ولي شخصیت او شخصیتي ټیپونه؟\وړاندي کوونکی: استاد حاجي محمد بشرپال\دوهمه\ برخه
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۱۸) ګڼه\ چارشنبه\دلوه ۱\ ۱۳۹۳
نېټه: ۱۳۹۳/۳/۲۹
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
دریم ټیپ:
شهرت طلبه، ښه مدیران او تمثیلګران دي.
دوی له هرې لارې له هر فکر او له هر څه نه کار اخلي چې خلک پر ځان راټول کړي او ځان پرې یو ځای ته ورسوي خو له خلکو سره یې شناخت هیڅکله ډېر نه پاتېږي.
دوی له خلکو سره د څو ورځو شناخت د خپلو ګټو او اهدافو په خاطر د ممثل په توګه کوي؛ دوی نه د چا د حقونو او نه د چا د کار پروا لري بلکې یوازې خپل کار پرې مخته وړي.
دوی چې له چا سره اشنا کېږي، په لومړي قدم کې پرې د مقابل لوري ډیر زړه اوبه څښي او مینه یې پرې راځي، خو کله چې هغوی پرې لږ- لږ پوهېږي او چلند یې ورته معلومېږي، نو ورو ورو یې ورسره فاصله زیاتېږي.
دوی هم فکر کوي چې ځه خو تر دې ځایه مې ترې کار واخیست راشه نور خلک پیدا کړه او هغوی استعمال کړه.
دا خلک دومره چالاکه او تېزه ژبه لري چې موږ یې رښتیا او درواغ نه شو معلومولای، دا خلک ډیر وخت د مطلب اشنا په صفت پېژني.
په هر کار کې ښه مدیریت لري، که دا خلک په ژوند کې صداقت را ننباسي، خلک استعمال نه کړي، نو دوی ډېر ښه رهبران هم جوړېدای شي.
دوی که د ګټې په کار یا کومه پروژه کې لاس ولري، تاسې هم وربولي، کنجوسي په کې نه کوي، خو هلته هم دا لار ګوري چې له تا نه د خپلې ګټې لپاره څنګه استفاده وکړي.
څلورم ټیپ:
هنرمند، غمجن او احساساتي دي.
دوی ډېر ښه هنر لري، لکه ښه نجاري، ښه نقاشي ډیزاین او نور کولای شي، که موږ ډیزاین ته اړتیا لرو نو څلورم ټیپ خلک باید ورته راپیدا کړو، که یې زده نه وي، نو دوی ته باید کورس وښيو.
که دوی ته د تخلیق زمینه برابره شي او وخت هم ورته وټاکو، نو ډیر ښه کار کولای شي، دوی کولای شي چې د ډیزاین په برخه کې د پنځو کسانو کار په یوازې ځان وکړي.
پنځم ټیپ:
عالم، څېړونکی او ګوښه ګیر دي.
له دوی سره تل کتابونه، رسالې او قلم وي، کتابخانه لري او څېړنه په کې کوي.
دا خلک ډېرې خبرې نه کوي، حتی په مجلس کې هم غلي وي، خو که ترې پوښتنه وشي، نو بیا په تفصیل او په سند و مدرک درته غږیږي، تر هغې چې حوصله یې ولرئ.
دوی تصمیم ژر نه شي نیولای، د احصایې په برخه کې ښه کار کولای شي.
دوی ځکه منزوي دي او له خلکو سره ارتباطات نه نیسي چې فکر کوي، کوم معلومات زه لرم نور چا ته اړتیا نشته چې په اړه یې ور سره اړیکې ونیسم .
دوی له چا سره شراکت نه کوي، خو له دوی سره هم شراکت سخت وي، دوی ژر تصمیم نه شي نیولای، یوکار سره له ډیرو امکاناتو نه شي پیلولای.
دوی ته باید په ډله ییز ډول دندې وسپارل شي، له مسوولیتونو ډارېږي، خو که سرپرست ولري ښه کار کوي.
شپږم ټیپ:
ډیر شکاک، عادل او صادق دي.
دوی په ټوله دنیا کې عدالت غواړي، غواړي چې په نړۍ کې هېڅ ټګي- برګي نه وي، دروغ ونه ویل شي، دوکه او فریب و نه شي، او د زړه خبرې په خوله وشي، د دوی ټول تمرکز پر همدې دی.
دوی دومره امین خلک دي، که یو امانت ور وسپارئ او پنځلس کاله وروسته یې تپوس وکړئ، په هماغه شکل به یې در وسپاري چې ورسره ایښی مو وو.
که دوه کسان خبرې سره کوي، نو ده ته شک درېږي چې ګواکې زما په اړه غږېږي.
په کورنۍ کې که ښځه د شپږم ټیپ خاصیتونو لرونکې وي، او مېړه یې له کاره را وګرځي نو سمدلاسه ترې پوښتنه کوي چې څنګه ناوخته شوې؟ که په سم سند ځواب ور نه کړې نو مشکل جوړېږي.
په داسې حالت کې موقع ته هم ګوري چې څنګه خپل کسات واخلي.
که دوی له ټولنې سره اړیکې ټینګول غواړي، نو لومړی باید له ځانه د شک عادت لرې کړي.
په دوی کې مشکل دا وي چې دوی یوازې عدالت او صداقت غواړي، هغه هم له نورو، مګر په خپله لاس په کار کېږي نه… نه هم دا کولای شي چې عدالت څنګه منځته راشي، اجتماعي حقوق څنګه مراعات شي؟ او…
اووم ټیپ:
بدلون پاله، شوخ طبعه او بې ثباته دي.
بدلون پاله په دې معنا چې تاسې یو کس ګورئ چې مبایلونه یې ژر ژر بدلېږي، یا بوټونه او کالي ژر- ژر بدلوي، کور او موټر هم بدلوي.
د بدلون غوښتنې لپاره لنډ مهاله پروژې په پام کې نیسي.
که د اووم ټیپ سړی په یوه اوږدمهاله پروژه کې واخلو نو هېڅ ګټه ترې نه شو اخیستلای.
که غواړو کار ځنې واخلو نو باید وخت په وخت ورته د کار ځایونه بدل شي. د دوی لپاره احصایه ښه کار دی ځکه له یوه ځایه بل ته ژر- ژر سفر کوي.
دا خلک داسې شوخ طبعه دي چې که په یوه ځای کې فاتحه وي، نو په درو یا څو دقیقو کې یې صبر تمامېږي او سم له واره د څنګ له یوه ملګري سره په خبرو اخته کېږي او فضا په ټوکه بدلوي.
دومره افراط ته رسي چې بې ثباته کېږي او پوله درسره ماتوي.
که ملګرتیا ور سره کوئ نو باید حدود ور ته وټاکئ، که داسې و نه کړئ نو شخصي ژوند ته هم در داخلېږي، تر هغه حده چې فکر یې هم نه شئ کولای.
دوی بې ثباته په دې دي چې فکر کوي، کوم شی چې ډېر خوندور دی نو که لا ډېر شي لا به ډېر خوند ولري.
چې یو واده وکړي په بل پسې ګرځي، که دوه یې کړي وي په درېیم پسې ګرځي.
هر شی چې خوند ور کړي، په ډېرولو پسې یې ګرځي، اقتصادي وضعې ته یې نه ګوري او هېڅ چلنجونه نه ویني. دوی باید ځان کنټرول کړي.
اتم ټیپ:
قدرت طلبه، حکمرانان او خشمګین دي.
د قدرت په خاطر هر کار ته غاړه ږدي؛ د دوی وجودونه له نورو خلکو سره تفاوت لري، اندامونه یې غټ وي، هډونه یې غټ وي؛ چارشانه، مخ یې بیضوي شکله او یو څه ډنګر رقمه وي.
هر څه په خشونت او زور کوي، لومړی د نورو د ضعف ټکي لټوي، هغه پیدا کوي، بیا پرې متمرکز کېږي او ګټه ځنې اخلي.
په دماغو کې یې تل د غچ یوه انګېزه وي، که یې په کورنۍ کې له طبعې خلاف عمل وشي، نو سخته پر تمامېږي، د کور هر غړی باید له دوی اجازه واخلي.
دوی همېشه د قدرت په خاطر ډېر کارونه کوي حتی د خلکو حقوق هم تر پښو لاندې کوي؛ ځورول او ټکول یې هم د قدرت د ترلاسه کولو لپاره وي.
دغه ټول کارونه د عدالت د تامینولو په خاطر کوي، له مظلوم سره ځکه مرسته نه کوي چې ولې دومره بېغیرته دی.
محکم لاس به ورکوئ، په خبرو کې به هم ورته قوي کلیمات استعمالوئ. که له په لومړي ملاقات کې ور سره دا روده وکاروئ نو ملګرتیا یې در سره پیدا کېږي او بیا ډېر کارونه در ته کوي، فکر کوي چې تاسې به هم د دوی په څېر یاست.
دوی فکر کوي چې هر څه ته د عصبانیت له لارې رسیدګي ممکنه ده، ځکه هر چاته عذر مناسب نه ګڼي.
زما یو انډیوال اتم ټیپ سړی و، له یو چا سره یې معامله راغله، هغوی ورته د جرګې په منځ کې د خبرو اترو وړاندیز کړی و، نو زما ملګري ورته ځواب ورکړی چې دا زما لپاره شرم دی او نه درسره کېنم.
حکومت به چې ونیو، پښې لاسونه به یې پرې مات کړل، خو ده ته دا شرم ښکارېده چې یو څه ومني.
که دا خلک په لاشعوري ډول ژوند ته ادامه ورکوي، نو ژوند یې ورځ تر بلې سختېږي، دوی باید ځان ته بدلون ور کړي.
نهم ټیپ:
سوله پال، ټمبل او منځګړي دي.
که مو ترې غوښتنه هم نه وي کړې نو ستاسې په منځ کې منځګړیتوب کوي، دا خلک په هېڅ کار نه لري، وايي روزي مو پر خدای پور ده، هغه مهربانه ذات دی او یوه ورځ به یې په کوم ځای کې را ورسوي.
دا خلک د دنیا په کیسه کې دومره نه دي، ملګرتیا ډېره پالي او ژوند یې هم چندان پرمختللی نه وي.
زیاتره یې معتادان شوي هم دي، که وپوښتل شي چې ولې معتاد شوئ؟
څرګنده شوې چې دوی د رفاقت په خاطر د معتادۍ لار نیولې ده. یو بل ملګري یې مخدره توکي کارولي، ده ته یې ست کړی او بس نو بیا دا هم د ملګرتیا نه خرابولو او یو کش لګولو نه وروسته په اعتیاد ورسره اخته شوی دی.
دوی هېڅ وخت د ځان، کور او ژوند په کیسه کې نه دي، بلکې غواړي چې نن ورځ مې په خوشالۍ تېره شي له سبا سره به ګورو.
دوی ته په ژوند کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې باید خلک یې په ژوند کې ګوتې ونه وهي، په کار کې یې کار ونه لري بلکې همداسې یې پرېږدي.
که دا خلک ځانونه جوړ کړي، نو بیا تر ټولو ښه اجتماعي خلک هم دي.
ښه وکیل ترې جوړېدای شي خو ښه مدیران به نه شي ځکه چې ټمبلان دي.
که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو ته همدا ټیپ خلک د سولې خبرو ته وګمارل شي نو افغانان به ډېر ژر سولې ته ورسېږي.
نور بيا…