د روښانتیا

په سیمه کې د سترې لوبې بیا پیل\وړاندي کوونکی: ډاکټر عبدالقیوم مومند \دريمه برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

 بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

 نېټه: د ثور پنځه ویشتمه، ۱۳۹۳

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

پوښتنه: تاسې وویل یونیکال کمپنۍ د جګړې له کبله بېرته ولاړه، خو کله چې نوی حکومت راغی نو په لومړیو درې څلور کلونو کې خو امنیت و، ولې یې بیا دغه پروژه تر اوسه په ۱۳کلونو کې عملي نه کړای شوه؟

ځواب: بیا هم وایم چې د امنیت ستونزه وه او ده، تاسې وګورئ په ۱۹۹۲ کال چې مجددي قدرت ته ورسېد، په افغانستان کې ملوک الطوایفي حاکمه وه.

په هرات کې اسماعیل خان پاچا و، په شمال کې دوستم پاچا و، په جنوب کې پاچا خان ځدراڼ پاچا و او په کندهار کې ګل اغا شېرزی…مجددي یوازې د کابل په یوه وړه کوټه کې ناست و.

حکومت هغه وخت یو کار عملي کولای شي چې د هېواد پر هره برخه حاکمیت ولري. یوه خارجي کمپنۍ د کار لپاره هغه وخت علاقه پیدا کوي چې له یو معلوم لوري سره لاسلیک وکړي او د همغه یو لوري اصول پر ځای کړي.

یونیکال خو لا له بېلا بېلو برخو سره کوشش کاوه چې یو ځای یې کړي او له ا منیت وروسته دا پروژه عملي کړي خو ونه شوه.

په ۱۹۹۴ کې د افغانستان حالات بېخي خراب شول، په کابل کې له خوشال مېنې هېڅوک تر پل محمود خانه پورې نه شو تللای، نو په داسې حالاتو کې یونیکال پرمختګ نه شو کولای.

د همدې کال په پای کې چې طالبانو کندهار ونیو، نو وطن نیم شو؛ طالبان هم بریالي نه شول چې تر اخره پورې دلته یو قوي او حاکم نظام جوړ کړي.

هغه وخت د یونیکال کمپنۍ ګټه په افغانستان کې ممکن نه وه، نو ځکه یې پروژه هم عملي نه شوه.

د نوي حکومت په لومړیو څو کلونو کې نسبي امنیت و، خو که وګورو کومه ملوک الطوایفي چې د رباني او مجددي په وخت کې وه همغه بېرته دلته په همدې کلونو کې په نسبي توګه بیرته حاکمه شوه.

بېرته اسماعیل خان هرات ته، نور مزار ته، دوستم شمال ته، پاچا خان ځدراڼ جنوب ته او نور هم خپلو ځایونو ته ولاړل، تر څو چې حالات بېرته خراب شول.

د یونیکال پروژه دومره وړه خبره نه ده چې په یو کال کې عملي شي، ځکه نړیوال شرایط څېړي.

دوه درې کاله شاید د دغې پروژې په څېړنو ووځي، د پروژې د تطبیق لپاره ځمکه پرې کول، کانالونه په کې ایستل او نورې چارې یې هم ډېر وخت او پیسو ته ضرورت لري، دوی هغه وخت مجبوره وو چې هر چاته یې باج ورکړی وای نو دا د یونیکال په ګټه نه وه چې د سهامي شرکت په دغه حکومت کې هر چاته د هغه سهمیه او باج ورکړي.

میراحمد یاد:

زه دوه پوښتنې لرم، تاسې وویل په افغانستان کې د امریکا دوه ګټې وې یوه دا چې اقتصادي ګټې او بل د سیمې د قوتونو څارل، تر اوسه پورې خو امنیت نه شته د امریکا اقتصادي ګټې یا پروژې هم تاسې وویل چې عملي شوې نه دي، نو ایا اوس یوازې د سیمې د قوتونو د څارنې لپاره دلته پاتې کېږي؟

بل تاسې ولیدل چې په دې وروستیو کې د امریکا په مقابل کې افغانستان د امریکا له دښمنو لوریو لکه چین او روسیې سره علاقه زیاته کړې، دا به موږ ته څه تاوان ولري که ګټه؟

ځواب:

لومړنۍ پوښتنه خو دې خپله حل کړه چې امریکا اوس یوازې د سیمې د قوتونو څار ته پاتې او همدا یې هدف دی.

زه به پر دې بحث وکړم چې جمهور ريیس کرزی به غوسه شو امریکایانو به څه ور کړل او چې هغوی به غوسه شول، ده به ورته ګذشت وکړ؛ دا لوبه ده او د لوبې سیاسي هغه همدا دي.

کومې اړیکې چې افغانستان له امریکا سره لري، بدیل یې هېڅ یو حکومت نه شي پوره کولای؛ امریکا په اقتصادي او نظامي لحاظ یو قوي هېواد دی هر څه یې له لاسه کېږي، اما روسیه که افغانستان ته د امریکا خلاف وسله او مرستې ورکړي، نو زموږ ورسره دښمني تېره شوې، له دوی سره زموږ دښمني لا هم حل نه ده، اوس که په ظاهره له دغسې هېوادونو سره خبرې کېږي دا دومره د تشویش وړ نه دي. په اخره کې امریکا بېرته پر یوه لار روانه ده.

نبي ساحل:

تاسې وویل افغانستان همېشه د نړۍ لپاره یو خاص اهمیت لرلی. په جیو پولیټیک لحاظ خو افغانستان په هاټ لاین او ریم لاین مهمو سیمو کې نه راځي، نو بیا ولې او په کوم لحاظ افغانستان دوی ته دومره مهم دی؟

بله پوښتنه مې دا ده چې اوکراین خو په هاټ لینډ ساحه کې راځي، ځکه نړۍ ته مهم و، بل دا چې اروپا ته له دې لارې انرژي انتقالېږي، هلته که وضعیت دومره خراب شي چې اروپا ته انرژي انتقال نه شي، ایا دا به د افغانستان د ټاپي پر پروژه کوم اغېز ولري؟

ځواب:

افغانستان په ستراتیژیک لحاظ مهم دی او دا ځکه چې د افغانستان په شاوخوا کې چین، روسیه، هند او ایران د امریکا دوست هېوادونه نه دي پراته؛ د دوی د اقتصادي او نظامي قوتونو د کنټرول لپاره افغانستان امریکا ته ډېر مهم دی.

دا کار په پاکستان کې نه کېږي چې پاکستان یوازې له چین سره سرحد لري. له ایران سره به یې هم لري خو هلته پاکستان او ایران په خپلو کې پر سرحدي جګړه باندې اوړي.

بل د فاصلې مسئله هم ده، ځکه له مزار شریف نه چې ازبکستان، قزاقستان او نور کنټرولېدای شي، هومره له پاکستان، پېښور او بل ځای نه نه شي کېدای.

د ګازو او نفتو د لېږد مسئله هم دلته ډېره مهمه او اقتصادي ده، ځکه د امریکا د انرژۍ د معینیت د مشرې د خولې خبره ده چې په نړۍ کې د امریکا ټول اقتصادي بنسټونه د نفتو او ګازو د تولید، ټرانسپورټ او کنترول پر اساساتو ولاړ دي او دا باید له لاسه ور نه کړو.

څه موده وړاندې د نیو امریکن سنچري په نوم یو پروګرام جوړ شو، په هغې کې یې دا مسایل خورا روښانه کړل چې ولې امریکا غواړي په نړۍ کې اقتصادي کنټرولونه ولري.

د دې ټولو د ټرانسپورټ مسئله ځکه مهمه او ګټوره ده چې د نفتو او ګازو څومره ټرانسپورټ کېږي، کرایه به یې ترې اخلو.

د دې په لومړۍ مرحله کې زموږ خلکو ته کار پیدا کېږي.

په دوهمه مرحله کې چې هر څومره کیوبک ټنه نفت او ګاز له افغانستان تېرېږي، اجاره به یې اخلو.

درېیمه یې دا چې کرایه یې اخلو.

اما دا پایپ لاین یو څه جانبي عوارض هم لري، د افغانستان طبیعت ته نقصان رسوی، د هغې شاوخوا ځمکه له خطر سره واقع کېږي، کېدای شي پایپلاین وچوي، نو په شاوخوا کې یې کورونه په بشپړه توګه له منځه ځي.

خو که داسې پېښې رامنځته کېږي هم مسوولیت یې د کمپنۍ پر غاړه وي او موږ ته یې اقتصادي ګټې زیاتې پاتې کېږي نسبت تاوان ته.

پاتې شوه د اوکراین د شخړې خبره نو له هغې موږ ډېر لرې پراته یوو، موږ ته یې کومه ګټه نه ده متوجه، البته موږ ته یې په دې وروستیو کې دا نقص کړی چې د امریکا زیاته توجه اوکراین او سوریې خوا ته ده.

پوښتنه:

که امریکا ووځي، نو ایا افغانستان به رښتیا هم تجزیه شي؟

ځواب:

په افغانستان کې له شک پرته ځېنې کړۍ شته چې حتی پر وطن یې دا اوسنی نوم هم نه دی پېرزو، خو زه فکر نه کوم چې تجزیه به شي ځکه په همدې قومونو کې داسې خلک شته چې د وطن یووالی غواړي.

پښتانه هم د ټول افغانستان په شاوخوا کې خواره او پراته دي، د دوی له منځه وړلو باندې ډېرې هڅې وشوې، اما کامیاب نه شول.

که امریکا وغواړي افغانستان تجزیه شي، نو په دې کې شک نشته، هغوی یې تجزیه کولای شي اما بیا به دا جنګ دوام لري یا به د جنوب خلک ټول مري یا به شمال له ځان سره یو ځای کوي.

خو د تجزیه کېدو ویره هم هغه وخت ده چې امریکا په شمال کې پاتې شي، که دوی ووځي، نو بیا دا وېره هم نشته.

جاوید عابد:

تاسې د لویې لوبې خبرې وکړې، موږ څنګه کولای شو چې د افغانستان په ګټه په دې لوبه کې لوبه رامنځته کړو؟

ځواب:

زموږ ګټه په دې کې ده چې له امریکایانو سره تفاهم ته ورسېږو او قناعت ورکړو چې اوسنی موجودیت مو زموږ او ستاسو په تاوان دی.

هغوی ته باید وویل شي، چې له تاسې سره هر ډول اړیکو او نظامي قراردادونو ته تیار یو، یوازې مو اوسنی موجودیت پای ته ورسوئ.

دوی ته باید قناعت ورکړل شي چې دا ملت، دا خاوره او خصوصاً پښتانه د دوی دښمنان نه د بلکې دوستي، ملګرتیا او همکاري ورسره غواړي. موږ د دوی له ټولو سیسټمونو استفاده کولای شو اما قناعت ورکول مهم دي.

محمدیار:

تاسې وویل چې موږ باید امریکا ته قناعت ورکړو، سوال دلته دا دی چې ښه نو موږ څوک یو؟ دلته متخاصمې ډلې وجود لري یا هم افراد یو، یا دلته جنګي ډلې دي یا هم وړې وړې متخاصمې ډلې دي.

زموږ په دغه اوسني اجتماعي واقعیت کې ایا موږ د دې وړ یو چې له دوی سره خبرې وکړو؟

ځواب:

ما مخکې هم وویل چې دا هېواد خاوند نه لري، هرکله چې دا کار وشو، ټولې ستونزې هم ورسره حلېږي. اوسمهال که څه هم متخاصمې ډلې شته، مګر که همدا متخاصمې ډلې همداسې پاتې شي، نو دا وطن نه جوړېږي.

که دا متخاصمې ډلې پر ډېرو ټکو اختلافات هم لري، نو کولای شي چې په ځېنو ټکو کې سره یو ځای شي؛ د دوی تر منځ مشترک ټکي هم دا دي چې د ملت د خیر غوښتنې دعوه کوي او له امریکا سره ښې اړیکې پالل غواړي.

دښمني هم زموږ تر منځ له دې کبله رامنځته شوې چې هره ډله فکر کوي، دې وطن ته تر نورو ښه خدمت کولای شي خو بله لار هم نشته یوازې دا چې زموږ ګوندونه او ډلې- ټپلې باید سره یو ځای شي که نه دا حالت به دوام وکړي.

پوښتنه:

تاسې وویل په دې جګړه کې باید امریکا او طالبان سوله وکړي، نو طالبان بیا ولې له افغان حکومت سره جنګېږي؟

ځواب:

مسئله دا ده چې طالبان اوسنی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني، بلکې په اوسني حکومت کې شامل اړخونه د امریکا مستقیم یا غیر مستقیم عسکر بولي، له دې کبله ځانته ورسره د جګړې جواز هم ورکوي.

د جهاد په دوره کې هم موږ هلته مهاجر وو او له دېخوا خلکو سره به مو ورته عمل کاوه، سړکونه به مو ورانول، مکتبونه به مو سېځل، بمونه به مو ایښودل، خلقي- پرچمي به مو واژه.

عین حالت دی خو هغه وخت روس و، اوس امریکا ده، مخکې خلقي و، اوس د اوسني حکومت عسکر دی.

اوس د آی ایس آی خبره کېږي او ټاپې لګي، دا تر یو ځایه سمه ده، بلکې د پاکستاني استخباراتو لوبه د جهاد له وخته را روانه ده خو موږ ځانته په لوبه کې لوبه نه ده پیدا کړې، طالبان هم د دوی مېلمانه دي او مجاهدین یې هم مېلمانه وو، هر څه یې چې ورته ویل دوی منل.

تاسې وګورئ عین سلسله روانه ده، د میدان وردګو اوسني والي مجید خان ته د مجاهدینو په وخت کې آی ایس آی راغله ویل یې د درونټې بند والوزوه، نو دا د پیر افندي قومندان و هغه ته ورغی چې زه دا کار نشم کولای، هغه ورته ویلي وو، آی ایس آی به خپل کار کوي، تاته چې څه سم ښکاري همغه کوه، ده هغه منطقه ونیوله، یو نفر هم په کې شهید شو خو هغه بند وران نه کړ، ځکه فکر ورسره و. که بل چاته یې ویلي وای ورانوه یې.

پاکستان خو مخکې هم دا و‌طن ورانول غوښتل، دا څه معنا لري چې یو وخت په ننګرهار کې فکر راپیدا شو چې د زیتونو زیلۍ په پاکستان کې په لوړه بیه خرڅېږي او هلته ترې دوا جوړېږي.

خلک راغلل ټول نارنجان او زیتون یې له بېخه وویستل، هغوی به اخیستې او سېځلې به یې.

همدا اوس ایران په سلما بند کې کارېدونکې اوسپنه په درې چنده له افغانانو اخلي، خلک یې لیوني کړل، سلما بند ته یې بمونه کېښودل او اوسپنې یې پر ایران خرڅې کړې.نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *