د بدلون لپاره فرهنګي بستر\وړاندي کونکي: څېړندوی عبدالغفور لېوال \(۲)برخه
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
ج-افغاني مشروطیت:
د مشروطیت څرکونه په لومړیو کې فرهنګي وو، ځکه چېرته چې هم د مشروطیت نوم اخیستل کېږي د سراج الاخبار نوم ورسره تړلی دی. سراج الاخبار او د سراج الاخبار نهضت په اصل کې د مشروطیت د رامنځته کولو لپاره بستر و او دا بستر هاغه له شمس النهار څخه راشروع کېږي چې د امیر شیرعلي خان په زمانه کې پر سید جمال الدین افغان باندې له هېواده د وتلو فشار راغی. هغه وخت دوو قدرتونو انګریزانو او روسانو له یوې او بلې خوا شیرعلي خان دې کار ته مجبور کړی و چې افغاني سید له خپل درباره وشړي؛ دوی ډارېدل چې افغانستان له نظامي پلوه دوی ته درد سر دی، خو که افغانستان د سید جمال الدین افغان په مرکزیت په فرهنګي مخالف مرکز هم واوړي، نو د هند او ایران منورین به ورسره راپورته شي او د اسلامي خلافت د احیا مسئله به زور واخلي. په دې وخت کې امیر شیرعلي خان، افغاني سید ته وویل چې زه تاته ډېر احترام لرم خو له هېواده شړلو ته دې هم مجبور شوی یم. افغاني سید ورته وویل سمه ده، خو د لسو شرطونو یوه طرحه درکوم چې په هېواد کې یې عملي کړې، څلور په کې داسې ول چې د پرمختګ لپاره د فرهنګي زمینې مساعدولو په اړه ول. وزارتونه او تشکیلات یې پرې رامنځته کړل، اصطلاحات يې ورته وضع کړل او د قدرت د ویش لپاره دا یو لومړنی ګام و، شمس النهار جریده، حربي مکتبونه، وسلو جوړولو او ترمیم د فابریکو وړاندیزونه یې ورته وکړل او هغه پرمختګونه چې په خپله افغاني سید لیدلي ول په امیر یې عملي کړل او د برین سټارمینګ یا د روښانه تفکر زمینه یې برابره کړه او ورو-ورو مشروطیت ته د خلکو پام ور واووښت. د سراج الاخبار طرز فکر هم له شمس النهاره اخیستل شوی و، محمود طرزي به په دې اخبار کې د حی علی الفلاح په عنوان کالم چاپاوه، انګریزان دې سلسله وار کالم وډار کړل او سراج الاخبار هم بند شو. ځکه دغه اخبار او کالم د یو نوي پرمختللي او آزاد هېواد د رامنځته کولو لپاره فرهنګي زمینه برابروله؛ انګریزان له فرهنګي زمینې دومره ډارېدل چې د امان الله خان د واکمنۍ د ړنګولو باعث هم له دې کبله شول چې د بدلون او روښانتیا تفکر یې خلکو ته ور کاوه. انګریزانو په امان الله خان نظامي او سیاسي زور ونه رسېد، خو ټوله د حکومت بیړې یې ورته د فرهنګي زمینې د خرابولو له لارې ډوبه کړه؛ رفع حجاب، زده کړه او نور څه چې د فرهنګي زمینې د برابرولو لپاره په عجله ترسره کېدل، همغه یې ورته په خامه فرهنګي زمینه کې سقوط او درد سر وګرځول. نو ویلای شو چې تر کومې پورې د بدلون لپاره پخه فرهنګي زمینه برابره نه شي، دا پخپله د بدلون د سقوط لپاره د یوې زمینې برابرول دي. اوس ویلای شو چې د یونان د طلایي دورې فرهنګي زمینه کامیاب ترینه هغه وه، د رنسانس فرهنګي زمینه هم کامیابه خو د مشروطیت فرهنګي زمینه په لومړیو کې کامیابه او وروسته ناکامه شوه او لا تر اوسه پورې موږ د مشروطیت غوښتونکو د خوښې وړ فرهنګي زمینه، چې باید سل کاله پخوا مو ورته مټې رانغاړلې وای، نه ده رامنځته کړې. اوس پوښتنه دا ده چې موږ د فرهنګي بستر لپاره کوم عناصر په فرهنګ ورګډولای شو؟
تاسې دا باید په یاد ولرئ چې یو بنسټیز تغیر او بدلون ته د زمینه سازۍ لپاره فرهنګي عناصر باید کله وسیله او کله باید د هدف په توګه استفاده شي. خو له دې د مخه باید موږ فرهنګي عناصر وپېژنو او هغه دادي: مذهب، ژبه، ټولمنلي او قبول شوي ارزښتونه، طرز تفکر، د زده کړې سطحه ((که ټاکلې اندازه نړیواله پوهه ونه لرو، د بدلون لپاره فرهنګي زمینه نه شو رامنځته کولای.)) د مشروطیت د غورځنګ ناکامي هم په دې کې وه چې هغه وخت موږ لوستی قشر بیخي نه درلود او د حبیبیې لیسه نوې رامنځته شوې وه خو په هغې کې هم مولویانو تدریس کاوه او فارغان یې نه وو ورکړي، له فزیک، روانشناسي، بشر پېژندنې، له نويو مثبته علومو او ادبیاتو لا څوک سم نه وو خبر.
ټولنیز سازمانونه (ګوند، مدني ټولنې، سکټوري او صنفي اتحادیې) هم د فرهنګ په مهمو او حیاتي عناصرو کې راځي. که موږ ګېلکاري، خرادي، نجاري، مستري توب، د تخنیکي وسایلو او آلاتو ترمیموونکي، رنګ امیزۍ او نورو فنونو په برخه کې څه ونه لرو، نو موږ فرهنګي رشد او د یو تغیر راوستو لپاره هېڅ نه شو کولای.
مادي فرهنګ:
ښارونه، لویې لارې، میکانیزه شوی کرنیز سیسټم، فابریکې، د کارګر او کار فرما تر منځ اړیکې د مادي فرهنګ جزیات دي. موږ باید د فرهنګي بنیاد لپاره یو پراخ او لوی مادي فرهنګي بنسټ هم ولرو چې د بدلون لپاره د فرهنګي بستر اوارولو ته لار پیدا کړو.
زموږ تولیدي او مصرفي اقتصاد په مادي فرهنګ کې راځي، تر څو چې موږ د تولید شیوه او تولیدي منابع ونه لرو، نو د فرهنګي بستر خیال مو ناقص دی.
ښکلاییز ارزښتونه، ذوق
دا دواړه ځکه مهم دي چې معلومه شي د یوې ټولنې ذوقي سطحه څومره لوړه او په کومه کچه ده؟
یو نظر داسې دی چې د افریقا فرهنګي بستر ناقص دی، دا د اپارتاید له نظره نه وایم، دا د اروپایانو نظر دی زه ورسره موافق نه یم، خو دوی وايي، د افریقا د عقب ماندګۍ یو دلیل دا دی چې خلک یې ذوق نه لري. پر افریقایانو باندې پخپله هم دا خبره بده لګېدلې وه او عصباني شوي ول، خو ورسره جوخت یې افریقايي هنر رامنځته کړ. مثلا جاز، چې ټولو اوریدلی، افریقايي موزیک دی او دا د افریقایانو د پروټسټ او قهر نښه او سمفوني ده. کله به چې اروپایانو افریقایان لکه لرګیو غوندې په کشتیو کې بارول او امریکا ته به یې د برده ګانو په حیث د پټیو کار ته وړل، اروپایانو به ویل، ورک یې کړئ دا خلک فرهنګي ذوق نه لري او فرهنګ یې هم ناقص دی، ایسته دې خلکو درې-څلور سوه کاله پخوا جاز موزیک کشف کړ او د برده دارۍ په مقابل کې یې خپل قهر او اعتراض وښود؛ اوسنۍ رپ موسیقي هم د اروپایانو ایجاد دی، دوی په کې خبرې کوي او خپل پیغام یا اعتراض خلکو ته رسوي.
ښکلاییز ذوق یوازې دا نه دی چې ښکلې جامې واغوندو، نو له همدې کبله افریقایانو ډېر زیات هنرونه او ذوقي شیان (لکه په غاښو کې د غمیو ایښودل، په ویښتانو کې د مهرو بافت) رامنځته کړل، تاسې به لیدلي وي چې د افریقایانو کالي حتی ډیر زیات رنګین وي، اوس خو لا دا ادعا هم کوي چې له ډېرو نورو ټولنو یې هم ذوق لوړ شوی دی او دا رښتیا ده ځکه اکثره اروپایان اوس مهال افریقايي ذوق ته ور مات شوي دي. یوه روسي لیکوال د (زیبايي شناسي نوین) په نوم یو کتاب لیکلی چې پر ښکلا زیات فلسفي بحث لري او پر دې خبرې کوي چې څنګه ښکلا پېژندنه فرهنګي بستر رامنځته کوي؟
زه به په نتیجه کې یوه خبره وکړم او هغه دا چې زموږ افغانان ډېر شډل خلک دي او خپل چاپېریال یوازې د خپل ضرورت تر بریده جوړوي، د ښکلا تر بریده یې نه جوړوي چې دا یو نقص دی. تاسې کلیو ته ورشئ، خړ-خړ داسې کورونه به جوړوي چې فقط ژوند په کې تېر کړای شي. غټه کلا به یې د پټیو په منځ کې جوړه کړې وي، دیوالونه به یې هم جګ-جګ وي چې د غله مخنیوی وکړي، خو د کلا په منځ کې به یو شرافتمندانه تشناب نه وي؛ دا په دې معنا چې موږ ښکلاییز ذوق نه لرو، حال دا چې ذوق د دې باعث دی چې له ښه ژوند سره موعلاقه پیدا شي. همدا وجه ده چې اروپایانو له پخوا راهیسې ذوق پاله، بلا تشبیه وایم تاسې کلیساګانې په عکسونو کې لیدلي، هغوی داسې نقاشۍ، معمارۍ او فنون پر دیوالونو کارولي چې حیران شئ، هغوی کلیسا یوازې د دیني ضرورت لپاره نه جوړوله، بلکې د ذوق ایجاب یې همدا و چې تزئین ته یې پاملرنه وکړي. نو وایو لکه څنګه چې ذوق یا ښکلاییز ارزښتونه د فرهنګ عنصر دی همداسې قوانین او سیاست هم د فرهنګ په عناصرو کې راځي.
هغه عناصر چې ما درته یاد کړل له دې نه یې ځینې د فرهنګي زمینې لپاره وسایل دي او ځینې یې هدفونه دي. لکه ژبه، چې د فرهنګي زمینې لپاره یوه وسیله ده، شعر پرې لیکو، کتابونه پرې لیکو، علم پرې انتقالوو او د فرهنګي بستر سازۍ لپاره یې کاروو، اما د یو پراخ او لوی مادي فرهنګ رامنځته کول هدف دی.
د بدلون لپاره بستر سازي له کومه ځایه پیلېږي؟
د ټولنیزو عادتونو او فرهنګي ارزښتونو تر منځ یې باید پیل کړو، په دې معنا چې ټولنیز عادتونه له ناسمو هغو څخه باید بېل کړو، مثلا، متلونه د فرهنګ برخه دي، خو ځېنې متلونه غلط دي او موږ ته غلط فکر راکوي، فلهذا باید غلط متلونه د خپل فرهنګ برخه ونه ګرځوو. په موږ کې یو متل دی چې، ورور ته مې بې زویه مه کړې او تربور ته مې بې وروره مه کړې.
دا کاملا غلط متل دی، ځکه دا متل موږ ته د دښمنۍ روحیه راکوي؛ د دې متل په رڼا کې باید له ټولو خلکو سره وجنګېږو، خو ولې؟ ولې وجنګېږو؟ ایا موږ حق نه لرو چې د کاکا زوی مو راباندې ګران واوسي؟ د کاکا زوی خو په رشته کې داسې وي لکه ورور. یا بل متل دی چې، ښځه یا د کور ده یا د ګور ده. حال دا چې هغه هم یو انسان دی، د ژوند حق لري البته د فرهنګي زمینې مطابق، موږ نه غواړو چې ښځه په افغانستان کې په عام محضر کې وناڅي؛ په فرانسه یا بل هېواد کې شاید دا کوم عیب نه وي، خو دلته عیب دی، اما په دې معنا هم نه ده چې ښځه دې خوراک، زده کړې، کار نه کوي، ډاکټر ته دې نه ځي او بیا دې لا دا هم وايي چې ډاکتر ته د ښځې تګ زموږ په فرهنګ کې نه شته؛ دا منفي ټولنیز عادت دی او د فرهنګ برخه نه دی. د فرهنګي بدلون د جوړښت اول بنیاد پر ریشنلیزم یا عقل ګرایې ولاړ دی، زموږ هغه متلونه، انګېرنې او نور رواجونه چې د فرهنګي او انساني ارزښتونو د رشد خلاف دي، دا په فرهنګ کې شامل نه دي. د فرهنګي بستر د غوړېدو لپاره د تشخیص او توپیرونې هڅه یو پیل دی، ځکه په فرهنګ کې شامل ارزښتونه په اسانه نه شي بدلېدای، خو ناسم ټولنیز عادتونه یا بدلېدای شي یا هم له منځه تللای شي.
تاسې وګورئ چې مېلمه پالنه زموږ یو ارزښت دی، هر افغان دا د ځان لپاره یوه ځانګړنه بولي او په نړۍ کې مو هم نوم دی، اوس که هر څومره هڅه وشي چې زموږ په ټولنه کې د مېلمه پالنې ارزښت ووژل شي، دا ناممکن دی خو د تعقل حد ورته تعینولای شو، یعنې دوه مېلمانه که ولرو، نو د ۲۴ مېلمنو تیاری ورته نه کوو، دا کار د تعقل خلاف هم دی او مېلمه پالنه هم نه بلکې اسراف دی. تاسې وګورئ د هوټلو ودونو ته وګورئ، هلته په لوړ غږ موسیقي او بې خرته خوراکونه مېلمه پالنه نه بلکې مېلمه ازارۍ ته پاتې کېږي.
دا هم مېلمه پالنه ده چې یو چاته له خپله وخته یو څه وخت ورکړې، خبره یې واورې، په نرمښت یې هرکلی وکړې او ځواب یې ورکړې، یوه پیاله چای وڅښئ او کار خلاص… دا فرهنګي مېلمه پالنه ده. نو ویلای شو چې مېلمه پالنه فرهنګي ارزښت دی خو که افراط پکې وشي، منفي خوا خپلوي او منفي شیان په فرهنګ کې نه راځي. ناسم عادتونه باید په فرهنګي ارزښتونو بدل شي، لکه په مېلمه پالنه کې اسراف باید اصلاح شي.
بل مثال یې هم دا دی چې له ماشومانو سره چلن زموږ په رواج کې منفي وي، هغوی ته وایو چې مشران ناست وي خبرې به نه کوئ. دا هم منفي ټولنیز عادت دی، راځئ دا چاره په فرهنګي ارزښت بدله کړو، داسې چې مېلمانه راغلل، ورته ووایو چې زما زوی ډیر ښه ملي سرود زده کړی، ډیر ښه نعت وایي، ښه تلاوت کوي، بیا تلاوت پرې وکړو د مېلمنو په مخکې د هغه استعداد، جرئت او توانمندي و روزو، دا د منفي رواج په مثبت هغه بدلولو طریقه ده.
منفي عادتونه د پولرایزیشن یا استقطاب په وسیله په مثبتو عادتونو اوړي، په دې معنا چې پولرایزیشن د قوي مثبت قطب ایجاد دی چې له منفي قطب څخه ورته خلک راټول شي.
د استقطاب مثال دا دی چې تاسې د ښځینه وو د زده کړې لپاره یو ډير با ابرو مرکز جوړوئ، چې هلته د ښځو عزت، احترام خوندي دی او له دې مرکز څخه فارغې شوې ښځې د ټولنې په درد خوري، نو تاسې په حقیقت کې یوه داسې جاذبه یا قطب ایجاد کړ چې له برکته مو یې ښځه، د کور یا ګور، له شعاره راوایستله او انساني ژوند ته مو را وبلله.نور بيا…
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳
نېټه: ۱۳۹۳/۴/۲۲