د زابل مدني خوځښت تيره ورځ د خپل خوځښت د مشرتابه لپاره  ټاکنې وكړې چې په دغه ټاكنو ګڼ شمیر زابلي ځوانانو ګدون کړی وه .

2په ياده غونډه كې ګڼو ګډونكوونكو وړ ځوانانو ته داعتماد رایه ورکړه چې د رایو په اکثریت سره نوراغا(نوري) د مشرتوب او محبوب(محبت) د مرستیال لپاره اومحمدهاشم (مسلم) د منشیتوب لپاره غوره شول.

3په دغه غونډه كې ځوانانو تمه وښوده چې نوى ټاکل شوی پلاوی به د دې ټولنې لپاره په پوره مسوليت سره كار وكړي.

نوي اداري پلاوي هم ځوانانو ته دا ډاډ ورکړ چې د ټولو غړيو په وفادارى او  همکاری سره به د ټولنې  خدمت ته اوږه وركوي.

4 د اطلاعاتو کلتور دریاست په نمایندګۍ فقیرالله(درویش) خبری وکړې ځوانانو ته یې ډاډ ورکړ چې داطلاعاتو کلتور ریاست يې ترڅنګ ولاړ دى.

په دغه غونډه كې فرهنګ پال شخصیت بشرمل(ناصر) هم خبرې وکړې او دا یې یو مثبت ګام وباله  چې ځوانان ډیموکراسی ته ژمن او درايو په اكثريت سره خپل مشرتوب رامنځ ته كوي.

محبت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *