خوست

تاند- په خوست کې نن سهار، د روژې په لومړۍ ورځ، په یوه انتحاري برید کې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او ژوبل شول.

په لومړنیو راپورونو کې د ۱۴ تنو وژل کېدا تایید شوې ده.

د خوست امنیه قوماندانۍ پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر لا څرګند نه دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې لږترلږه ۱۸ تنه شهیدان شوي دي.

راپورونه وايي، پېښه د سهار په اته نیمو بجو وشوه.

د خوست د عامې روغتیا رييس ګل محمد الدین وايي چې لږترلږه ۱۴ تنه شهیدان شوي او ۸ نور ژوبل دي.

ده وویل چې وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې واوړي ځکه چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

شاهدان وايي چې له انتحاري بریده وروسته د پېښې ځای ته څو امبولانسونه ورغلل او د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړ.

تراوسه کومې تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

2 thoughts on “د روژې د لومړۍ ورځې په لومړي تروریستي برید کې لږترلږه ۱۴ تنه شهیدان شوي”
  1. آی اس ای خپلو ګوشتی رباټونو ته د روژی بونس اعلان کړی او دحورو شمیر یی ورته په دغه میاشت کی دوه
    برابره کړی، د حورو لپاره د ځناورو رقابت به هم ۲ برابره وی- بوسلمان یم غلامی می کړی نه ده …

    یادونه: جلادی تنظیمونو ته خو به خپلی پیری هم په زړه کیږی چی همداسی کارونه خو موږ هم کول

  2. په رښتیا هم د ټولې نړۍ شیطانان د روژې په مبارکه میاشت کې پنجاب ته د استراحت لپاره په سفر لاړل او هلته به نور هم د ټالیبانو په رګونو ورننوځي تر څو ډېر خرمرګي او دوزخیان د مسلمانانو د وژلو لپاره ګران افغانستان ته راولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *