د روښانو و عقلمنو اشخاصو د مخالفت و موافقت معیار باید د رڼا او تیارې د وېش پر اساس وي نه د نورو قبیلوي، قومي، سیمییزو، ژبنیو، مذهبې یا نورو دا ډول جاهلانه و ناانساني تمایلاتو پر بنسټ؛ مانا دا چې د ویښ شعور خاوندان، اول د رڼا او تیارې (پوهې و جهالت) دوې کرښې پېژني؛ هر جا چې د رڼا کرښه انتخاب کړې وي، هغه که د بشرې ټولنې د هر ګوټ اوسېدونکی وي، دوی ور سره مخامخ رابطه لري یا نه، ورسره جوړ راځي، خپل همفکر و همراز یې ګڼي او په هره ښه و بده کې ورسره اوږه پر اوږه ولاړ وي؛ خو څوک چې د تیارې پر خط باندې ړوند سفر کوي نو دوی یې مخ په کفن کې هم نه ګوري؛ که څه چې ورور او عزیز یې هم وي؛ هغه د مفکر الفت خبره:
چې یې فکر ستا له فکره مخالف وي
شپه و ورځ که در سره وي آشنا نه دی
البته د رڼا لاروي هرې تورې کوپړۍ ته د علم د وړانګو د لېږد ناتمامې او ستړیا نه منونکې هڅې کوي خو له دوی سره هیڅکله پر یوه سترخان نه کښیني؛ راځئ چې د یوې لاس په لستوڼې مسئلې په مثال سره، دا فورموله لا ښه روښانه کړو:
د ۱۳۹۴ کال د حوت پر ۹- مه، د لوی کندهار په نوم، یو شمېر مشرانو له ولسمشر غني څخه وغوښته چې د افغانستان د لومړني جمهور رئیس شهید محمد داؤد خان مقبره د هغه له شان سره سمه ودانه کړي؛ ښاغلي غني په جواب کې ور جوخته کړه؛ پر کومه چوکۍ چې دی ناست دی، دا د مرحوم داؤد خان میراث دی نو نوموړی پر ده خاص حق لري ځکه یې شل زره ډالر له خپل جېب او څلور سوه زره نور د دولت له بودجې منظور او د دې آرامګاه د شاندار جوړښت حکم یې صادر کړ؛ دا د رڼا پر واټ د یوه ګام اخیسته وو، ځکه نوموړی په افغاني جمعي ذهن کې، د ځینو کمزوریو په قید سره، د وطن د عاشقۍ په سمبول بدل شوی او هغه د اکاډمیسین سلیمان لایق خبره، تاسو چې د نوي افغانستان هره بنسټیزه و ستره پروژه وینئ نو د داؤد خان مارکه پر لګېدلې ده، خو په مقابل کې یې ځینو اشخاصو غني، د دې اقدام له امله، په قومي تعصب تورن کړ او یوه عجیب عکس العمل ته یې لاس واچاوه؛ دوی د دې پر ځای چې یا پر همدغه د رڼا پر لار ور سره همګامه شوي وای یا یې بل ورته روڼ مسیر پرانیستی وای، یانې د یوه بل وطنپرست ملي شخصیت د درنښت غوښتنه یې کړې وای، له ولسمشره یې د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه مشهور غله، تک شنه بېسواد، د علم، فرهنګ او تمدن د نه پخلاکېدونکي دوښمن او د قانون د سرسخت مخالف (حبیب الله کلکاني چې په بچهء سقاو مشهور دی) د حرمت په منظور د ورته حکم صادرولو تقاضا وکړه؛ دا هغه صفتونه دي چې دوی یې د خپل دغه قهرمان په باب خپله هم مني خو وایي چې هغه یو باناموسه کس وو؛ سړی نه پوهیږي چې رهزنې، بېسوادې او رڼا دوښمني له ناموسدارۍ سره څه مناسبت لرلای شي؟ هغه چې د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د یوه پرمختللي و متمدن افغانستان ټول قدمونه و خوبونه یې د خاورو خاګاه کړل؛ دا غوښتنه په پای کې د میلیوني مظاهرو په اخطارو واووښته خو روشنفکر غني ابداً دا ستره سهوه نه شوای کولای؛ هغه وو چې د تیارې لار-ورکو، د روان ۱۳۹۵ کال د سنبلې پر ۱۱- مه د خادم دین رسول الله، شهید امیر حبیب الله کلکاني او د هغه د یارانو په نوم له کوم ځایه هډوکي را وایستل او د کابل پر شهرآرا غونډۍ یې ښخ کړل اوس نو د عقلانیت تقاضا خو دا وه چې په وړاندې یې د رڼا پتنګان په یوه روښان صف کې سره یو لاس شوي وای او د تاریکۍ پر کرښه یې لعنت ویلی وای خو له بده مرغه ځینو پېژاندو څېرو یې په غبرګون کې، د قومي احساساتو په سوخت سره، داسې اقدامات و څرګندونې وکړې چې په ماهیت کې یې د غلو له ملګرو سره ذره توپیر هم نه درلود:
پله یی دین و کفر چون میزان
دو نماید ولی زبانه یکیست
صائب
په ټولیزو رسنیو کې خو له هغو بې ادرسو او او کوټه ذهنو وګړو څخه هیڅ ګیله نه ده په کار چې پر خپلو فیسبوک دېوالو یې د ملا عمر، ملا دادالله، ملا بورجان او نورو ورته جګړه مارو عکسونه نښلولې ول، دا به څه کوې چې مخکني ولسمشر محترم حامد کرزي په انګلستان کې وویل چې د حبیب الله کلکاني مړی په عزت ښخیږي د ملا محمد عمر اخند سره هم باید همداسې شي او دا خو بیا بېل بحث دی چې د کلکاني په توطیه کې، حکومت ته د سر درد جوړولو په موخه، د کرزي لاس وو؛ د دې تر څنګ، یوه سلسله عکس العملي غونډې هم جوړې شوې چې جهالت ته یې په جهالت جواب ورکړ نه په پوهه و انسانیت؛ ځکه دوی هم خبره قومي کړه او دا نو د یوویشتمې پېړۍ په زرزري دوران کې د حماقت د تورتم تر ټولو مشخص شرموونکی ادرس دی؛ ځکه غل و غدار چې د هر قوم وي غل و غدار دی؛ د دې مانا دا نه ده چې یو قوم د خپل خاین ستاینه کوي نو بل قوم دې یې په غبرګون کې د خپل جنایتکار جنایات توجیه کړي.
دلته د رڼاپالونکو پتنګانو لپاره د یوه بل لوی درس څرک هم تر سترګو کیږي، هغه دا چې بعضو د تاریکیو ګمراهانو، د سیمییزو، ژبنیو او سیاسي اختلافاتو سره سره، د افراطي ایډیولژۍ د مشترکې وجهې پر اساس، د دغه غله د هډوکو د حرمت ږغونه پورته کړل؛ مثلا،ً د اسلامي تنظیم مشر ګلبدین حکمتیار یې ځکه د تایید چیغه ووهله چې د مدنیت پر ضد یې د جهاد اعلان کړي وو او د جمعیت اصلاح سیاسي ټولنې د رهبرۍ شورا غړي، ملا صبور اخند خو لا تېر کال کلکاني او د هغه همتاریک فکره یاغي، ملا عبدالله، په ګوډ ملا مشهور، یې د اولیاؤالله وو په مقاماتو کې حسابلي ول، ځکه دوی د ده په وینا د کافر امان الله خان پر ضد بغاوت کړی وو او هغه ځکه کافر وو چې افغانستان یې د علم، تمدن او پرمختیا راڼه مسیر ته ور برابر کړی وو.
د روشنفکرانو لپاره لوی پند دادی چې کله د لمر له وړانګو سره حساسیت لرونکي شوپرکان، پرته له دې چې یو د بل مور و پلار و ادرس وپوښتي، په تیاره غارو کې سره راټولېدای شي نو د شعور د لمر څښتنان هم باید، پرته له دې چې یو د بل په آل و نسب پسې وګرځي، د تعقل و تفکر د مشترکې وجهې پر بنسټ، د پوهې و فرهنګ پر ویاړلي غولي سره را منسجم و هماهنګ شي.
دا ده د نوې زمانې د غوښتنو پر اساس، د نوي افغانستان جوړونې معقوله و انساني روښانه لار! دا لار موږ د ځان لپاره غوره کړې، په نه ماتېدونکي هوډ پر روان یو او د حضرت محمد (ص) د مبارک حدیث له مخې مو بل هر انسان ته هم بلنه ده چې اختیار یې کاندي او په یوه عاقلانه اتفاق سره، د خپلو لوړو ملي موخو و ارمانو معراج ته په اسانه سره ورسیږو.
موږ د طلایي ستورو فصلونه پخېدونکي یو
درمند ته د لمر د سپوږمۍ غېږ کې رسېدونکي یو
پیر محمد کاروان
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۳ مه / پرلپسي ۹۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۳۱/ ۱۳۹۵