خبریال: احمد ولي سرحدي- د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلا سخي روغ لیوني وايي چی د تیرو نهه میاشتو په ترڅ کي یې وسله والو طالبان ته د سر و مال درانه زیانونه اړولي دي او د ده په وینا دا کال د پولیسو لپاره د زیاتو لاسته کامیابیو کال و.
ښاغلی لیونی وايي چې پولیسو په خپلواک ډول ۱۱۵ عملیات ترسره کړي چی په ترڅ کې يې ۲۶۷ بوشکې ماینونه، ۳۰ پارسله باروت، ۱۸ میله پیکا ، ۲۰ دانې راکیټ انداز، ۷۳ میله کلاشنکوفونه، ۱۹ میله تومانچې ترلاسه کړي او دبیلابیلو وسله شاجورونه يې ورسره نیولي دي.
امنیه قوماندان وايې پدغو عملیاتو کې يې ۱۱۲ وسله وال طالبان وژلي او ۶۸ دانې يې ژوندي نیولي دي چی اوس په عدلي او قضايي ارګانونو کې ترځیړنو لاندي دي.
ښاغلي روغ لیونی وايې چې دوسله والو ډیر ضعیفه شوي دي او نشی کولای چی ددولت سره مخامخ جګړه وکړي.
بل لور ته بیا وسله وال طالبان ادعاکوي چی په مخامخ جکړو او ماین چاودنو کې يي زیات شمیر پولیس وژلي او ګن شمیر ډولت پلوه سرتیري دوسله والو وکتارونو ته تللي دي، خو دزابل امنیه قوماندان بیا دوسله والو طالبان داادعاوي ردوي او دهغوی څرګندوني ددتبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي.