د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
۱۳۹۳/چنګاښ/۷
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغان ملت ته، د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو له کبله مبارکي وایي او هیله لري، چې د دې میاشتې په برکت، په هېواد کې سوله ټینګه او ولس، د نا امنۍ له ناخوالو خلاص شي.
روژه د عبادتونو او ښېګڼو میاشت ده او خدای تعالی(ج) له یو بل سره د هېوادوالو پر ښېګڼې خوشالېږي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، هیله لري، چې افغانان به په دې میاشت کې، خدای (ج) ته د محبوبو کړنو په ترسره کولو سره، د خپل رب رضا ته ورسېږي.
دا بختوره میاشت په داسې حال کې را رسېږي، چې په هېواد کې مو، د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې په بریالیتوب سرته رسېدلې او د روژې مبارکې میاشتې تر پایته رسیدو وروسته به، نوی ولسمشر، د هېواد واګي په لاس کې واخلي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، هیله لري، چې د دې مبارکې میاشتې په پار به، د هېواد ټول قشرونه، د افغانستان د ثبات، نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره په ګډو هلو ځلو، د هېواد ښه راتلونکې یقیني کړي.
دې ادارې، ټولو ولایتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې نرخونه په جدي توګه و څاري او هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د توکو په پېرودلو کې نا انصافي وکړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جلالتمآب عبدالخالق فراهي، د هېواد ښاروالیو ته په یوه رسمي لارښوونه کې زیاته کړې:(( کله کله، لیدل کېږي، چې د هېواد په ښارونو کې، د روژې د مبارکې میاشتې د را رسېدو سره سم، د توکو بیې په خپلسرې توګه لوړېږي، چې دا کار، منصفانه نه دی او ټولو ښاروالیو ته هدایت کېږي، چې د ولایتونو په کچه له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د توکو د بیو د څارنې او کنترول لپاره لازم تدابیر ونیسي، ترڅو هېوادوال په دې میاشت کې، د توکو د بیې د لوړوالي له امله له ستونزو سره مخ نه شي.))
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، ټول مسلمان عالم او په ځانګړې توګه افغان ملت ته، بختوره او له نېکمرغیو ډکه روژه غواړي او هیله لري، چې په همدې میاشت کې، د سولې د پروسې عملي لاسته راوړنې لا ډېرې محسوسې شي.