د اسراییلي پوځیانو لخوا اشغال شوی لوېدیځه غاړه، بیت لحم ، فلسطین ـ 04 July 2016
ثنا بلبل یوه فلسطینی مور چی خاوند یی وفات شوی او دری ماشومان یی د اسراییلو په زاندان کی شپی ورځی سبا کوی ټوله روژه یوازی او بی کسه تیره کړه.
د الجزیری خبریاله شیرین خلیل د ثنا بلبل له خولی لیکی چی وایی”کاشکی د خپلو ماشومانو سره یو ځای په زندان کی وایی خو چی یوازی نه وای. همیشه می سترګی په لار وی چی کله به می خپل ماشومان وینم. د هغوۍ تصویرونه د انټرنیټ له لاری ګورم.“
د روژی میاشتی اخری جمعه د نړۍ ټولو مسلمانانو یو د بل سره په تګ راتګ او ناستو پاستو تیره کړه خو دردیدلی ثنا بلبل دغه شیبی په خپل غریبانه دوه اطاقه کور په یوازیتوب او بی کسۍ کی تیری کړی.
ثنا چی د دریوو ماشومانو مور ده ټوله مبارکه روژه یی په خپل کور کی په یوازی ځان تیره کړه. ټوله روژه یی د کورنۍ په غمونو او دردونو کی تیره کړه.
ثنا پداسی حال کی د اشغال شوی لوېدیځې غاړي د بیت لحم ښار په خپل کور کی وه الجزیری ته وویل(مور او پلار می وفات شوي دي او خاوند می هم ۸ کاله وړاندی د اسراییلي عسکرو لخوا ووژل شو. خسر او خواښی می هم وفات شوي دي. د اسراییلو د اشغال له امله می ټولو ورونو او خویندو هیواد پریښی او بهرنیوو هیوادونو ته تللي دي او ټول ماشومان می د اسراییلو په زاندان کی شپی ورځی سبا کوی.)
د ثنا دری واړه ماشومان د همدی کال په پیل کی د اسراییلي پوځیانو لخوا په جلا جلا ډول نیول شوی ول. د ثنا ۱۵ کلنه لور، نورون ثنا، د اسراییلو په زندان کی د ۶ میاشتو د بند شپی ورځی تیروی. د نورون ثنا جرم دا و چی د اپریل په ۱۵ د اشغال شوي ویسټ بنک او اسراییل تر منځ د بیت لحم ښار د ۳۰۰ نمبر د پولیسو د تلاشۍ په پوسته کی د چاقو سره ګیر شوی وه. له دی پیښی څخه لا دوه میاشتو نوی تیری شوی چی اسراییلي پوځیانو د ثنا بلبل په کور حمله وکړه او د هغی دوه نور زامن، ۲۵ کلن محمد او ۲۱ کلن محمود یی ونیول. د محمد او محود جرم لا تر اوسه ندی مالوم.
ثنا بلبل وړاندی وایی چی (اسراییلي پوځیانو مونږ ته هیڅ هم ونه ویل او نه به یی هم ووایی چی زما زامن ولی او یا هم په کوم جرم یا تور ونیول شول ځکه چی زما زامن د اداروی توقیف یا Administrative Detention تر قانون لاندی نیول شوي دي. اداری توقیف د اسراییلو هغه پالیسی ده چی د دی له مخی دوی کولی شی فلسطنیان بی له کوم جرم، تور او یا هم محکمی د شپږو میاشتو لپاره توقیف او په بند کی وساتی.)
ثنا هیڅ داسی ګمان نه کوی چی د هغی لور دی د ځان سره کوم چاقو درلود. وایی چی لور یی هیڅکله هم داسی کوم څه نه ګرځول چی د یو چا د ژوبلولو لپاره دی تری ګټه پورته کړی.
ثنا پداسی حال کی چی سترګی یی له اوښکو ډکی وی په ژړه غوونکي اواز وویل، ( زما لور به همیشه د نوکانو رنګولو شوق درلود، هنداری ته به نڅیدله او د انجونوکانو کارونه به یی کول. هغه یوه ماشومه ده او شوق لری چی د ماشومانو غوندی کارونه وکړی.)
د خپلو ماشومانو د بند خبرو یی د خاوند مرګ بیا ورتازه کړ. ثنا وایی (زه ګمان کوم نن چی دا هر ډول سزا او تکلیفونه مونږ تیروو دا می د خپل وفات شوي خاوند د سیاسي فعالیتونو له امله ده.)
د ۲۰۰۸ کال د مارچ په ۸مه اسراییلي جاسوسو ځواکونو د ثنا بلبل خاوند احمد بلبل وواژه. احمد بلبل د بیتلیهم ښاری شورا غړیتوب درلود او همدارنګه د فتح غورځنګ نظامي څانګه یا (Fatah Movement Military Wing) چی د الاقصي د شهیدانو لوا (Al-Aqsa Martyr’s Brigades) په نوم یادیږی مشر هم و. احمد له دري نورو فلسطینیانو سره یو ځای د اسلامي جهاد پوځي څانګې (Islamic Jihad Military Wing) د فعالیتونو په تور ووژل شو.
ثنا بلبل وایی چی نورون ثنا (لور یی) ۸ کلنه وه کله یی چی پلار وفات شو او د سیاست سره هیڅ ډول علاقه هم نلری.ثنا بلبل وایی چی په همغه تلاشۍ ځای کی چی نورون نیول شوی وه، لوریی د اسراییلي ځواکونو سره تندی او تیزی خبری کړی وی نو همغه و چی پولیسو یی د لور دستکول تلاشي کړ او د پولیسو په وینا د دستکول څخه یی یو چاقو راوویست.
(زه ګمان کوم چی زما د لور او اسراییلي پوځیانو لخوا لفظي شخړه رامنځته شوی وه نو همهغه و چی پولیسو زما د لور دستکول تلاشي کړ او بیا یی قصدآ په دستکول کی چاقو پټ کړ تر څو زما لور پری ونیسی.)
له هغه وخته چی نورون نیول شوی، مور یی یوازی یو ځل توانیدلی چی ورسره وګوری او هغه هم په محکمه کی دننه کله چی قاضي فیصله اوروله. قاضي نورون پدی تور چی ګواکي نورون غوښتل د چاقو پواسطه مرګ ژوبله رامنځته کړی د شپږو میاشتو لپاره په بند محکوم کړه او اوسمهال د اسراییلو Adult Prisonیا د لویانو په زاندان کی شپی ورځی تیروی.
د نورون له توقیف کیدو یوه میاشتی وروسته نورون د یو زنداني په مرسته چی له زندانه خوشي شوی و خپلی مور ته په پټه یو لیک واستولو.
مور یی وړاندی وویل، (د اولادونو زړونه می په زاندان کی ډیر په تنګ شوي دي. دا فکرونه او سوچونه می ډیر ځوروی. همیشه خپلو بچیانو ته دعا کوم.) لور یی په لیک کی لیکی ( زندان ډیر بد ځای دی. موری کاشکی همدا اوس ستا په څنګ کی ناسته وایی. خدای دی وکړی چی له روژی مخکی در خوشی شم تر څو اختر تا سره یو ځای تیر کړم.)
پداسی حال کی ثنا د خپلو زامنو سره یو ځای خو د خپلی لور نه لیری د روژی مبارکی میاشتي لپاره امادګی نیوله، اسراییلي ځواکونو یی په کور حمله وکړه او د ثنا دواړه نور زامن یی هم ونیول.
ثنا دا پیښه داسی بیانوی، (مشر زوی می د کړکۍ څخه د باندی کتل چی اسراییلي پوځیان یی ولیدل. نیمه شپه وه چی دا پیښه وشوه. زما زوی پوه شو چی پوځیانو زمونږ کور محاصره کړی دی. زوی می راته وویل چی لاړه شه کالي دي بدل کړه عسکر راروان دي. شیبه لا نه وه تیره چی عسکرو زمونږ د کور دروازه راماته کړه او د خپلو سپیانو سره راننوتل. کله چی زه پوه شوم چی پولیس زما زامن له ځان سره بوځی نو عذر او زارۍ می ورته وکړی چی ما هم درسره بوځۍ. ما خپلی لور ته ورولۍ. ډیره به ښه وی چی له خپلی لور سره یو ځای په زندان کی واوسم خو نه چی پدی کور کی یوازی واوسم…نو پدی کور کی د څه لپاره واوسم؟ پدی کور کی خو زما نور هیڅ هم نشته….. زه دلته د څه لپاره واوسم؟؟ پدی کور کی نور زما څه دي….. بس همداسی یوازي ناسته یم او د خپلو اولادونو تصویرونه می مخی ته پراته وی.)
دا اوله چاپه یا حمله نه وه چی اسراییلي ځواکونو زمونږ په کور وکړه. زما محمد یی د دوهم ځل لپاره ونیوه. کله چی محمد ۱۷ کلن و نو بی له کومی محکمی او جرم یی د یو کال لپاره بندي کړی و. مور یی له همدی ویریدله چی زوی یی د پلار پشان د کومی پیښی سره مخ نشی. نو همهغه و چی ثنا بلبل خپل زوی مصر ته د زده کړو لپاره ولیږه.
ثنا وایی ( د زوی د استولو په اړه می پریکړه کول راته یو ډیر ستونزمن او سخت کار و. خو ما یوازی غوښتل چی زوی می په امن اوسوله کی وی تر څو د خپل راتلونکی ژوند لپاره یو څه وکړی.)
محمد په مصر کی د شپږو کالو لپاره ستوماتولوجی یا د غاښونو طب ولوست او یو کال وړاندی خپل کور ته بیرته راستون شو او بیت لحم ښار کی یی د غاښونو یو کلینک پرانیست. ثنا وایی: ( زوی می زما تکلیفونه او ستونزی نه وی هیری کړی چی په څه ډول می په هغه زده کړی وکړی نو د همدی امله بیرته خپل کور ته راستون شو تر څو د خپلی کورنۍ ملاتړ وکړی. زوی می غوښتل چی پیسی پیدا او جمع کړی تر څو زمونږ لپاره یو کور جوړ کړی. زمونږ دا کور ډیر زوړ او وړوکی دی.)
د ثنا بل زوی محمود په خپلو زده کړو بوخت دی غواړی چی په ارواپوهنه کی لسانس واخلی. د محمد تازه پیل شوی کار (د غاښونو کلینک) د ثنا څلور کسه کورنۍ د ګټی او عاید یوازینۍ منبع وه.
ثنا نه پوهیږی چی د خپلو اولادونو د بند په دوران کی به څنګه ژوندۍ پاتی شی. ثنا بلبل د بیتلیهم ښار د ژبو په یو تعلیمی مرکز کی د عربی ژبی استاده ده. معاش یی بسنه نه کوی ځکه چی مجبوره ده په زندان کی د خپلو اولادونو د شخصي مصرف لپاره هغوۍ ته پیسی ولیږی. د خپلو اولادونو لپاره زیاته اندیښنه کوی.
ثنا بلبل پداسی حال کی پر مخ یی اوښکی رابهیدلی وویل، (هیڅ پیسی نه لرم چی اولادونو ته می یی ولیږم. دا رمضان خو زما لپاره د خوښۍ نه بلکی د غم او درد میاشت ده. هر څه برباد شول. نور زما زغم هم پای ته رسیدلی دی.
زما خبره:
له سوریی نیولی تر افغانستانه، او له عراقه نیولی بیا تر سومالیا د ټولو غم او درد یو دی. شاید یوه افغانه مورتر بل هر چا د یوی سوریایۍ یا فلسطینۍ مور درد او غم بهتره درک کړی. خلاصه، دا اختر به څه اختر وی چی اکثریت مسلمانان د ویر او غم په ټغر ناست وی، مور، زوی، پلار، خور، ورور او لور یادوی.
د یو خوشحاله، باشعوره، سوله ایز، جهان شموله، دور اندیشه، نیکمرغه، غیر جنګي او عصري انقلابي اسلامي تفکور او لید لوري په هیله تر څو لومړی د ټول مسلمان ملت او بیا د ټولی نړۍ په خیر او ګټه وی!
طارق جهان