د زابل مرستیال والي ښآغلی محمد جان رسولیار خبرورکوي چي دافغان دولت دښمنانو د پاکستان په بلوچستان ولایت کویټه ښار کې ددې ولایت دپوهنې ریاست سلاکار اسدالله خاکیار ترتښتولو وروسته په مرموزډول وژلی دی.
ښاغلی رسولیار وايي چي خاکیار دتیرې یوې لسیزې راپدیخوا ددې ولایت دپوهنې په برخه کې کار کوی او دهغه مړینه يې لویه ضایع وبلل

پرهمدې مهال دزابل یوې امنیتي سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل چي خاکیار دپاکستان دځارکرې اداري ای ایس ای لخوا وژل شوی دی.
یاده سرچینه همداراز زیاتوي چي تیره ورځ په بلوچستان ولایت کې درې وسله طالبان هم دای ایس ای لخوا وروسته ترهغه ووژل شول چي غوښتل يې له جنګ څخه لاس واخلي او نور دسولې پروسې سره یوځای شي.

امنیتي سرچینه وايي ،ددوه زره ځوارلسم کال له پیل څخه تردامهاله په پاکستان کې تر ۱۰ زیات طالب قومندانان دپاکستان دای ایس ای لخوا وژل شوی دي.

دزابل قومي مشرانو او دپوهنې ریاست چارواکو دحقیار وژنه په سختو ټکو سره غندلې ده او داکار يې دپوهنې ددشمنانو بللی دی.

تردامهال پدې اړوند هیڅ وسله والې ډلې څه ندي ویلي.

احمدولي سرحدي
دزابل درسنیو خپلواک مرکز رېیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *