د روښانتیا

په سیمه کې د سترې لوبې بیا پیل/ وړاندي کوونکی: ډاکټر عبدالقیوم مومند/ دوهمه برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳

نېټه: د ثور پنځه ویشتمه، ۱۳۹۳

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

ولې په افغانستان کې د بن لادن مسئله مطرح نه وه؟

دا ډېره مهمه موضوع ده چې زه وایم په افغانستان کې د بن لادن مسئله مطرح نه وه، تاسې که وګورئ په سیمه کې له هندوستان نه اوس یو لوی قدرت جوړ شوی.

چین، روسیه هم یو قدرت دی، ایران د امریکا یو مخالف حکومت دی، پاکستان هم د تلې په درونوالي پسې روان دی خو دا ټول قدرتونه د امریکا لپاره نظامي، ستراتیژیک او اقتصادي مشکلات پیدا کولای شي.

نو د دغو هېوادونو د کنټرول، څارنې او پر نظامي اقتصادي پرمختګ یې د پوهېدلو لپاره امریکا اړه ده چې په دې سیمه کې موجوده وي.

د امریکا دا اړتیا یوازې د ا فغانستان له خاورې پوره کېدای شي ځکه د افغانستان خاوره د ټولو په منځ کې پرته ده، چین، روسیه، ایران، شمالي جمهوریتونه او پاکستان ترې په اسانه کنټرولېدای شي نو زه ځکه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې امریکا دا لویه لوبه یو ځل بیا د ستراتیژیکو اهدافو د څارنې او د اقتصادي اړخ ( د ګازو او نفتو د استخراج) د ټرانسپورټ په لاس کې اخستلو لپاره روانه کړې ده.

ستاسې سره به پوښتنه پېدا شوې وي چې ښه نو د امریکایي عسکرو د پاتې کېدو دلیل څه دی؟ ځکه کله چې یو نړیوال قوت د ۱۵۰ زره عسکرو په زور ونه توانېږي چې په یو مملکت کې سوله رامنځته کړي، نو دوی به دا کار د لس زره عسکرو په موجودیت کې څنګه وکړای شي؟ بله دا چې په ستراتیژیک تړون کې هم دا خبره نشته چې امریکا به د افغانستان له ارضي تمامیته دفاع کوي.

نو زه وایم بېرته خبره ستراتیژیک موقعیت ته ځي، چې د لویې لوبې یوه برخه ده. د افغانستان ټاکنې هم د لویې لوبې یوه برخه ده. که نړیوال وغواړي په افغانستان کې شفافې ټاکنې وشي دا ورته هېڅ مشکله نه ده، دوی خپلې ټاکنې د کمپیوټر په مرسته کوي، کولای شي زموږ سره هم دا سیسټم شریک کړي، خو نه یې کوي.

بیا هم وایم چې لوبه روانه ده او د افغانستان لپاره د دې لوبې عواقب ډېر خطرناک دي؛ په دې لوبه د افغان ولس پوهېدل ډېر مهم دي ځکه د یوې مسئلې ظاهري شکل ته کتل زموږ د هېواد بنسټونه له منځه وړلای شي. د ګلوبلایزیشن مخه څوک نه شي نیولای، خو باید د ملي ګټو په چوکاټ کې ورسره ځان عیار کړو.

د ګلوبلایزیشن مخه نیول امکان نه لري، اما د ځان عیارول ورسره امکان لري، ځکه مالیزیا او انډونیزیا همداسې کړي دي.

سوالونه او ځوابونه:

محمدیار: تاسې وویل موږ نه شو کولای چې د نړیوال سیلاب یا ګلوبلایزیشن مخه ونیسو، اما افغانستان همېشه هم د جنګ ډګر پاتې شوی، هم له افغانستانه د جنګ لپاره د خیز د تختې استفاده شوې. د افغانستان واکمنو همېشه ټکر کړی، په نتیجه کې یې یو لوی قوت بل مات کړی، خلکو ته یوازې کونډې او یتیمان پاتې دي، اوس د دې لویې لوبې په مقابل کې افغانانو ته څه ډول عاقلانه تعامل پکار دی؟ چې افغانان له دې لویې لوبې د یو فرصت په توګه استفاده وکړي؟

ځواب: که د دې پوښتنې ځواب هر چا ووایه، باید د نوبل جایزه ورکړل شي؛ خبره دا ده چې د نړۍ په سیاست کې هره ټولنه د نورو په لوبو کې د ځان لپاره یوه لوبه جوړوي.

موږ د جهاد په وخت کې کولای شول چې دا لوبه څه نا څه په خپله ګټه راواړوو، خو موږ هوښیار مشران نه درلودل، ټول په شخصي ګټو پسې ګرځېدل. زه فکر کوم په اوسني حالت کې دا مملکت بې خاونده دی.

په دې مملکت کې یو خاوند یا مالک پیدا کول پکار دي. له امریکایانو سره زموږ په جنګ کې ګټه نه ده یا ور سره دښمني وکړو، موږ باید امریکا ته قناعت ورکړو چې په اوسني شکل یې دلته موجودیت نه په خپله ګټه دی او نه هم زموږ.

افغانستان همېشه له امریکا سره د اړیکو غوښتونکی و، اما دوی یوازې په ۱۹۴۲ کې دلته خپل سفیر اینګر برډ راواستاوه او هغه هم د دې لپاره چې د جرمنیانو خلاف په افغانستان کې یوه جبهه پرانیزي او هغه ورسره افغان حکومت ونه منله. سردار داوود هم تر ۱۳۵۲ پورې بیا له دوی سره د اړیکو جوړولو هڅه وکړه، خو دوی بې پروا وو، بالاخره چې سردار داوود له روسانو سره لاس یو کړ او مرستې یې ترې واخیستې.

سردار نعیم خان یو وار په امریکا کې د سیاسی هیئت په نماینده ګۍ له هغوی غوښتي وو چې زموږ پوځ ډېر کمزوری دی، که راسره نظامي مرستې ونه کړئ، خپل خلک مو که راپسې راپورته شي هم حکومت له منځه وړلای شي، ځکه مجبور یو چې روسیې ته لاس ورکړو. امریکا ورته د توهین په توګه ویلي وو چې ها دا واخله د روسیې د سفارت تلیفوني شمېره او مرستې ور نه وغواړه.

که امریکایان رښتیا دلته د سولې راوستو مقصد ولري او موږ یې تر دوی هم زیات نیت ولرو، نو له دوی سره باید د خبرو اترو له لارې د مقاومت مسایل داسې مطرح کړو چې دا پردي خلک نه دي او په دوی کې اکثریت یې افغانان دي.

طالبانو د افغانستان حکومت له لاسه ورکړی و، ځېنې اشتباهات یې لرل، مګر باید روغه وشي. د روغې له لارې کولای شو چې مخته ولاړ شو.

بل دا چې که په اوسني شکل امریکایان په افغانستان کې اډې ولري، نو دا اډې د جګړې د دوام نښه ده، امریکایان باید له افغانستانه یو وار ووځي، بیا یې که حکومت ورسره معاهده کوي، نو له خلکو سره به د اشغال ذهنیت نه وي. په سیمه کې د امریکا حضور دافغانستان په ګټه دی، ځکه موږ په همدې سیمه کې د ایران او روسیې له تاثیراتو نه ځان پرې وژغورلای شو.

اما امریکا د پاکستان په مقابل کې، چې هغه یې ښه ملګری دې له موږ سره هېڅکله نه درېږي.

د امریکا حضور هغه وخت مهم دی چې یو ځل سوله رامنځته شي او بیا وروسته د نورو توافقاتو پر اساس په افغانستان کې ځای ورکړل شي.

ګلپال حسن: تاسې په خبرو کې وویل چې د امریکا ملت نه غوښتل پر افغانستان حمله وشي، اما دا کار وشو، تاسو څه وایاست چې له خپل ملت سره د کوم توافق پر اساس دا کار وشو او هغوی بیا غلي پاتې شول؟

ځواب: په امریکا کې سیاست دا معنا نه لري چې حکومت هر څه کوي هغه به د ملت په خوښه ترسره کوي، دا کار د نورې نړۍ په هېڅ دولت او حکومت کې نه دی ترسره شوی.

حکومت له ټاکل کېدو وروسته خپل کار په خپله کوي؛ ملت ته هغه وخت غوږ نیول کېږي چې د سیاستوال څوکۍ په خطر کې وي او فشار پرې راشي، کله چې امریکايي ملت پر افغانستان حمله رد کړه اما بش خپله پالیسي لرله، هغه همغه پالیسي پلي کړه؛ په دې کې هم ډیموکراټان دخیل وو او هم جمهوري خواهان، البته حکومت به د جمهوري خواهانو په لاس کې و، خو ډیموکراټان د خپل ملت د بقا لپاره ورسره ملګري شول.

پوښتنه: ایا امریکا له حملې وروسته په افغانستان کې خپلې غوښتنې پوره کړي او که نه؟ ایا د خپلو اهدافو لپاره یې افغانستان ته راتګ یوه ډرامه نه وه؟

ځواب: د دوی ستره دعوه دا وه چې په افغانستان کې القاعده، ‌طالبان او بن لادن له منځه وړو. اوس یې دوې دعوې د القاعده او بن لادن د له منځه وړلو پوره شوي، یوه یې پاتې ده.

طالبان له منځه ولاړل، اما بېرته جګړې ته راپورته شول او دا د امریکا پوره بریا نه شو ګڼلای، بن لادن هم لس کاله وروسته په پاکستان کې ووژل شو، القاعده په افغانستان کې شاید له منځه تللې وي خو په نوره نړۍ کې لا هم شته، په لنډه توګه دا ویلای شو چې امریکایان په خپلو اهدافو کې ناکام دي.

زما د ننني لکچر دعوه هم دا ده چې بن لادن، القاعده او ‌طالبان د امریکا لپاره مطرح نه وو، بلکې اصلي مقصد په سیمه کې ستراتیژيکې او اقتصادي ګټې وې.

پوښتنه: تاسې په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان انتخابات د لویې لوبې یوه برخه وه، زما پوښتنه په دې ځای کې ده چې د لویې لوبې مخته وړونکی یو هېواد یا امریکا ده که د هند، چین او روسیې لاس هم په کې ګڼلای شو؟

ځواب: موږ همېشه ګورو چې د لوبې لپاره یو ټیم وي او بیا د ټیم یو خاص مشر وي نو د اوسنۍ لوبې په سر کې دامریکا متحده ایالات دي.

اوسنۍ اکثره پالېسۍ د امریکا د ګټو پر اساس مطرح کېږي او لوبه د امریکا ده، نور هېوادونه بیا د خپلو ګټو په خاطر له دوی سره لاس یو کوي، خو د سر لوبغاړی دومره صلاحیت نه ورکوي چې د کوچنیو هېوادو ګټې بیرته د لوبې د مشر په تاوان تمامې شي.

په اوسنیو انتخاباتو کې هر هېواد خپله برخه لاس او خپله برخه رول ولوباوه، تاسې ولیدل چې لا انتخابات معلوم نه ول، اما پاکستاني رسنیو د دوی د پخواني سرسخت مخالف عبدالله په اړه وویل چې ټاکنې یې ګټلې دي.

د لوبې اصول دا دي چې په لوبه کې وفا او ملګري نشته، تر یو ځایه دوستان، دوښمنان کېږي.

روسیه او امریکا مخالفان وو، اما چې روسیه ماته شوه او امریکا ته احتیاج شوه، نو د هغوی د پالېسۍ هرکلی به یې کاوه، په افغانستان او عراق کې یې د امریکا د برید مخالفت حتی ونه کړ.

اما اوس چې روسیه پر خپلو پښو بېرته درېدلې، نو امریکایان نه پرېږدي چې سوریې ته داخل شی یا هم په اوکراین ور ننوځي.

محمدیار: ډاکټر صیب! (د ۱۳۹۳کال) انتخابات په نړیواله او داخلي کچه د متخاصمو قطبونو په اتفاق نظر سره وستایل شول او دا یوه ملي حماسه او بیداري وبلل شوه، اما تاسې چې ورته د لویې لوبې په سترګه ګورئ فکر نه کوئ چې په دې اړه به د عامو افغانانو نظر منفي طرف ته واوړي؟

ځواب: دلته دوې خبرې دي:

انتخابات ځکه ستایل کېدل چې دا د همدوی لوبه وه، یو څه چې څوک مخته بېول غواړي، نو باید هرکلی یې وکړي او ملي بڼه ورکړي.

که د افغانانو زیات اشتراک ته نظر وکړو، نو واقعاً افغانانو په ډېر زړور توب او اخلاص په دې پروسه کې برخه واخیسته؛ دوی فکر کاوه چې د ټاکنو د پروسې له لارې به وکولای شي چې په ټولنه کې د بدلون لپاره لار پرانیزي، مګر اوس زه داسې احساس کوم چې د دوی له احساساتو، فکر او غوښتنو سره لوبه شوې ده.

محمدیار: ښه نو چې انتخابات د لویې لوبې برخه وګڼو، د افغانانو لپاره به د انتخاباتو بدیل څه و؟

ځواب: په اوسنیو شرایطو کې خو یې بل بدیل نشته ځکه سیسټم داسې راجوړ شوی، چې باید دوی ترې انتخاباتو ته ولاړ شي او له هغې لارې په حکومت کې تغیر راولي.

که داخلي نظام ته وګورو عبدالله د سولې مخالف او غني یې یو څه پلوي دی اما ‌طالبان وایي، زموږ جګړه له امریکا سره ده، او دا نور د امریکا خلک دي.

کله چې خبره داسې مطرح کېږي نو بیا به که سوله کېږي هم نو هغه به د امریکا او طالبانو تر منځ کېږي.

خو ما یوه مقاله لیکلې او په هغې کې مې د سولې لپاره پر درې سټیپونو باندې بحث کړی دی:

اولین ګام باید دا وي چې امریکا او ‌طالبان په خپل منځ کې نېغ په نېغه خبرې وکړي، په داسې حال کې چې هېڅوک یې تر منځ نه وي.

دوی په خپلو کې سره ناستې کړي، بیا به هم کېني، خو ښه خبره به دا وي چې دوی په خپلو کې سره ژر کېني او دا مسئله یوې خواته کړي.

په دوهم پړاو کې چې د دوی خپلمنځي مشکلات حل شول، نو امریکایان، طالبان او حکومت (په حکومت کې دخیل ټولنې، احزاب او قطبونه) باید سره کېني او پاتې مشکلاتو ته د پای ټکی کېږدي.

په درېیم پړاو کې بیا دا درې واړه قوتونه له پاتې قطبونو لکه مدني ټولنې او نور ګوندونه باید سره یو تر بله کېني او پاتې ستونزې دوی حل کړي.

په دې میکانیزم کې کولای شي نړۍ مثبت رول ولوبوي، دوی د دې ملت اړتیاوو ته ځواب ووايي، مرستې او ملاتړ یې وکړي. نور بيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *