په زابل كې ديني عالمان په هیواد کې وروستي بريدونه د اسلامي حكمونو خلاف ګڼي او وايي چې بهرنۍ لاسوهنې ددې لامل شوې چې د دولت ، خلكو او دينې عالمانو ترمنځ واټن رامنځ ته او دوى خپلې شومې موخې وپالي.

په زابل کې دلمړي ځل لپاره دیني عالمانو دیوې پراخې غونډې پرمهال په هیواد کې وروستي بریدونه په سختو ټکو وغندل، دوی وايي ګاوڼډي هیوادونه او نړیوال استخباراتي کړۍ هڅه کوې چې پداډول بریدونه سره دخلګو په زړونو کې ویره پیدا کړې.

دوى وايي د دولت اوخلكو ترمنځ واټن ددې لامل شوى چې دولت د خلكو د امنيت په ټينګښت كې پاتې راغلی او ديني عالمان هم حق نه بيانوي .

دوی همداراز ددولت څخه غوښته کوې چې دوسله والو مخالفینو او پاکستان په وړاندي یوه روښانه تګلاره جوړه کړې ترڅو ټول هیوادوال او دیني عالمان يې دمسجدونو څخه ملاتړ وکړي.

په همدې وخت كې د زابل د پوليسو قوماندان مل پآسوال غلام سخي روغ لیوني ديني عالمان له دولت سره ګډ كارته راوبلل او وايي چې له دولت سره د مخالفت له پاره وسله والو مخالفينوته نور هيڅ پلمه نه ده پاتې او دولتي چارې ټولې د افغانانو له خوا پرمخ ځي.

په زابل کې پداسي حال کې دوروستي بریدونه دمخنیوي او ددولت څخه دملاتړ دپاره رایوځای کیږي چې څو ورځې وړاندي دزابل دولسونو لخوا دوسله والو وروستي بریدونه وغندل شوه او ددولت څخه يې ددوشمن اودوست دبیانولو غوښتنه کول.

دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د وسله والو بريدونه ډير شوي
چې ډير په كې ملكي خلكو ته مرګ ژوبله اوړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *