نن پنج شنبه د فیبروري ۲۵ مه په کندهار روهي ادبي بهیر کي ښاغلي احسان الله”احسان” ته ستاینغونډه تر سره سوه.
غونډه د مازیګر تر لمانځه وروسته د ښاغلي جاوید عابد په تلاوت پیل سوه، تر تلاوت وروسته انجینر عبدالباقي”بينا” د غونډي مشر، احسان الله “احسان” او محترم خان”انصاري” ول. د پیل د خبرو په موخه نثاراحمد صالح سټېج ته وبلل سو، صالح تر ښه راغلاست وروسته د ستاینغونډو پر اهمیت خلص بحث وکړ، نوموړي وویل چي ټوله ځوانان د توپکيانو د ورځو پر لمانځغونډو انتقاد کوي، خو پر حلچاره هیڅوک فکر نکوي! صالح وویل که غواړئ چي د جنایتکارانو غونډي پیکه او نابابه سي؛ نو همداسي د وړ کسانو ستاینو ته ادامه ورکړئ.
ښاغلي صالح د انګلیسي ژبي او کمپیوټر پر اهمیت هم خبري وکړې، چي ددې امتیاز په کندهار کي د تر ډیره د ښاغلي باقي پوپل، استاد منیر او احسان الله احسان دئ.
د صالح تر خبرو وروسته د کندهار فلم په استازيتوب ښاغلي حکمت الله څرک لنډ بحث درلودئ. څرک صاحب د استاد احسان پر کړنو ښې خبري وکړې، هغه وویل؛ د احسان صاحب د بریالیتوب یو راز په دې کي دئ چي هر څه یې له خپل ځانه پیل کړیدي، اول یې خپله مېرمن او لور د تعلیم ډګر ته را و ایستل وروسته یې پر نورو ږغ وکړ، داسي یې ندي کړي لکه نور پروژیان چي خپل مېرمنو ته تعلیم بد ګڼي خو نورو ته بلنه ورکوي.
د پروګرام درېیم ويناوال د استاد احسان د وختو-وختو ملګری ډاکټر صدیق وو، ښاغلي صدیق د احسان استاد د ډیرو وختونو خاطرې وويلې، نوموړي استاد احسان یو متعهد او وطندوسته انسان وګڼئ.
تر ډاکټر صدیق وروسته د استاد احسان دوو زده کوونکو په انګلیسي ژبه پر سټېج د احسان صاحب ښه معرفي وکړه، دواړو زده کوونکو اغلي ګلالۍ افغان او تنکي احسان الله ښې رواني خبري لرلې.
د پروګرام په منځ کي د ښاغلي جاوید عابد تمثیل نور هم پروګرام رنګین کړ، هغه د محمديار ليکلئ شعر د تمثیل په شکل تر موږه را ورسوئ.
د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون هم په لنډ ډول د یاد پروګرام ستاینه وکړه، نوموړي وویل ژوندي ملتونه خپل ژوندي ستایي. هغه هیله وښودل چي داسي ستاینغونډي دوام وکړي.
د غونډي په جریان کي ښاغلي جلالرحمن شرر هم د استاد احسان د پخواني شناخت په اړه لنډ بحث درلود، هغه وویل د استاد څو خواص دي؛ که یې موږ هر ځوان پر ځان تطبیق کړو باور لرم چي ژوند به مو د مثبت بدلون پر لور سیخ سي. شرر صاحب د استاد یو خاصیت دا یاد کړئ، چي هرڅه اول له ځانه پیلوي.
تر ټولو ويناوالو وروسته د ځینو ځوانانو سوالونو ته په نرمه لهجه مدلیل جوابونه احسان صاحب وویل، احسان صاحب وویل: موږ نړیوالو ته غله،مفسدین او درواغجنان ښکارو، کېدایسي تر ډیره همداسي یوو هم! خو دغه توره لکه هغه وخت راڅخه لیري کېدایسي چي تعلیم ته مخه کړو، د اوسني بد حالت څخه د وتو یوازنۍ لاره تعلیم او تربیه ده.
ددې تر مخه چي مشاعره شروع سي د ستاینغونډي مشر حاجي صاحب عبدالباقي “بينا” د غونډي د ارزوني په هدف سټېج ته وبلل سو، انجینر صاحب بينا د بېنوا فرهنګي ټولني د ستاینو لړۍ وستايل، نوموړي وویل؛ کاشکي موږ ټوله په هره دغسي غونډه کي ګډون وکړو، خو متاسفانه که نن موږ دلته غوړي ډوډیاني لرلای؛ تاسو به لیدلي وای چي څومره کسانو ګډون کاوه، خو زه د روهي بهیر د ځوانانو همت ستايم چي په بیخي لږو امکاناتو خپل حقداره کسان لکه احسان الله احسان او نور لمانځي.
غونډه په دعاء ویلو پای ته ورسېدل
