د جوزا پر لسمه، د روژې پنځمه وه؛ د چارشنبې سهار، پر اتنیمي بجې، د کابل ښار زنبق څلور لارې ته نژدې، پر مسلمانانو، د موټر- بم چاودنه وشوه؛ تر سلو تنو، فرضه روژه په خوله، افغان مؤمنانو څخه خوږ ژوند، د خونخورۍ په لېونۍ تنده سره واخیستل شو؛ د ډېرو د مرګ و ژوند پته ورکه شوه او تر پنځو سوو پورې، د نورو وطنوالو په وجود کې مو سره پرهارونه جوړ کړه شول؛ د دوه کیلو متره مربع په شعاع، شاوخوا سیمه یې یو مخ تخریب کړه؛ د لومړني تخمین له مخې یې، یو میلیارډ افغانۍ مالي زیان واړاوه او دا مبلغ د څلور میلیارډه اټکل ته ور لوړېدای شي؛ تر سلو زیات موټر تخریب شول؛ په دې توګه، پر افغان مسلمان ولس د محشر ساعت نوی کړه شو.
آزادۍ راډیو د الجزیره ټلویزیون په ادرس، همدارنګه، ایرانۍ -العالم ویبپاڼې- د لبناني -المیادین ټلویزیون- له قوله وویل چې د دې ژورې تراژیدې فاجعې ویاړ، د اسلامي دولت ډلې (داعش) ځان ته منسوب کړ خو په نورو رسنیو کې یې بیا مدعي ورک شو؛ طالبانو دا برید وغانده او د افغانستان د ملي امنیت ادارې پر پاکستان مېشتې حقاني تروریستې ډلې تاوان کړ چې یوازې یې د -آی. ایس. آی- د دولتي توان په مرسته امکان لرلای شوای.
دا دومره بې سابقې بشر ضد جنایت وو او د وحشت د ډار کچه یې دومره لوړه وه چې آن هغه ډاروونکې ډلې یې هم له مسؤلیت منلو وډارېدلې چې له ډار ترور، وحشت او جنایته عبارت دي؛ انتحار و قتل عام یې تر قیامته اولین و آخرین انتخاب دی؛ په دومره په ډاروونکي ډول، له انسانیته فارغ دي چې اول په ځان اور لګوي، بیا په جهان.
ټول بشر، له شکه پرته، د یقین په اوج کې پوهیږي چې طالبان، حقاني ډله، داعش، القاعده، په افغانستان کې شل ترهګر ګروپونه او د دنیا ګرد ترهګر، یوازې یوه، یوازنۍ مشترکه وجه لري او هغه له انسانیت سره نه رغېدونکی حساسیت دی؛ دوی تر قیامته، نه بل مسؤلیت لري او نه هم ماموریت، پرته له دې چې د ځمکې له کرې څخه د انسان بوی ورک کړي؛ دا ماموریت نه بشپړېدونکی دی؛ دا ماموریت تر قیامته دوام لري او دوی دومره په مرګ ور ته متعهد دي چې د تداوم لپاره یې، په اول ګام کې، خپل ځان، خپل اولاد او خپل خپلوان وژني، بیا وطنوال او په نهایت کې ټول دنیاوال؛ دا بېخي یو بل ډول ماموریت دی چې د منطق لپاره یې هر ډول پوښتنه، د سر غوښتنه کوي.
د وزیراکبر خان مېنې پېښې، که په فزیکې ډول، پر غونډ کابل زلزله راوسته نو په روانې توګه یې، د ټول افغانستان او جهان روان ته ټکان ور کړ؛ د ملګرو ملتو په شمول، د نړۍ ټولو لویو او اکثرو وړو هیوادو یې کلکه غندنه وکړه؛ د فرانسې د ایفل برج څراغونه ګل کړه شول او د غندنې په لړ کې یې، یو لوی طنز هم پېښ شو، هغه دا چې تر نورو اول، تروریزم پالونکي او د یادې غمیزې اصلي عامل –پاکستان– هم د تمساح اوښکې توی کړې.
تر دې فاجعې مخکې، د مبارکې روژې پر اوله هم، په خوست ولایت کې، پر کابل اډه، چې طبعاً د عامو انسانانو د ګڼې ګوڼې ځای دی، پر عینې اتنیمې بجې، ورته د موټر- بم برید وشو؛ زموږ د اتلسو مؤمنو وطنوالو په شهادت سره یې، زموږ اتلس مسلمانې کورنۍ د ناتمام ماتم پر ټغر کښېنولې او څلور تنه نور یې د سرو زخمو په سرو غالبوزو وچیچل؛ د دې له زغمه وتې غمیزې افتخار بیا، د طالبانو اسلامي امارت خپل نصیب وباله.
د روژې په شپه، افغان ولسمشر -محمد اشرف غني- د روژې د عظمت په درناوي، په خپل پیام کې، پر ټولو هغو جګړمارو، چې د اسلام ساتنې په ادعا، افغان ولس د مسلسل سوخت او دوک په اور کې سوځوي او افغانستان په تخریب پسې تخریبوي، ږغ وکړ چې که نور وخت له جنګ و چنچاله خوند اخلي نو لږترلږه خو دې د اسلام د دې سترې و سپېڅلې اساسي پایې (روژې) شان ته د درنښت په پار، د مؤمنو افغانانو له ټولوژنې او د هغوی د خیمو و جونګړو له ورانونې څخه یوڅه لاس ور ونیسي؛ خو پوهېږئ! چې د اسلام د لارې دې غازیانو(!) یې په جواب کې څرنګه یوه اسلامي اعلامیه خپره کړه؟ خامخا به مو لوستې و اورېدلې وي:
د پاکستانۍ ورځپاڼې -ډیلي ټایمز- د راپور له مخې، طابانو د افغانستان د ولسمشر د غوښتنې او د خوست له تروریستي بریده څو ساعته وروسته، هر راز اوربند، یو مخ رد کړاو ویې ویل چې د دوی جنګ د الله له لوري فرض کړه شوی جهاد دی او د هر فرض اداینه، د روژې په مبارکه میاشت کې، د نورو عادي ورځو په نسبت، اویا واره زیات ثواب لري؛ دوی ادعا وکړه: هغوی چې موږ ته د روژې په مبارکه میاشت کې، د جګړې د بسولو نصیحتونه کوي، له دین حخه خبر نه دي.
طالبانو په تېرو کلونو کې هم، په بیا- بیا، په روژه کې، نه یوازې د افغانانو د نه مرګ- ژوبلې او هیواد نه ورانولو غوښتنې رد کړي، بلکې لا یې د جهاد په نوم، محشر خېز ترور ته نور هم، زور پسې ور کړی دی.
مسئله:
سیاسي اسلام، د مستبدو واکمنو او د اسلام ساتنې په ادعا، د ترهګرو په لاس کې، هغه خطرناکترینه وسیله ده چې د تاریخ په اوږدو او په تېره بیا زموږ په زمانه کې یې، تر هر چا مخکې اسلامي نړۍ او بیا غونډ بشر ته مرګونی ګواښ پېښ کړی دی؛ له سپېڅلي اسلامي دین څخه د سیاسي وسیلې په صفت، د نجسترینې استفادې نتیجه، همېشه دا راختلې ده چې:
یو- مطلق العنان مستبد مسلمانان، په شیطاني واک کې پاته شوي او له کفري نړۍ سره یې بشرضد شیطاني معاملې کړي؛ لکه، د ثور پر ۳۱- مه= می ۲۱- مه چې مو یې، د مسلمانانو د قبلې په زړه (ریاض) کې، د اسلامي کنفرانس مهال، د سعودي عربستان او امریکا تر منځ ننداره وکړه؛ یا یې له ۱۹۴۷ کال څخه، د مسلمان پاکستان او امریکا تر منځ وینو چې پرون یې پر افغان- شوروي جهاد، بیا طالب- مجاهد جهاد او نن طالب- افغان جهاد باندې ګټې و مزې اخلي او….
دوه- د اسلام مقدس دین، په یوه نړیوال تروریستي مسلک او مسلمانان په تروریستانو سره معرفي شوی، داسې چې نه یې پر ځان د ذره رحم څرک لګیږي نه پر جهان؛ نه پر کفر له یرغله مخ اړوي نه پر اسلام له غوبله؛ البته تر کفارو یې زیات مسلمانان پر مرګونې بلا اړولي چې د افغاني، سیمییزو او نړیوالو، هر ورځنیو غمیزو په سلسله کې یې، د خوست او کابل وروستیو بشري ناورینو ته اشاره کولای شو چې آیا، پرته د مسلمانانو له قتل عامه، یو کافر لاهم پکښې ووژل شو؟ هره ورځ په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، مصر، پاکستان، ټول منځني ختیځ، منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او…. کې څوک ډېر خرابیږي؟ مسلمانان که کفار؟
درې- د اسلامي نړۍ له ناتمام بحرانه، تل لویو، په اصطلاح کفري دولتو، د خپلو نړیوالو لویو سیاسي لوبو د تداوم لپاره، دومره ناروا استفادې کړي چې په نسبت یې خپل داخلي فرصتونه، ظرفیتونه او شرایط هومره په ښه نه دي ورغلي؛ مثال: که د مسلمان پاکستان او مؤمنې عربي نړۍ، د اسلامي سیاست په مرسته، د افغانانو د جهاد سرشاره جذبه نه وای نو امریکا به د خپل یوازني سیال –شوروي اتحاد- د نه تمېدونکي سره سیلاب مخه څنګه نیوله چې غونډ غرب ته یې د غم ټغر ور غوړولی وو؟ او نن که بیا، امریکا خپل بیا راپورته کېدونکي ممکنه ګواښ –روسیې- ته داعش ور و نه ښکاري او په مقابل کې یې روسیه طالب جنګ ته ور و نه باسي نو دوی به یو د بل پر ضد، خپله نړیواله ناانساني سیالې، د دغو مسلمانانو له ګرمو وینو پرته، بل په کومو امکاناتو، په لاښه سټایل سره متداومه کړای شي؟
پنځه- مسلمانان یې په خپلو کې، یو د بل پر ضد، د هماغه یوه دیني نص او سند پر اساس، د کفر فتواوو ته سره درولي او پر یو بل باندې یې، تر قیامته د جهاد دوام ته ملاوې سره ور تړلي دي؛ نور تفصیل یې خبره اوږدوي خو یوازې د روژې مبارکې د رحمت په اولو ورځو کې، په خوست کې د طالبانو او کابل کې د داعش، دوې د غضب بېلګې کفایت کوي چې د مسئلې په ماهیت مو ښه سم سرونه خلاص شي.
د سني و شیعه تر منځ تکفیري تمایلات به یوې خوا ته کړو، همدا یو د اهل سننو (طالب او داعش) تر منځ د کفر فتواوې او پر یو بل جهاد، څوک څنګه تحلیل او توجیه کوای شي؟
طالبانو خو د ولسمشر غني د اوربند په غبرګون کې وویل چې تاسو په دین خبر نه یاست؛ په روژه کې هر نېک عمل تر عادي ورځو اویا واره ډېر ثواب لري؛ که له دین څخه د طالبانو د خبرتیا دلیل دا وي چې په خوست کې د مسلمانو افغانانو پر ټولوژنه، له خدایتعالی څخه د اویا ځلي زیات ثواب تمه لري نو بیا ولې داعش، چې د دوی له نظره، دا ډله هم له دینه ناخبره ده، په کابل کې ټیک هماغه کار کوي لکه دوی چې یې په خوست کې کوي؟
که د طالب او داعش دواړو له نظره، د روژې د رحمت په ورځو کې، د افغانانو پر قتل عام اویا واره زیات ثواب مرتب وي، بیا خو داسې ایسي چې دا دواړې، د اسلام د حقیقي تعبیر او دفاع مدعي ډلې، د یوه دیني نص پر بنسټ، یو هدف تعقیبوي نو ولې د اسلامي اخوت په حکم، د یو بل وژلو پر ځای، یو بل په غېږ کې نه سره نیسي؟ او ولې د افغانانانو د مرګ- ژوبلې تر څنګ، په خپلو کې، یو د بل پر بې عزتې هم، له خدایتعالی څخه د اویا ځلې ډېر ثواب هیله لري؟ چې د دې تناقضاتو د حل منطق و میکانیزم به څه وي؟
زموږ په نظر، مفکر او په ژبه پوه مسلمانان باید د ترهګرو له سیاسي لاسه، د اسلام سپېڅلې وسیله واخلي ځکه دوی، له دې وسیلې پرته، د خپلو وحشتو و جنایتو د تداوم لپاره، بل هیڅ امکان نه لري.
که څه هم، طالب، داعش، القاعده او ورته نورې ډلې، په خپل منخو کې هم، پر یو بل د الحاد، انحراف او تکفیر پخې ټاپې وهي او یو د بل پر هستۍ و ناموس، له هیڅ رنګه یرغل و غوبل څخه ستړیا نه محسوسوي خو دوی بیا په ګډه، بیرته د هغه چا پر ضد، د سیکولر، ملحد، منحرف او ورته نور شعارونه ور کوي چې دوی د دین د اصلي بدناموونکو په توګه رسوا کوي او له چټلو منګولو څخه یې د دین مقدسه وسیله باسي.
بدلون اونیزه/دریم کال/پرلپسي ۱۲۵ مه ګڼه/سرلیکنه
2017/May/28