طبي مافیا\وړاندي کونکي: ډاکتر زلال او ډاکټر احسان الله درمل\دوهمه برخه.\ ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳
نېټه: ۱۳۹۲/۸/۹
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
خصوصي طبي زده کړې
موږ دا مهال تر ۵۰ زیات خصوصي طبي پوهنتونونه لرو، په اکثرو ولایتو کې دوه هم شته، او په کابل کې خو له لسو هم زیات دي، دلته هغه محصلین جذبېږي چې فقط پیسې ولري.
کله چې دغو پوهنتونو ته محصل ورشي، نو درې ساعته درس ورکول کېږي او هر ساعت یې پنځوس دقیقې وي، دانو یا سهار وختي وي یا له ماښام وروسته، دې ته اکثره هغه کسان ورځې چې نرسان وي، نرسان رسمي وظیفه وکړي، بیا معاینه خانه وکړي او په حاشیه کې دغو پوهنتونو ته ورځي.
دوی به نو څنګه خپل درس ولوستلای شي، دا هغه کسان دي که جواز ترلاسه کوي نو په دې معنا چې څو کاله وروسته به ستره تراژیدي رامنځته کړي، دوی ته د جواز ورکړه په دې معنا ده چې کولای شئ د خلکو په ژوند لوبې وکړئ.
په نوره نړۍ کې خصوصي ادارې تر دولتي هغو ښه، لوړ او معتبر سند ورکوي، هغوی ډیر لوړ اصول لري، هغلته ټمبل سړی زده کړې نه شي کولای، هغوی پروفیسرانو ته تر ټولو لوړ معاش ورکوي او تر ټولو تکړه پروفیسران په کې درس ورکوي. ښه ټریننګ روغتونونه لري.
زموږ دا بیا برعکس دي، لاره ورته اسانه پیدا کېږي، هر څه یې سطحي دي او مازې غولونه په کې روانه ده، بله دا چې د خصوصي طبي پوهنتونو شمېر او کچه هم بې اندازې زیاته ده، ټرننګ روغتونونه خو بېخي نه لري، همدارنګه لویه ستونزه دا ده چې درې کوچني درسي ساعتونه لري او په ازموینه کې خو ناکامي هم نشته، که ناکام شي نو اداره یې کامیابوي چې شاګرد ترې پوهنتون بدل نه کړي او پر دوی فیس کم نه شي.
په دې اړه باید جدي مبارزه وشي او که یې مخه ونه نیول شي نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې له فاجعې سره مخ شي، دوی به اطرافونو ته ځي او د کلیوالو خلکو په ژوند به لوبې کوي.
روغتیايي خدمات:
کله چې وطن ته نوی نظام راغی، نو تمه وه چې د افغانستان طبي نظام به سټنډرډ شي، روغتیايي پرمختللي پروګرامونه به رامنځته کړو او له نړۍ سره به سیالي وکړو، سند به مو په امریکا، برېټانیا او نورو هېوادو کې وچلېږي، لکه د نورو هېوادو..
نمایشي کارونه وشول، مګر اصلي ستونزې پر ځای پاتې دي.
څه موده وړاندې ولسمشر(کرزي) وویل، په افغانستان کې زکام نه شي تداوي کېدای، زه وایم زکام په ټوله نړۍ کې علاج نه لري، دا چې ولسمشر ته د دې خبرې مشوره چا ورکړې هغه معلومه خبره ده چې هېڅ روغتیايي پوهه نه لري.
چې ولسمشر پر روغتیايي خدماتو دومره بې باوره وي، نو طبیعي ده چې عادي وګړي به هم ترې زړه توري وي.
مهمه دا ده چې ولسمشر باید وړ روغتیايي مشاورین ولري.
روغتیا وزارت:
روغتیا وزارت باید له داسې چا سره وي چې کم تر کمه په روغتیا کې پي ایچ ډي ولري، خصوصا په صحت عامه کې، خو زموږ او ستاسې د روغتیا وزیره ثریا دلیل څو کاله وړاندې له طب پوهنځي فارغه شوې، هغه نوره په صحت عامه، معالجوي طب کې هېڅ لاس نه لري؛ هغه په یوه اړیکه وزیره شوې، نور هېڅ مسلکي نه ده، سهي ده چې صادقه به وي خو چې څوک مسلکي نه وي موږ به یې صداقت څه کړو.
له روغتیا وزارت نه دا هیلې وې چې ډېر سټنډرډ پروګرامونه به پلي کړي، د پلان جوړول کومه سخته خبره نه ده، پیسو ته هم اړتیا نه لری، نړۍ واقعا له افغانستان سره مرستې ته لېواله ده، خو هغوی یو پلان غواړي چې موږ یې د جوړولو ظرفیت حتی پیدا نه کړ.
زموږ او ستاسې روغتیايي خدمات له دولتي روغتونو، شخصي روغتونو او محلي طبابت له مخې ارایه کېږي.
اوس مهال زموږ له ۵ زرو زیات افغانان د میاشتې په حساب هند ته ځي، پاکستان ته بیا همدا حساب د ورځې له مخې اټکلولی شو.
دولتي روغتونونه:
دولتي روغتونونه د داوود خان په وخت کې د کابل د همغه وخت خلکو لپاره جوړ شوي ول، موږ په کال کې اووه دولتي روغتونونه لرو.
اوس همغه روغتونونه په هماغه پخواني شکل پاتې دي، یوازې جمهوریت شفاخانه چینایانو ورغوله، لس کاله وشول هغه روغتون ولاړ دی خو زموږ حکومت ګټه نه شي ترې پورته کولای.
زموږ په پخوانيو روغتونو کې انجیوګرافي کېدله، په مهاجرت کې زما پلار د شیرپاو روغتون له یوه ډاکټره بوښتنه کړې وه چې تاسې انجیوګرافي کولای شئ، هغوی ویل مازې مو په کتاب کې لوستې، یعنې موږ پخوا ډېر معیاري وو.
خو اوس دولتي روغتونونه د ځای ظرفیت نه لري او پر هماغه پخواني سیسټم جوړ دي، له اوسنۍ نړۍ سره سیالي نه شي کولای، موږ په خپل د صحت عامې یا وزیر اکبرخان روغتون کې هره ورځ له ۲۰ نه زیات عملیات کوو، کار مو ډیر دی، داسې ډاکټران شته چې د شپې خوب هم نه لري، خو یوازې دا خبره نه ده، بلکې ناروغ چې کله له روغتونه فارغېږي نو هغه باید د روغتیا احساس وکړي.
له پایوازانو لپاره هم هېڅ ځای په کې نشته، څوک چې ناروغانو ته راشي ممکن هغوی په کې تر خپلو ناروغانو زیات ناروغه شي.
طبي مافیا په کې دا ده چې په روغتون کې کفیټریا د ځانګړو اشخاصو په واک کې وي، له وزارت صحت عامې سره داسې خلک روابط لري چې تر هغوی پرته بل څوک دا کنټینونه او کفیټریاوې نه شي چلولای، نه هم بل چاته اجازه ورکول کېږي.
پایوازان په یخ موسم کې هم د روغتون شنه اسمان ته پراته وي، درېیمه مسئله د ټریننګ د پرواګرامو یا تخصص ده، دا پروګرامونه زه ستایم خو که له نړۍ سره و ارزول شي نو سیسټمونه یې ډېر زیات زاړه دي، بله دا چې دوی بې خرته کسان فارغوي او داسې باید ونه شي، بلکې د ټول هېواد په کچه دې ۳۰۰ کسان وروزل شي او ښه سم تخصصي دې وروزل شي.
زموږ د تخصص جذب دې کم شي، کاملا دې یې سیسټم سټنډرډ وګرځول شي، معیاري پروګرامونه دې په کې پلي شي؛ استادان یې هم باید نوي او معیاري وي، که دا نه وي باید له نړۍ نور مهم کسان راوستل شي، موږ که په دې حال کې هره برخه کې یو یو داسې وړ کس هم ولرو کفایت به وکړي.
شخصي روغتونونه:
اوسمهال دا ډول روغتونونه زیات دي، فکر کېده چې دوی به ډیر تغیرات راولي، خو دا کاملا بزنس دی، دوی هره ورځ ډول-ډول اعلانات کوي، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول مشکل نه دی حل شوی.
دوی د نمونې د پاره بهرني ډاکتران راولي، ناروغان جذبوي، ګڼ اعلانونه کوي نور کار نه لري.
له دوی نه توقع وه چې قلبي جراحي عملیات تر سره کړي، بېړني عصبي جراحي عملیات تر سره کړي خو اوس هم د دوی په موجودیت کې خلک اروپا او هند ته ډلې ډلې هره ورځ روان دي.
له هېواده بهر د ناروغانو تګ:
زموږ هره میاشت ۵۰۰۰ کسان هند ته ځي، هره ورځ ۵۰۰ ناروغان پاکستان ته اوړي، په هغو هېوادو کې تر نیوي فیصدو زیات افغانان دي.
څه ډول کولای شو چې دا ناروغان راوګرځوو چې د خپلو هېوادوالو پیسې مو په خپل هېواد کې پر خپل ځای مصرف شي؟
له یو نړیوال روغتون سره باید قرارداد وکړو چې هغوی دلته یو ستر کمپلکس روغتون جوړ کړي، دا په دې معنا چې ټولې برخې په ځان کې ولري.
ځکه په کابل کې هر روغتون ځانګړې ناروغي تداوي کوي، مثلا وزیر اکبر خان روغتون د هډوکو څانګه ده، جراحیه عصب په ابن سینا کې ده او نور هم دغسې … مګر کله چې یو ناروغ د هډوکي کسر ولري او هم عصبي جراحۍ ته اړتیا ولري، هغه چېرته ولاړ شي؟
نو بیا هم زما ټینګار دا دی چې په کابل کې باید کم تر کمه یو نړیوال کمپلکس روغتون د درې زره بستره په ظرفیت فعالیت پیل کړي، مصرف یې کومه مسئله نه ده، پر ځای مصرف به مو کړی وي.
باید د نړیوال کمپلکس لپاره د نړیوال روغتون د اصلي څانګې ډاکټرانو سره ټول مسایل یې تضمین شي او کم تر کمه د لس کلونو لپاره ورسره قرار داد وشي چې هغوی دلته خپل ډاکتران را واستوي، په دې سره به موږ ګټه دا وکړو چې خپل ناروغان به له نورو هېوادو راوګرځوو، نورو کسانو ته به کاروبار پیدا شي په داسې یو روغتون کې به ډېر پرمختګونه وشي.
د طبابت اخلاق یا میډیکل ایتکس:
هایپوکرایټ چې د طبابت پلار و یو اصل یې دا دی چې ناروغ ته تاوان مه رسوه.
ډاکټر چې پر ناروغ پټکه کوي دا پخپله یوه ناروغي ده چې ور اړوي یې، روحي نارامتیا ورته پېښوي، ډاکټر باید داسې څوک واوسي چې څوک یې وګوري نو روحا ورسره ارام شي.
تعویذ هم ذهني باور جلبوي، که موږ تاسې د هایپوکراټ پر قوانینو ځو، نو ډاکتر باید ډیر نرم انسان وي.
په اوسني طبابت کې هم ډاکټران زیات کوشش کوي چې د خپلو ناروغانو تداوي په سایکوتراپۍ وکړي.
هر یو ډاکتر باید په سایکالوژۍ کې لاس ولري، او باید سایکوتراپي مهارتونه یې په یاد وي خو زموږ روغتونونه روغ خلک ناروغه کوی.
نور بيا…
Salamonah;
Ka dr. saheb Ghani d`khpil manshoor per esas roghtyayi stonzo ta neway lied wakrry aw yaw sha takrra tejruba laronky Sihhi mushaver zanta wattaki , fikir kawm behtara ba vi . d vezaret la vezirano! aw mo`aenano!! kho tsza shey jorr na swil. aw na ba si.