ژباړه محمداکبر حقمل

ستاسو زیرک ذهن تر ټولو دمخه په رڼو موخو، ټاکلو کارونو او غوره معیارونو کړنې سرته رسوي او خپل عمل ښئي. هر څومره مو، چې خپل زیرک ذهن ته غوره او ډېر پروګرامونه جوړ کړئ په همغه کچه به ژر بریا ته ځان ورسوئ ځکه، چې د هر چا ذهن د هغه له پروګرامونو سره سم کارونه سرته رسوي. هغه څوک، چې لویې موخې جوړوي هغه به لویو بریاوو ته رسېږي او هغه څوک، چې کوچنۍ موخې جوړوي هغه به کوچنیو بریاوو ته رسېږي. وروسته له دې، چې خپلې موخې جوړې او هغو ته د ځان رسولو هڅې پیل کړئ نو په هغې صورت کې تاسو یو بل محدودیت مخې ته راځي هغه دا، چې باید خپل معیارونه تعریف کړئ تر څو وکولای شئ، چې د هرې ورځې او هر ساعت د پرمختګ او بریالیتوب کچه مو معلومه کړئ او د اړتیا سره سم کار سرته ورسوئ. که چېرې مو د پرمختګ کچه کمه وي او ژر خپلې اصلي موخې ته نه شئ رسېدلای نو باید خپل کار ته چټکتیا ورکړئ تر څو په خپل زړه خپلو جوړو موخو ته ورسېږئ. هر څومره، چې خپل معیارونه رڼه او دقیق کړئ په همغه کچه یا له هغه څخه به په غوره او ښه بڼه د خپل جوړ شوي پروګرام سره سم په خپل وخت خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږئ او هر څومره مو چې معیارونه تت او ناڅرګند وي، نو په همغه کچه به مو د خپل کار پایلې کمزورې وي. ستاسو زیرک ذهن د یوه اجباري سیستم اړ دی، چې د همدې سیستم پر بنسټ ستاسو د موخو د لاسته راوړلو وختونه ټاکل کېږي. له اجباري سیستم او لارو څخه یې پرته تاسو نه شئ کولای، چې خپلو موخو ته په خپل وخت ورسېږئ که ورسېږئ هغه به هم ډېر وروسته ورسېږئ او ددې سیستم په شتون کې تاسو کولای شئ خپلو موخو ته په ډېر ګړندیتوب او چټکتیا سره ځان ورسوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *