تاند- د وروستیو راپورونو له مخې په دې وحشیانه انتحاري برید کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او د ښځو په شمول ۸۰ تنه ژوبل شوي چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی.
د زابل چارواکي وايي چې ترهګر په یوه مازدا موټر کې سپور و او د ولایتي شورا د ودانۍ په خوله کې یې ځان والوزاوه.
د چاودنې په مهال (څه کم لس نیمې بجې) ګڼو خلکو د خپلو ستونزو د مطرح کولو لپاره ولایتي شورا ته مراجعه کړې وه.
یو شمېر ټپيان د درملنې لپاره کندهار ته وړل شوي دي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې تروریست په موټر کې ۱۰۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي ول.
په بريد کې د ولايتي شورا ودانۍ او ځينې نورې دولتي ودانۍ يې هم ويجاړې شوي دي.
په ټپیانو کې د زابل د ولایتي شورا څلور غړي ژوبل شوي چې دوه یې ښځې دي.
دې برید د زابل ولایت د پوهنې، مخابراتو او ښځو چارو د ریاستونو او څازنوالۍ ودانۍ ورانې کړي یا سختې زیانمن کړي دي.
د ملګرو ملتو د راپورونو له مخې سږ کال په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو زیات ملکي افغانان وژل شوي دي. د ملګرو ملتو په وینا د ملکیانو لوی اکثریت د طالبانو په دې ډول چاودنو او انتحاري حملو کې وژل شوي دي.
طالبانو سږ کال له دې کبله حملو او تشدد اوج ته رسولی چې د ناټو او امریکا پوځیان د جګړې له میدانه وتلي دي.