سرحدي- په زابل ولایت کې د ژورنالستانو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ددې ولایت د رسنیو د مرکز لپاره ټاکنې ترسره شوې چې ددې ولایت د بیلابیلو رسنیو استازو پکې برخه اخیستې وه

دغه ټاکنې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې ترسره شوې او د دغه ریاست د رییس په خبره چې موخه یې د زابل د ژورنالستانو تر منځ د همږغۍ رامنځ ته کول او  د دوي د ستونزو له منځه وړل دي

د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالمقیم افغان وایی چې د زابل ژورنالستان د نورو ولایتونو په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخ و چې لامل يې پدې ولایت کې د ژورنالستانو د حقوقو د دفاع لپاره د یوې سالمې رهبري نشتوالی و

نوموړی وایي چې په ننیو ټاکنو کې ژورنالستانو د ازادو ټاکنو له لاري د زابل د رسنیو د مرکز لپاره مشر، مرستیال او منشي وټاکل

د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاتوي چې د ریاست ټول امکانات به له خبریالانو سره شریکوي او ورسره مرسته به کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *