د هغه چا په اړه لنډې کرښې لېکم چې له زړه راباندې ګران دی.
غازي امان الله خان!
زه خو یې د یوه افغان په توګه د نوم په اخېستلو دومره ډاډ او ویاړ حس کوم چې د بیان لپاره یې توري نه لرم.
ما مې خپل کتاب ( د بیان آزادي،خنډونه او حل لارې) لپاره ډېر تاریخونه وسپړل ډېرو مخالفینو او موافقینو که د غازي صفتونه او غیبتونه کړي خو افغان ولس ته د خپلواکۍ اوهسکې غاړې د ویاړ بښلو امتیاز غازي امان الله خان ته ورکوي.
له یوه همکار سره مې چې نیکونو یې د غازي امامت کړی و بحث وکړ. د غازي یوه مېړانه یې راته بیان کړه چې کیدای شي ډېرو نه وي اوریدلي.
وایي یو وخت څلورو که پنځو کسانو د غازي امان الله خان د وژلو پلان تړلی و خو شاهي ساتونکو له کار مخکې ونیول. شاه غازي امر وکړ چې دا کسان اعدام شي. د نېول شویو تر منځ دکومې زړې کونډې یواځینی زوی هم شامل و. کونډې سختې منډې وکړې چې کوم څوک شاه ته وګوري او د خپل زوی ژوند ترې خیرات وغواړي.
کوم چا کونډې ته د استاد قاسم افغان ویلي و. استاد افغان چې د وحید قاسمي نېکه و که د پلار نېکه هغه وخت د امان الله خان په دربار کې سندرغاړی و.
زړې کونډې د کابل په زاړه ښار کې د استاد افغان کور کې د خپل زوی د سر د خیرات غوښتلو زارۍ وکړې چې ګوندې استاد به شاه ته سفارش وکړي.
استاد هم له زړې کونډې سره ژبه وکړه چې خپله هڅه به کوي.
د شاه د وژلو په تور د نیول شویو کسانو د اعدام په ورځ چې تمه وه څاښت قضا په توپونو وتړل شي درباریانو د شاه د طبعې د ښه کولو لپاره په پغمان کې د تفریح پروګرام برابر کړی و.
استاد قاسم افغان هم په دې ورځ خپل ناب او استادانه غزلونه او پکې د موسیقۍ راګونه په امان الله خان واورول. استاد افغان ټولو سندرو کې د مېړانې او بښنې مسرې ښکته او پورته کولې.
شاه غازي چې د استاد قاسم ډېرو پرله پسې سندرو هغه هم ټول د بښنې او پکې د مېړانې د خوند په اړه ځانګړیو شویو مسرو زړه نری کړی و، استاد ته وویل چې څه رانه غواړې؟ زړه دې را اوبه کړ. وایه څه وایې:
استاد د زړې کونډې د زوی د سر خیرات ترې وغوښت. شاه غازي د استاد افغان خبره په ځمکه ونه غورځوله او خپل ټول دښمنان یې چې بس په څو شېبو کې په توپونو الوزول کېدل وبښل.
دا کرښې مې یواځې د دې لپاره ولیکلې چې په څو وروستیو ورځو کې د افغانستان د دغه ویاړمن واکمن په اړه بیلابیلې خبرې کیږي. څوک یې نازوي څوک یې هم په سپينو سترګو بد رد وايي.
هیله ده چې د خپلو ټولو ارزښتونو او مېړانو د ساتلو فرهنګ ژوندی وساتو.
( صفي الله ستانكزى)
جنوري اوومه ۲۰۱۶ کابل
King Ammanullah Khan built many schools in different parts of the country. Every where he went he encouraged people to send their children to schools.My Uncle told us the story of one occasion when King came to Kandahar and visited the school where my Uncle was student. He saw King Ammanullah Khan would give gold coin to every students who answered his question. My uncle was one of those who was given gold coin by the King.
آمان الله خان یو ملی ستر شخصیت وو چی د لوی خدای په مرسته او د افغان غیرتی او آزادی غوشتونکی ملت په ملاتړ یی خپلواکی ترلاسه کړه مګر په تاسف سره چی ستر دشمن آرامه کشینناست یو تعداد د اسلام تر نامه لاندی یی د غازی امان االله پر وړاندی یی بغاوت وکړو چی د ګوډ ملا او سقاو د زوی نومونه اهیستلی شو.
مونږ باید د خپلو ملی شخصیتونو ته احترام وکړو او پرینږدو چی څوک ورته سپکاوی وکړی .