تاند- د پلازمېنې کابل لوی واټونه نن د زرګونو هزاره لاریونوالو، چې د بامیان له لارې د ترکمنستان د برېښنا د لېږدېدو غوښتونکي دي، له لوري بند شوي دي.

پولیسو تېره شپه د ښار په حساسو سړکونو کې کانتینرونه او لوی موټر درولي څو د مظاهره چیانو مخه ډب شي.

د ښار اکثره دوکانونه او سوداګري مرکزونه بند دي.

دا روښنايي غورځنګ په نوم د بامیان له لارې د برېښنا د مزو د لېږدېدو  لپاره په کابل کې د هزاره ګانو دوهمه ستره مظاهره ده. تېره مظاهره د مې په میاشت کې شوې وه او زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و خو وروسته حکومت د مظاهره چیانو  له استازو سره د خبرو په نتیجه کې پرېکړه وکړه چې د ترکمنستان برېښنا دې له خنجان څخه بامیان ته ولېږدول شي.

په پیل کې پلان دا و چې له جنوبي سالنګ څخه به یو مزی د غوربند ولسوالي له لارې بامیان ته انتقالېږي خو د هزاره ګانو استازو ویل چې غوربند ناامن دی.

د نننۍ مظاهرې مشران وايي چې تر کابل او نورو ۱۲ ولایتونو پوري دې د ترکمنستان برېښنا د بامیان له لارې ولېږدول شي.

مظاهره چیانو د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله پر ضد شعارونه ورکړل او نارې یې وهلې«مرګ پر تبعیض»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *