رحمان بابا فرمایي:
د ریا خرقه یې خدای مکړه په غاړه
رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی
قلندران ملامتیه صوفیان وو، یعنې د اجتماعي آدابو پروا یې نه ساتله او په دې کې یې خیر لید چې خلکو ته ځان ملامت وښیي خو د کبر او غرور له ناروغي خوندي پاتې شي. خرقه چې د صوفیانو او متقیانو رسمي لباس و، طبعا قلندرانو نه خوښوله.
معمولا هغه څوک چې په دینداري کې تظاهر کوي، ریاکار بولو. رحمان بابا د ریا عبادت « ناقبول» بولي او وایي:
د ریا تر ناقبوله عبادته
د ساقي په میو مست و خراب خوښ یم
د ریا کار مقصد دا وي چې ټولنه د ځان منت باره کړي. خوشحال وایي:
خدای د ځان لپاره بولي
په عالم کاندي منت
اورنګزیب پاچا ظاهري دینداري ته زیاته توجه کوله. ده په ظاهره د تقوا په خاطر په قمار، شراب او موسیقي باندې بندیزونه ولګول او نڅاګرې یې له درباره وشړلې خو د خپلو وروڼو په شمول یې په زرګونو کسان ووژل چې حکومت د ده وي او لا ډیرې سیمې یې تر واک لاندې وي. د دغسې واکمنو په وخت کې د ریا د زیاتیدو امکان ډیریږي. خوشحال فرمايي: دور د اورنګ دی د ریا زاهدان ډیر دي.
د دغه دور د ریاکارو شیخانو تر ټولو روښانه انځور شاید د خوشحال بابا په دغو بیتونو کې ولیدلای شو:
که شیخي زاهدي غواړې
په خپل لاس کې ده لالا
لیکور دستار په سر کړه
سر وهه په مصلا
یا مسواک کیږده په سر کې
یا یې وټومبه تر ملا
په تسبیح خوځوه شوڼدې
نور ټګي کوې که غلا
مرد هغه ګڼه خوشحاله
چې یې کیږي مشغولا
د خپل روزګار د روانولو او یا د خوشحال په ژبه د مشغولا کولو لپاره ریا او تظاهر یوازې له دیانت سره نه بلکې له نورو اقدارو سره هم تعلق لري. ریا، دروغ، تزویر، تظاهر او ځان یو ډول ښودل خو په باطن کې بل ډول اوسېدل، سره ورته او مشابه بداخلاقۍ دي چې زموږ په ټولنه کې یې کمی نشته او په مخنیوي کې یې ځکه کامیاب نه یو چې موږ له بداخلاقیو سره د مقابلې لپاره یوازې د نصیحت ژبه او د جزا توره پیژنو او په هغو علتونو چندان غور نه کوو چې د وګړیو اخلاقي تباهي ته لاره اواروي.
که د ریا او تظاهر د کورنۍ بداخلاقیو ته راشو، یو لوی علت یې په ټولنه کې استبداد دی. زما منظور یوازې سیاسي نه بلکې اجتماعي استبداد هم دی. زموږ د ټولنې ګڼ اوسیدونکي دې ته تیار نه دي چې یو څوک دې بیل فکر او بېل ذوق ولري او په خپله خوښه دې ژوند وکړي. زلمی به غواړي د زراعت متخصص شي ولې لالا به یې طب ورباندې وایي. زلمی به واده کولو ته تیار نه وي مګر مور به یې ټینګه وي چې ستا واده زما لوی ارمان دی. د زلمي به اوږده ویښته خوښ وي خو د پلار له ویرې به سرخرېبلی ګرځي.
په هره هغه ټولنه کې چې فردي ازدي ته احترام کم وي، د دوه مخو کسانو شمېر زیاتیږي.
دغه راز فقر او احتیاج بنیادم ریا او تظاهر ته اړباسي. حمید مومند وایي:
څه بلا یې احتیاجه
چې سړی کړې سګ مزاجه
مسلمان هندو روش کړې
او هندو مسلم رواجه
د سړک پخول، د اوبو د بند تړل، د فابریکې جوړول، د باغ ایښودل او د اقتصادي ودې لپاره هر فعالیت د بیوزلي اندازه کموي او چې هر څومره خلک له احتیاجه راوځي، د تزویر او تظاهر په دام کې د لوېدو خطر یې کمیږي.
د کابو دیرش کاله پخوا کیسه ده. په پېښور کې وم. یو دوست مې چې له کاناډا راغلی و، د هغه ځای کیسې کولې. ویل یې یوه ورځ سخت وږی وم او څرنګه چې پیسې راسره نه وې، کور ته پلی روان شوم. په لاره کې مې یو کاناډایي ملګری ولید، کور ته د تلو ست یې راته وکړ، ورسره لاړم. ده وویل: ډوډۍ خورې؟ ما هغه د وطن په حساب ورته وویل: نه، کور دې ودان! او بیا ده زما مخې ته چرګ خوړ او ما ورته کتل.
او د پرون ورځې د کابل کیسه به درته وکړم. یو ملګری مې میلمستیا ته تللی و. ویل یې، زه او کوربه ژر ماړه شو خو د کوربه د زامنو او څو نورو زلمو اشتها تر موږ ښه وه. کوربه ته مې وویل: زه او ته به بلې کوټې ته لاړ شو چې دوی زموږ مخې ته ډوډۍ نه خوري، شرمیږي. کوربه راسره ومنله او وروسته بیا یوه زلمي راته وویل: کور دې ودان ، کنه وږي به پاتې وو!
هغه ټولنه چې د وګړیو له اشتها رانیولې د هغوی تر وېښتو او جامو پورې په هر شي کې مداخله خپل حق ګني، له وګړیو دې د ډیر صداقت توقع نه لري.