ولي شخصیت او شخصیتي ټیپونه؟\لومړۍ برخه\ وړاندي کوونکی: استاد حاجي محمد بشرپال
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳
نېټه: ۱۳۹۳/۳/۲۹
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
د شخصیت موضوع د انسان له پیدایښت سره سمه منځته راغله، هر انسان یو ځانګړی شخصیت لري او د همدې شخصیت په رڼا کې خپل رفتار او ګفتار تنظیموي او پېژندنه یې هم دا ده.
تعریف:
شخصیت له یوناني پرسونا لفظ څخه اخیستل شوی او په لغت کې نقاب ته وايي، دا به هغه نقاب ته ویل کېده چې تمثیلګرانو به پر مخ اچاوه او د تیاتر ډرامې به یې کولې.
دا کلیمه وروسته په معنا کې پراخه شوه او اوس یې په نړۍ کې د پرسونلیټي په نوم پېژني.
علماء د شخصیت په اړه مختلف تعریفونه لري، دا تعریفونه هر چا پر خپل ذوق ترتیب او وړاندې کړي خو دلته موږ یوازې پر اناګرام یا نهو شخصیتي ټیپونو باندې بحث کوو.
اناګرام:
ځینې خلک وايي اناګرام دوه زره کلن تاریخ لري، ځینې بیا وايي نه دا د مولانا محمد بلخي له وخته را روانه کیسه ده چې تاریخ یې تر اووه- اته سوه کلونو نه اوړي.
په دې اړه د روسي عالم ګرجیوف څېړنه ډېره دقیقه ده، هغه د مولانا د شخصیت تر تاثیر لاندې راغلی و او دهغه د ښې شخصیت پېژندنې لپاره یې تحقیق ته دوام ورکړ.
ګرجیوف د مولانا د شخصیت او سیرت د څېړلو لپاره افغانستان ته راغی، له دې ځایه یې له خپلو استادانو ( چې یو کندهاری او بل پېښوری و) سره ایران، اذربایجان، ترکیې، روم او هر هغه ځای ته ورغی چې مولانا په کې شپې کړې وې.
هغه شخصیت شناسي چې موږ یې لولو اصلاً د مولانا له طریقت څخه اخیستل شوې ده، مولانا به د ځان پېژندنې لپاره خلک راټولول، هغوی ته به یې وظیفه ورکوله او چې د مولانا نهه ځانګړنې به یې پوره کړې بیا به یې هغه ته د پیرۍ مرتبه ور کوله، هغه پیر به هم بیا کولای شول چې خلکو ته د ځان پېژندنې طریقت او وظیفه ورکړي.
دا وظیفه به د دې لپاره وه چې د نورو شخصیتي ټیپونو ځانګړنې چې په ټولنه کې مثبت رول لوبولای شي، ور سره په اغېزمن ډول اړیکې نښلولای شي، هغه به یې تر څېړنې لاندې نیولې، تر دې چې نهه ځانګړنې به یو شخص پیدا کړې.
ګرجیوف په نولس سوه شل کال کې خپلې څېړنې روسیې ته یووړې، هلته یې نوره علمي بڼه ور کړه او بیا له ده نه دغه شخصیت پېژندنه د ده شاګرد او د بولیویا اوسېدونکي اوسکارو چازوف زده کړه، هغه یې بیا په شیلي کې نارنجوف ته ور زده کوي او هغه یې امریکا ته انتقالوي.
دا څېړنه امریکا ته له رسېدو وروسته د اناګرام په نامه بازار ته راځي او په نولس سوه اویا کال کې رسماً د اروا پوهنې تر ټولو لوی او په زړه پورې علمي او نوی اناګرام ګڼل کېږي.
دا اناګرام په فرانسه کې یو ایراني زده کړ، هغه بیا په ایران کې ماته را زده کړ او اوس یې زه تاسې ته وایم.
تر ټولو لومړی چې اوس موږ په اناګرام پیل وکړو، لومړی دا پوښتنې پیدا کېږي، چې شخصیت ته موږ څه اړتیا لرو چې ویې لولو؟ یا موږ ولې ځان وپېژنو؟ موږ د څه لپاره پیدا یوو؟
نو باید ووایم چې کاینات او شمسي نظام ډېر مخکې پیدا وو، حتی ټول ژوندي موجودات هم پیدا وو، یوازنی مخلوق انسان دی چې ډېر وروسته پیدا شو.
په دې کې هم چې کله د ادم جسد جوړېده نو داسې څه ته اړتیا وه چې د ادم جسد ته حرکت ور کړي؛ الله پاک په دې جسد کې د خپل روح یوه برخه جارې کړه او پرښتو ته یې امر وکړ چې سجده ورته وکړي، یعنې انسان یې له اوله سره په یو لوی کرامت ونازاوه.
ایت شریف هم په دې اړه دی چې:
ژباړه: ما د خپل روح نه یوه برخه په کې پو کړه، تاسې ورته هم سجده وکړئ.
انسان ته دا کرامت په دې خاطر نه دی ورکړل شوی چې انسان یوازې او یوازې په ناخود اګاه او لاشعوري ډول ژوند وکړي او بیا له دې نړۍ ولاړ شي ځکه کله چې انسان ته الله خپل روح ورکړ، بیا یې ورته په پرښتو سجده وکړه، نو دلته انسان رسماً وپېژندل شو، یوازې ابلیس د الله امر پر ځای نه کړ، هغه هم الله وراټه؛ هغه موږ ته د ګمراه کولو قسم وکړ خو بیا هم زموږ کرامت دومره و چې الله پاک وویل، زه تاسې ته د مرۍ تر شهرګ هم نږدې یم.
نحن اقرب الیه من حبل الورید
زه تاسې ته د ورمیږ تر رګه هم در نږدې یم.
له دې نه مراد دا چې له ما سره په اړیکه کې اوسئ، همدا اړیکه به مو ابدي ژوند ته رسوي.
ابدي ژوند ته د رسېدو لپاره په دې برخه کې موږ یو رسالت ته ضرورت لرو، داسې رسالت چې تعریف شوی وي او پر هماغه اساس موږ خپل هدفونه وټاکو.
د دې کار لپاره خودشناسي یا ځان پېژندنه په کار ده، ځکه موږ په ټولنه کې د یو اجتماعي موجود په توګه ژوند کوو، زموږ اصل پر ارتباطاتو ولاړ دی، داسې ارتباطات چې موږ د خپل زړه هیلو ته ورسوي نه دا چې نتیجه ونه لري.
هر انسان د بریا هیله کوي او غواړي چې تل په هر څه کې بریالی وي. دا هڅه د هر چا وي او لپاره یې مختلفې لارې په نظر کې نیسي، دوی تر یوه ځایه په ناخود اګاه ډول مزل کوي، بیا چې نا امیده شي بېرته راګرځي، دوباره پر بله لار خپلې هيلې او بریا ته د رسېدو هڅه کوي. په دې کې اکثره له موږ لاره ورکه وي، خو که چېرې موږ رسالت جوړ کړو او اهداف وټاکو، موږ لاشعوري نه، شعوري مخ په وړاندې ځو.
اوس چې موږ ته په لاره کې هر ډول ستونزه راځي، دا ټولې زموږ له خوا پلان شوې دي. موږ په داسې حالت کې پر دې واکمن یوو چې د حل لارې ورته پیدا کړو.
اوس ګورئ زموږ پوهان وايي د مسئلې درک د مسئلې حل دی.
اوس که موږ د خپلو جوړوونکو ارتباطاتو نه د مخه ارتباطات ونه پېژنو، د ارتباط نیولو لپاره مقابل شخص یا لوری ونه پېژنو، نو موږ له هغه سره سالم ارتباط نه شو نیولای، ځکه خامخا ټکر راځي.
اناګرام نظریې دغو شیانو ته ډېره دقیقه توجه کړې ده، وروسته د این. ایل. پي په برخه کې د ټکنیشن په دوره کې ارتباطات په ډېره ځيرکۍ تر څېړنې لاندې نیول شوي. تر دې حده چې دا هم معلومه ده چې موږ څه ډول کولای شو په یوه دقیقه کې خلک وپېژنو او په دې پوه شو چې څه ډول ور سره ارتباط ټینګ کړو.
په دې هنر موږ کولای شو چې د شومو اهدافو لرونکي، ښه خلک او نور سره د سترګو په رپ کې تشخیص او جلا کړو. خو دا هر څه په افزارو کېږي. که دا نه وي نو بیا هم نیمګړي یوو.
شخصیتي ټیپ:
د اناګرام له نظره د انسانانو نهه شخصیتي ټیپونه دي او په لومړیو کې یې هر ټیپ یو ساعت درس ته ضرورت لري، خو بیا هم څه چې تاسې ته وایم دا به یې لنډیز وي.
اول ټیپ:
دا شخصیتي ټیپ درې کټګورۍ لري:
عالي طلب، منظم او عصباني دي.
عالي طلبه شخصیتونه هر څه په ډېر عالي شکل غواړي. مثلا په هر څه کې غواړي چې یو ښه شي ته ځان ورسوي، دوی ته که کوم کارونه ورکول کېږي یا یې دوی چاته ور کوي، نو د تر سره کېدو په وخت کې که هغه عالي نه وي، دوی یې په مقابل کې عکس العمل ښيي.
دوی ته باید د هر کار تر کولو د مخه دا قناعت ورکول شي چې کوم کار ماته را سپارې که نیمګړی راغی نو دا به قصداً نه وي بلکې جایز الخطا یې وګڼه. که داسې نه شي نو دوی کولای شي اړیکه وشلوي یا هم تاسې له دندې لرې کړي.
منظم شخصیتونه: دا ټیپ خلک غواړي په منظم ډول خپل ژوند مخته بوځي، دوی په هر څه کې تر هر څه لومړی نظم خوښوي. که په یو ځای کې کېني او هغه ګډ وډ وي نو خلکو ته ښيي چې دا ځای مو برابر نه دی. شاید دا وخت ټنډه تروه کړي، یا خبرې وکړي، یا بله لاره وسنجوي او خپل عکس العمل ښکاره کړي.
دا خلک خپل احساسات په ژبه نه شي بیانولای، هیڅ وخت در ته احساساتي کلیمې، مننه او نور نه شي بیانولای. دوی غټ غټ کارونه در ته کوي او دا در ښوول غواړي چې ستاسې د کار په مقابل کې دغسې تقدیر کوم.
عصباني: د دې خلکو عصبانیت یا له ډېرې عالي طلبۍ سرچینه اخلي یا هم له منظموالي ځکه نه د دوی په خوښه عالي کار کېږي نه هم نظم ساتل کېږي.
دوی چې کومه عالي طلبي غواړي حتی هغه د دوی په ځان کې هم نه راځي او چې کوم کار کوي نو ترې خرابېږي، دا د دې لامل شي چې پر دغو کسانو رواني فشارونه او ستریس راشي.
دوی که هر څومره غواړي له خلکو سره ځان عیار کړي خو بیا هم په بداخلاقه خلکو پېژندل کېږي، خو که دوی له خلکو سره اړیکې ټینګول غواړي، نو لومړی باید خلکو او ځان ته بخښنه وکړي او بل د خلکو په مقابل کې دومره حساس نه شي چې تاوان ورته پېښ کړي.
دوهم ټیپ:
مرسته کوونکی، مهربان او زړه خوړونکي دي.
که په کوم ځای کې غونډه وي، واده وي یا نور مراسم وي نو دوهم ټیپ خلک يې په رضاکار ډول سمبالښت پر غاړه اخلي، له خلکو سره ښه ارتباط لري، پرته له دې چې کار ورته په ګوته شي نو دوی یې خپله کوي.
دا داسې خلک دي چې خپل ځانونه ترې هېر دي، هغه څه چې دوی ورته اړتیا لري، په اړه یې له نورو خلکو سره مرسته کوي. له دوی نه بیا په خلکو کې هغه مننه نه کېږي چې باید د کارونو په مقابل کې یې د حق په توګه ترې وشي. دوی نهیلي کېږي، دلخوره کېږي، فکر کوي چې دنیا ولې لباسي ده، د دوی مرسته کول هېڅ پر دې بنیاد نه وي چې پر خلکو احسان بار کړي، خو بیا هم په زړه کې وايي چې ولې ترې تش یوه مننه هم ونه شوه.
دا خلک د مشورې لپاره تر ټولو غوره خلک دي، باید د زړه رازونه ورسره ووایاست، ښه خواله به درسره وکړي، شاید ستاسې په غم کې تر تاسې ډير شریک شي، دوی باید لومړی خپل ځان جوړ کړي، بیا هره مرسته له هر چا سره د خدای د رضا لپاره وکړي، خو دا تمرین ته اړتیا لري تر څو یې په عادت بدله شي، دا خلک به ډیر پرمختللي خلک وي.
نور بيا…