خبرپاڼه –
01.07.14
د مرغومي میاشتې پر ۱۷ نېټه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، د زابل ولایت له یو شمېر مسوولینو او ولایتي شورا غړو سره وکتل. په دې ناسته کې د زابل له لوري مرستیال والي محمد جان رسول یار، د ولایتي شورا او پوهنې رییسانو او یو شمېر سپین ږیرو او مخورو ګډون درلود.
په پیل کې د زابل ولایت مرستیال محمد جان رسول یار په زابل کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه.د نوموړي په وینا په زابل کې دا مهال د پوهنې وضیعت له یو شمېر ننګونو سره مخ دی او د دې ننګونو د هوارۍ لپاره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره له پوهنې وزارت سره ګډ کار کولای شي.
وروسته د زابل ولایت ولایتي شورا رییس ښاغلی عبد الرحمن هوتک د خپلې شورا ځینې اړوندې ستونزې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس سره شریکې کړې. نوموړي وویل، چې شورا ګانې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تر چتر لاندې فعالیت کوي او د اداري او مالي چارو تنظیم یې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې سره تړلی دی. ښاغلی هوتک وویل، چې د نورو ستونزو ترڅنګ د ولایتي شورا لپاره د مناسبې ودانۍ نشتوالي د شورا ګڼ شمېر فعالیتونه متاثر کړي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس ښاغلي عبد الخالق فراهي د زابل ولایت مسوولینو او استازو سره د لیدنې له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې اداره یې د زابل ولایت وضیعت له نژدې څاري او ستونزې او ننګونې یې هم ورته معلومې دي. د ده په خبره هغه ستونزې، چې نېغ په نېغه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره ارتباط لري په باره کې به یې اړوندو ارګانونو هدایتونه وکړي او کومې ستونزې چې له نورو وزارتونو سره سره اړه لري، د تعقیب او هوارۍ لپاره به یې هلې ځلې وکړي. فراهي زابل د افغانستان مهم ولایت وباله او زیاته یې کړه، چې په یاد ولایت کې نسبي ثبات د افغانستان پر عمومي وضعې مهم اغېز لرلای شي.