تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د افغانستان پر روڼتیا د څار سازمان وايي، د ارګ او سپېدار په سیاسي هوکړه کې د عدلي، قضايي، نظارتي او انتظامي بنسټونو او وزارتونو د وېش په اړه اندېښنه لري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي ځینې غیر سیاسي بنسټونه هم د دغې سیاسي هوکړې په ترڅ کې له وېش څخه پاتې نه شي.
د دغه سازمان مشر سید اکرام افضلي وايي، عدلي، قضايي، نظارتي او انتظامي بنسټونه باید د قانون حاکمیت پلی کړي او د نورو دولتي بنسټونو پر وړاندې باید ځوابګویه وي: (( له اوږدې مودې راهیسې له دې کبله چې ځینې کلیدي ادارې سیاسي شوې دي، نو فساد هم پکې زیات شوی دی.))
ښاغلي افضلي ټینګار کړی چې افغانستان نور نه شي کولی چې د دولتي ادارو ناکامي برداشت کړي او په وینا یې چې عدلي او قضايي ادارې باید په سیاسي هوکړه کې ونه ویشل شي.
د دغه سازمان د اړیکو مسوول ناصر تیموري بیا وايي، د سیاسي هوکړې له کبله د قانون د حاکمیت ساتونکې ادارې هم له خطر سره مخ دي: (( راپورونه شته چې د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ په اړه هم د ویش خبرې روانې دي تر څو بحران پای ته ورسېږي.))
دغه سازمان له ټولو سیاسی لوریو غوښتنه کړې چې د اصلاحاتو لپاره دې قضايي ادارو ته په درناوي قایل شي او د دغو څوکیو د وېش څخه دې ډډه وکړي.
دغه سازمان پر نړیواله ټولنه، مدني بنسټونو، ملي شورا او خلکو غږ کړی چې پرېنږدي تر څو سیاسي دوه لوري قضاییه قوه او نظارتي بنسټونه وویشي او په دې ډول یې د کمزوري کېدو سبب شي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله ډلې په وروستیو کې له ارګ سره د پنځوس سلنه واک ویشلو باندې د هوکړې خبر ورکړی خو ارګ دا خبره رد کړې ده.
دټولوروژه تیانوروژه قبول ! داپورته ادارې باید دپخوانیومفسدوچارواکوله منګولو خلاصی شی – سرقلفی ُ سیاسی سفارشونه منع اودډار له وجهي مقرری باید بندی شی ولس دوسپږمو ته راغلی ُ دې خدای خاطروکړی په نړیوالې کچې تنظیمیانو اومجاهلینو وشرمولو – نوره بس ده
نور دې دافغانستان له اساسي قانون څخه د انتخاباتو نوم لرې شي فقط همدا دقدرت اوږي دی هر کال وېش سره کوي او غټ خوګ ته دې هر کال د مارشالي څخه پورته رتبې ورکوي لعنت الله علی الکذ بین
سلامونه ،
زه هم ،د خدای عز و جل په دربار کښې د تیرو روژو د قبولیدو او د افغان مظلوم او با همته ولس د راتلونکي اختر !( که څه هم مانا ېې نه ده پاتې ، له وژنو، فقر، مرضونو ، اعتیاداتو او…. ) له کبله په مات زړه مبارکئ در رسوم.
ګرانو تاندوالو ،لوستونکو!!
مونږ او تاسو خو دا شل کاله او بیا له ۱۹۹۲-۱۹۹۶ او بیا د طالبانو دورې قضايي اورګانونه ولیدل او کولای شو چې مقایسه ېې کړو ؛ آیا کوم قاضی القضات صاب ، کوم لوی څارنوال ساب او همداسې ټیټو پوړیو کې دا په اصطلاح غیر سیاسي چارواکو د کوم غټ ډاکو، غاصب ، فاسد، فاسق،قاتل ا.د.ن. په هکله د مظلومانو د حق فیصله کړیده؟ چې اوس بیا د روڼتیا! سازمان له همغو پخوانیو سهامي مفسدینو څخه د غیر سیاسي ویش غواړي ؛
زه وایم چې د دولت دا دریواړه قوې یو له بله زیاتې په شر، فساد، غصب، جنایاتو ا.د.ن. ګکړ دي ؛البته په استثنا ء د ځینو د لاس او پښو د ګوتو په شمیر صالحینو او صالحاتو!!!.
ان اکرمکم عند الله اتقیکم.
صدق الله العظیم.
،

صدق الله العظیم