خبرپاڼه
تاریخ: 4 جوزا ۱۳۹4
کابل افغانستان – د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا خپل جنایت وښوده. په زابل کې نن افغانستان دښمنانو پر ولایتي شورا د موټر په واسطه ځانمرګی برید وکړ.
په دې پېښه کې ۶۸ تنه زموږ بې ګناه هېواوال ټپيان شوي دي.
زه دا پېښه په کلکه غندم. دا برید په ولایتي شورا کې د خلکو پر استازو شوی دی. په حقیقت کې دا برید د افغان ملت پر وړاندې د تور زړو دښمنانو دښمني ثابتوي.
زه د دې پېښې ټولو ټپيانو ته له پاک خدای ج نه د بېړنۍ او تلپاتې روغتیا هیله کوم.
انشاالله چې افغان امنیتي ځواکونه به د خلکو په ملاتړ سره وکولای شي چې د افغانستان د دښمنانو موخې او اهداف له خاورو سره خاورې کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس
كه داوقعه په پنجشير كى شوى وه اوس به توله كابينه دتسليت لپاره ورغلى وه لكه دپنجشير دبرف كوچ په خاطر چى جمهور ريس چى دتهران سفر پريشود او كابل ته راستون شو خو چى پشتنو باندى داسي پيشى راسي بيا يو بي ارزشه كاغزورته وليژى.