د زابل ولایت ګمرک به د هېواد په اقتصادي ودې او د امنیت په ټینګښت کې مثبت اغیز و لري
دا خبره د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان هغه کمیسیون ته وکړه چې د ده په مشرۍ په زابل ولایت کې د ګمرک د رغولو په موخه جوړ شوی وو.

په پېل کې د کمیسیون غړې او په ولسې جرګه کې د زابل ولایت استازې زهرا توخي زابلۍ خبرې وکړې او ويې ویل: په زابل ولایت کې د ګمرک رغول به د هېواد ګمرکي عایدات په زیاتوالي کې تاثیر ولري چې هم د ولایت اوسیدونکو او هم به د مالیې وزارت ته ډیر عایدات په لاس کړي.

د نوموړې په وینا، زابل له پاکستان سره ۶۴ کلیومتره فرضي کرښه لري چې ۳۰۰ کلیومتره یې د قندهار ولایت د پوله ساتونکو ځواکونو له لورې ساتل کېږي اونور په بشپړه توګه ساتونکي نلري؛ همدا لامل دی چې د تجارتي توکو تر څنګ ډیري وخت د دولت مخالفان، بې کیفیته مواد، قاچاقي او غیر قانوني توکي له دې لارې واردوي او د تجارتي توکو محصول هم د دولت مخالفانو لاسته لوېږي.

همدا راز د زابل ولایت د ولایتي شورا غړي حاجي اسدالله کاکړ وویل: د امنیتي کنډک رغول به د هیواد پر امنیت چې د هېواد د ۲۵ فیصده د نامنیو اکمالات له دغې لارې څخه کیږي تاثیر وکړي؛ هم به د ګمرک امنیت ورسره وساتل شي او هم به د مخالفانو عایدات چې په ورځ کې تر سلو موټرو څخه زیات دي او له دغې لارې داخلیږي، د محصول په اخيستلو سره به د دولت بودیجې ته ورزیاتې شي.

بلخوا د مالیه وزارت استازي لطیف الله سعادت او د محلي ارګانونو استازي عبدالمالک صدیقي په خپل وار سره د زابل ولایت د ګمرک رغول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې دغه ګمرک باید په داسې سیمه کې ورغول شي چې هم د امنیت له لحاظه خوندي وي او هم وکولی شي چې د ټولو وارداتو عایدات په سمه توګه تر لاسه شي.

د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د غونډې د غړو د نظرونو په تائید سره وویل چې د زابل ګمرک رغول به د لارې د لنډوالي د قاچاقي، بې کیفیته او غیر قانوني موادو په مخ نیوي کې بې ګټې نه وي او یاد ګمرک به د هېواد په اقتصادي ودې او د امنیت په ټینګښت کې محسوس او مثبت اغیز و لري.

په پای کې بریکړه وشوه چې د کورنیو، مالیې، سوداګرۍ، فواید عامي، سرحدونواو قبایلو وزارتونو او د محلي ارګانونو استازو په ګډون دې یو هئیت تشکیل شي تر څو په بشپړه توګه د دغه ګمرک رغول، په هر اړخیزه توګه و څېړي او د یاد ګمرک د رغولو او عوایدو لګښت اټکل کړي، تر څو د رغونې په چارو کې یې کوم خنډ را منځ ته نشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *