو په توګه ورته کتل کېدل خو په ۱۹۸۲ مېلادي کال کې چې د (تیان چین) د واکمنۍ پر مهال د میانمار په اساسي قانون کې نوي بدلونونه رامنځته شول، د دې هېواد نظامي حکومت د روهینګیا مسلمانان د میانمار د تابعیت له حق څخه محروم کړل، له مسلمانانو سره یې د داسې ناوړه چلند لاره غوره کړه چې د وحشت نمونه یې د نړۍ وګړي په خپلو سترګو ګوري.

لومړۍ څپه

د میانمار د مسلمانانو د ځورولو لومړۍ څپه د ۱۹۳۰ او ۱۹۳۸ کلونو تر منځ وه او د دې لړۍ د پيل اساسي علت دا وو چې کله په ۱۸۸۶ مېلادي کال کې د انګلستان د اشغال سلسله سیمې ته را و غزېده نو  په ۱۹۲۱ کال د هند او بنګال تقریبا نیم میلیون مسلمان وګړي په میانمار کې ځای پر ځای شول. برما ته د مسلمانانو کډوالي او په دې سیمه کې د دوی ځای پر ځای کېدل د دې سبب شول چې زیاتره سوداګریزې چارې د همدې هندي او بنګالي مسلمانانو لاسونو ته و لوېږي. له همدې کبله د سیمې بودایي اوسېدونکو د مسلمانانو خلاف ښورښ وکړ، په راخین کې یې د دوی کورونه و سوزول او زرګونه کسان یې و وژل.

دویمه څپه

د همدې تاوتریخوالي  دویمه څپه په ۱۹۳۸ مېلادي کال کې هغه مهال پیل شوه چې د برما بودایي وګړو په راخین کې د مسلمانانو په کورونو، عبادتځایونو او سوداګریزو محلاتو یرغل وکړ او په همدې کال یې ۲۰۴ تنه مسلمانان و وژل، ۱۰۰۰ تنه یې ټپیان کړل او د مسلمانانو ۱۱۳ جوماتونه یې وران کړل.

دریمه څپه

د روهینګیا د مسلمانانو د ځورولو دریمه څپه په ۱۹۴۸ مېلادي کال رامنځته شوه، ځکه له ۱۹۴۵ کال څخه د مخه د راخین سیمه د جاپانیانو په لاس کې وه او مسلمانانو د انګرېزانو په ملاتړ د جاپانیانو خلاف وسلې ته لاس کړ خو کله چې انګرېزانو په دې سیمه تسلط پيدا کړ نو د دې سیمې حکمراني یې مسلمانانو ته و سپارله. مسلمانانو په ۱۹۴۸ مېلادي کال له انګرېزانو څخه غوښتنه وکړه چې د هند او پاکستان په څېر باید انګرېزان دغه سیمه هم په دوو خپلواکو هېوادونو و وېشي چې د یوې برخې مشري له مسلمانانو سره وي. همدا ټکی د دې سبب شو چې کله په ۱۹۴۸ مېلادي کال کې برما له انګلستان څخه خپلواکي تر لاسه کړه نو د (راخین) د سیمې روهینګیايي مسلمانانو په وړاندې یې ظلم او زیاتی پیل کړ او پر هغوی یې ډول ډول فشارونه را وستل.

څلورمه څپه

د روهینګیا د مسلمانانو په وړاندې د برما د بودایي رژیم د ظلم څلورمه څپه په ۱۹۶۲ مېلادي کال هغه مهال پيل شوه چې د برما حکومت د حج د فریضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته د مسلمانانو په تګ بندیز و لګاوه. د بودایي حکومت او د برما د بودایي وګړو د ظلمونو له لاسه له نیم میلیون څخه زیات مسلمانان له برما څخه سعودي عربستان، هندوستان، پاکستان، مالیزیا، تایلند، سینګاپور، برونای، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته له خپلو مېنو څخه مهاجر شول. په همدې کال د برما حکومت په جوماتونو کې د مسلمانانو پر عبادت، ټولنیزو فعالیتونو، د ازدواج په ارقامو، د لوی اختر په قربانۍ او داسې نورو شدید کنټرول پیل کړ او مسلمانان مجبور شول چې د خپلو هر ډول فعالیتونو په هکله د برما حکومت ته معلومات ورکړي. په همدې وخت کې سندي ټایمز انګلېسي ژبې ورځپاڼې راپور ورکړ چې د برما د حکومت نظامیان غواړي چې د راخین په مسلمان مېشتي ایالت کې بودایان ځای پر ځای کړي. همدې ورځپاڼې دا خبره هم لیکلې وه چې له ۱۴۳۰ څخه تر ۱۷۸۴ مېلادي کال پورې په دې سیمه کې اسلامي قوانین جاري وو او د مسلمانو حکمرانانو تر حاکمیت لاندې وه.

پنځمه څپه

د ۲۰۰۱ مېلادي کال د مې د میاشتې په ۱۵مه نېټه د بودایانو له خوا د (راخین) په روهینګیايي مسلمانانو د ظلم یوه بله سخته لړۍ پيل شوه او په همدې ورځ ۲۰۰ مسلمان وګړي د بودایانو له خوا و وژل شول چې ۲۰ تنه یې د جماعت لمانځه د ادا کولو په حال کې وو. پر دې سربېره د همدې خونړۍ څپې په ترځ کې ۱۱ جوماتونه تخریب او ۴۰۰ جوماتونو ته اور واچول شو.

شپږمه څپه

د میانمار په مسلمانانو باندې د بودایانو د ظلم او وحشت بله څپه په ۲۰۱۲ مېلادي کال وروسته له هغه پيل شوه چې د میانمار د پوځ او بودایي وګړو په وسیله ۱۱ تنه مسلمانان چې په یو عراده بس کې یې سفر کاوه و وژل شول. مسلمانانو د بودایانو د دې عمل په مقابل کې یو تن بودایي په قتل و رساوه چې وروسته له هغه بودایانو د مسلمانانو د هستوګنو په کورونو یرغل وکړ او ۲۰۰۰ کورونه یې و سوزول. د دې وحشتناکې څپې په نتیجه کې لسګونو مسلمانانو ته مرګ ژوبله واوښته او په سلګونو زره کسان بې کوره او کډوالۍ ته اړ شول. د همدې خطرناکې  لړۍ اوومه څپه په ۲۰۱۶ او آتمه څپه ۲۰۱۷ م مېلادي کال کې رامنځته شوه چې په نتیجه کې یې لسهاوو زره مسلمانان مړه شول، په سلهاوو زره بې کوره او نورو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شول.

د بودایانو جنایات

د میانمار د بودایي دولت له خوا د مسلمانانو په وړاندې ډول ډول جنایتونه سر ته رسېږې چې څو نمونې یې په دې ځای کې ذکر کوو لکه:

لومړی: د میانمار رژیم مسلمانانو ته د هویت کارت د صادرېدو څخه مخنیوی کوي او له همدې کبله د روهینګیا مسلمانان نه شي کولای چې د میانمار نورو ایالتونو ته د سیاحت او یا سوداګریزو موخو لپاره ولاړ شي. همدارنګه د میانمار رژیم مسلمانانو ته د هېواد په داخل او له هېواد څخه بهر د سفر کولو اجازه نه ورکوي او مسلمانان یوازې په خپلو سیمو کې حصار پاتې دي.

دویم: که چېرې د میانمار مسلمانان و غواړي چې د دې هېواد په داخل کې له یو کلي څخه بل کلي ته ولاړ شي، باید حکومت خبر کړي او دولت ته یو مبلغ د مالیې په ډول  تادیه کړي.

دریم: د میانمار مسلمانان د دې هېواد په، ښوونځیو، پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسساتو کې د تحصیل له حق څخه محروم دي.

څلورم: د میانمار مسلمانان نه شي کولای چې د دې هېواد د دولت په ملکي یا عسکري اداراتو کې دنده اجرا کړي او نه شي کولای چې د میانمار په پوځ یا پولیسو کې استخدام شي.

پنځم: مسلمانان نه شي کولای چې د میانمار د حکومت له اجازې پرته واده وکړي، کله چې د واده لپاره دولتي اجازه تر لاسه کوي نو باید دولت ته درانه مالیات ورکړي او کله چې واده وکړي نو له ۲ څخه زیات اولادونه نه شي زیږولی.

شپږم: د میانمار د مسلمانانو ۴۰۰۰۰ ماشومان له دې امله د تحصیل، سفر او هر راز مدني حقوقو څخه محروم دي چې والدینو یې د دولت له اجازې پرته واده کړی او په خپله خوښه له یې له ۲ څخه زیات ماشومان زېږولي دي.

اووم: د میانمار مسلمانان مجبور دي چې هر کال د خپل کور د غړو یو داسې عکس دولت ته و سپاري چې د کورنۍ د ټولو غړو انځورونه پکې موجود وي. که چېرې په کورنۍ کې یو تن نوی زېږیدلی او یا څوک ترې مړه شوي وي نو باید په دې صورت کې د میانمار دولت ته درنه مالیه ورکړي.

اتم: د میانمار د مسلمانانو څخه زیاتره وخت د بېګار (اجباري چارو) لپاره کار اخیستل کېږي او په بېګار سربېره باید دوی دولت ته اجباري مالیه هم ورکړي.

نهم: د ټولنې لپاره د میانمار د دولت له عمومي خدماتو (روغتیا، پوهنې، تعلیم او داسې نورو) څخه د روهینګیا مسلمانان محروم دي چې له همدې امله د مسلمانانو تر منځ د بېسوادۍ کچه ۸۰ سلنه ده. همدارنګه په سیمه کې بل هېڅ راز بنسټ شتونه نه لري چې د دولت په د روهینګیا د مسلمانانو لپاره ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

لسم: د روهینګیا مسلمانان په خپله سیمه او د میانمار په خاوره کې د ځمکې د مالکیت له حق محروم دي. دغه بشري ضد شرایط مسلمانان اړ کوي چې نورو هېوادونو ته د هجرت کولو لپاره زړونه ښه کړي چې زیاتره یې په بحرونو او سختو لارو کې تلف کېږي.

یوولسم: د روهینګیا مسلمانان نه شي کولای چې د میانمار د دولت له اجازې پرته جوماتونه او دیني مرکزونه ترمیم یا له سره اعمار کړي او څوک چې دا کار کوي زندان ته لېږل کېږي. له همدې کبله په تېرو ۳۰ کلونو کې د دې سیمې هېڅ یو جومات، مدرسه یا دیني مرکز نه دی اعمار شوی.

دولسم: که چېرې یو روهینګیایي مسلمان و غواړي چې په میانمار کې دکان، سوداګریز کاروبار یا مغازه پرانیزي نو باید د میانمار یو داسې بودایي وګړی ورسره شریک کړي چې په یاد دکان کې هېڅ ډول مادي سهم نه ادا کوي، په هېڅ ډول نقصان کې ځان مسوول نه ګڼي خو د دکان نیمايي ګټه د همدې بودایي شریک په برخه کېږي.

دیارلسم: د تاوتریخوالي پر مهال د روهینګیا مسلمانې مېرمنې د میانمار د بودایانو له خوا تر جنسي تېري لاندې نیول کېږي او بې عزتي ور اړول کېږي. همدارنګه بودایان په ډېره آسانۍ او له هېڅ راز مسوولیت پرته مسلمانان وژني او آزار ورته رسوي.

د ملګرو ملتونو  راپور

د ملګرو ملتونو یو خبریال یانګ لي د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په۴ مه نېټه یو تازه ګزارش تهیه کړ چې د بي بي سي راډیو فارسي څانګې هم خپور کړی دی په هغه کې داسې ویل شوي دي:  د ۲۰۱۷ کال د آګست د میاشتې له ۲۰ مې څخه د همدې کال د سپتمبر تر ۴ مې نېټې پورې ۸۷۰۰۰ د روهینګیا مسلمانان وروسته له هغه بنګلدېش ته په تېښه کولو اړ شول چې کورونه یې د روهینګیا د پوځ او ځایي بودایانو له خوا سوزول شوي دي. باید وویل شي چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر د میاشتې څخه تر دې مهاله بنګلدېش ته د روهینګیا د کډوالو شمېر له ۱۰۰۰۰۰ کسانو څخه زیات شوی دی. په همدې راپور کې ویل شوي دي چې ځینو هېوادونو لکه افغانستان، مالیزیا، بنګلدېش او پاکستان د بنګلدېش په حکومت اعتراض کړی دی او د میانمار له رژیم څخه یې غوښتنه کړې ده چې دغې ستونزې ته بېړنی حل و مومي او د روهینګیا پر مسلمانانو د ظلم روانې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه د ملګرو ملتونو یو څیړنیز پلاوي چې د دې سازمان پخوانی مشر ښاغلی کوفي عنان یې مشري کوي د میانمار له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د دې هېواد پر مسلمانانو باید د میانمار د رژيم له خوا لګول شوي محدودیتونه لغو شي، د روهینګیا مسلمانانو ته د برما تابعیت ورکړي او د دوی په وړاندې هر ډول نظامي تحرکات په سملاسي توګه و دروي.

د افغانستان دریځ

د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۵مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترځ کې د روهینګیا د مسلمانانو په وړاندې د میانمار د حکومت او بودایي وګړو د وحشت لړۍ غندلې او د دې لړۍ د بندولو بېړنۍ غوښتنه یې کړې ده. د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۷مه او ۸مه نېټه یو شمېر کابل ښاریانو او د مدني ټولنې استازو په کابل کې ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریونونه وکړل او په میانمار کې یې د مسلمانانو په وړاندې د دې هېواد د حکومت، پوځ او بودایي وګړو د ظلم لړۍ په کلکو ټکو کې غندلې او د هغه د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

میانمار

میانمار چې پخوانی نوم یې برما دی، ځمکنی مساحت یې۶۷۸۵۰۰ کیلومتره مربع دی او ۱۹۰۰ آبي سرحد لري. میانمار ۶۰ میلیون وګړي نفوس لري چې ۷۰ سلنه یې بودايي ۴سلنه یې مسلمان او ۲۶ سلنه یې د نورو ادیانو پیروان دي. د میانمار رسمي ژبه یې (برمایي) ده، په ۱۸۲۴ زیږدیز کال د انګلېسانو له خوا اشغال او د بریتانوي هندوستان یوه برخه و ګرځول شوه خو په ۱۹۴۸ کال کې یې له بریتانیا څخه آزادي واخیسته او د برما په نوم یاد شو چې بیا وروسته یې نوم په میانمار بدل شو. د میانمار پلازمېنه د (ناپیداو) ښار دی خو تر ټولو لوی ښار یې (رنګون) او پولي واحد یې (کیات) نومېږي. د میانمار شمال ختیځ ته چين، ختیځ ته یې لاوس، جنوب ختیځ ته یې تایلند، لوېدیځ ته یې بنګلدېش او شمال غرب ته یې هندوستان موقعیت لري. همدارنګه دغه هېواد د جنوب لوېدیځ له خوا د بنګال خلیج او د جنوب له خوا د (اندامان) دریا له خوا محصور شوی دی.

اخځلیکونه:

۱.http: //widgets. farsnews. com

۲.http: //www. islahweb. org

۳.http: //www. mehrnews. com/FA/NewsDetail

۴.http: //www. mehrnews. com/FA/NewsDetail

۵.http: //fa. azadnegar. com/hamidvelayati

۶.http: //www. ghasednews. ir/fa/news/

۷.http: //dehnavi. blogfa. com/post/

۸.http: //muslimnews. blogfa. com/post-

۹.http: //www. defence. pk/forums/world-affairs/-muslims-killed-burma-police. html#post

۱۱.http: //strategicreview. org

۱۲. http: //dehnavi. blogfa. com/post/

۱۳. http: //egyptian/index. php the tragedy of Burmese Muslims (By Mohamed Elmasry – The Egyptian Gazette)

۱۴. http: //www. mehrnews. com/FA/NewsDetail

۱۵.د بي بي سي راډیو، پښتو او فارسي څانګې

۱۶.د امریکا غږ راډیو، پښتو څانګه

۱۷.د یک تلویزیون ویب پاڼه

۱۸.د آزادۍ راډیو، پښتو څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *