تاند- د نړۍ د څه باندې ۳۰ هیوادونو او ۴۰ نړیوالو موسسو او ادارو د استازو په ګډون د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس نن /پنجشنبه/ په کابل کې پرانستل شو.
د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس په داسي حال کې پرانستل شو چې په پلازمېنه کابل کې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي دي، ډېری واټونه بند شوي او د تلاشۍ تازه پوستې جوړې شوي دي.
دا دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په وینا پرانستل شو.
ده وویل، د دغه کنفرانس غړي هیوادونه خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره لا اوږده لار په وړاندې لري خو یو شمېر مثبت پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي کرزي همداراز وویل چې سیاسي حساسیتونه د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو د پرمختګ خنډ شوي دي.
اقتصادي ماهران د افغانستان د سږکال اقتصادي وده په سلو کې ۲ اعشاریه ۵ اټکلوي حال دا چې د نړیوال بانک د راپور له مخې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ پوري په متوسط ډول د کال ۹ فیصده وه.
د ریکا لومړنۍ غونډه په ۲۰۰۵ م کال په کابل کې جوړه شوه او وپتېیل شوه چې په هرو دوو کلونو کې به یوځل په هند، پاکستان، ترکیه او تاجکستان کې جوړېږي.
د ریکا تېره غونډه یعني پنځمه په تاجکستان کې جوړه شوې وه.