ظهورالدين کمال –کابل
۱۳۹۲/ ۵/ ۱۵
تېره ورځ د رمضان المبارک په اووه ويشتمه د دوشنبې په ورځ د روژې مبارکې مياشتې په وياړ د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې په نوښت نعتيه مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره چې دکابل ټولنيز کلتوري مرکز مرکز (کابل ميديوتيک) په همکارۍ او د شمشاد راډيو په رسنيزه همکارۍ جوړه شوې وه، لسګونه شاعرانو په کې خپل نعتيه کلامونه واورول.
غونډه چې د وياندۍ چارې یې محمد واصل وصال تر سره کولې، د نورګل شفق له خوا د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه. ور پسې د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې مسؤل ښاغلي سائر ځلاند د غونډې پرانستونکې وينا وکړه.
سائر ځلاند په خپلو خبرو کې دداسې غونډو د جوړېدو په موخه د ټولنې پر ژمتيا خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنه په راتلونکي کې هم د ورته نورو غونډو تابيا کوي. سائر ځلاند د نعتيه مشاعرو په ارزښت هر اړخيزه خبرې وکړې او زياته يې کړه: ((په ادبياتو کې رومان، حماسه، حمد، نعت او نور ټول يادېږي. نعتيه شاعري زموږ د پښتو ژبې يوه ستره برخه جوړوي. او دې برخې ته تر اوسه ډېره پاملرنه نه ده شوې. شاعران او ليکوالان يواځې د کتابونو په سر کې د تبرک په موخه نعتيه کلامونه راوړي او په دې وروستيو کې خو اکثره شعري کتابونو کې هغه هم له پامه غورځول کېږي. په يوه اسلامي ټولنه کې د اسلام دستر لارښود ستاينه او د هغه په اړه نعتيه کلامونه جوړول خورا ارزښت لري. ))
ورپسې د کابل ميدیوتیک مشر ښاغلي محمد عاطف فقيرزاده خبرې وکړې او د داسې غونډو د جوړولو لپاره يې د خپلې هر اړخيزه همکارۍ ژمنه وکړه.
د ميديوتيک کابل مسؤل داهم وويل چې د يادې ټولنې سره په راتلونکې کې هم د همکاريو لړۍ جاري ساتي.
د نعتيه کلامونو او تصوف په اړه د نورستان پخواني والي جمال الدين بدر خبرې وکړې او د نعتيه کلامونو په ارزښت وغږېده چې د همده له خبرو وروسته ځانګړې نعتيه مشاعره د ښاغلي محمد الله کمال په نعتيه نظم پيل شوه چې لسګونه شاعرانو په کې نعتيه کلامونه وړاندې کړل. غونډه د روژه ماتي په وخت د ښاغلي محمن حسن حقيار له خوا د دعائيه په ويلو سره پای ته ورسېده.
ياده دې وي چې د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې له دې وړاندې هم ورته نورې ځانګړې غونډې جوړې کړي دي او دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د روژې د مبارکې مياشتې په وياړ داسې ځانګړې نعتيه مشاعره جوړوي. ميديوتیک دفتر او شمشاد رسنيز مرکز هم د دې ټولنې سره تل همکاري کړې.