د زابل ولایت قومي مشران او استازي وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو په ښه توګه سرته رسیدلی او پدې ولایت کې لسګونو زرو کسانو د خپلې خوښي کاندیدانو ته رايي ورکړی دي
په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې نن د زابل ولایت د ولایتي شورا په دفتر کې جوړ شوی و پکې ددې ولایت قومي مشرانو او ولسي استازو برخه درلوده او پکې د ټاکنو له بهیر څخه خوښي وښودل شوه
قومي مشرانو ویل چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې په سوله ییزه فضا کې سرته ورسیدي او پکې ددې ولایت لسګونو زرو اوسیدونکو د رایه ورکولو له حق څخه استفاده وکړه او د خپلې خوښي ولسمشر ته یې رایه ورکړه
د دوي په خبره چې دا ځل وسله والو طالبانو هم خلکو ته اجازه ورکړه چې د رایه ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي چې د دوي دا اقدام د قومي مشرانو د خوښي لامل ګرځیدل او ورڅخه مننه کوي
یادو قومي مشرانو وویل چې دا ځل د کاندیدانو استازو او د مدني ټولنې غړو د ټاکنو له بهیر څخه پوره څارنه کړې ده او پدې ولایت کې د رایه ورکولو پر مهال هیڅ راز درغلي ندي شوي
په مطبوعاتي کنفرانس کې یادونه وشوه چې دا ځل د تیر وار په پرتله زیاتو کسانو په زابل کې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه چې دا له ولسواکۍ سره د زابل د خلکو لیوالتیا ښيي
یادو مشرانو له امنیتي ځواکونو څخه زیاته خوښي وښوده چې له یوې خوا یې د رایه ورکوونکو امنیت خوندی کړی و او له بله پلوه یې په ټاکنو کې هیڅ ډول لاس وهنه نده کړې د کنفرانس د ګډونوال کلیپيونه
د زابل ولایت د ټاکنو د کمیسیون رییس هاشم درانی هم وايي چې دا ځل په زابل کې د تیر وار په پرتله د خلکو د ګډون کچه پراخه وه او خاص ستونزي هم پدې بهیر کې ندي را��نځ ته شوي
نوموړی وايي چې د ټولو ولسوالیو څخه ټاکنیز توکي او کارکوونکي مرکز کلات ته رالیږدول شوي یواځي د شملزو او دایچوپان ولسوالیو کارکوونکي لا ندي رارسیدلي چې هغوي به هم تر نن ماښامه پوري دایساف د هوايي ځواکونو په
مرسته راولیږدول شي هاشم درانی وايي تر اوسه پدې ولایت کې د کارول شویو رایو دقیق شمیر ندی معلوم، خو کله چې پاته ولسوالیو څخه کارکوونکي راورسیږي نو دوي به د کارول شویو رایو دقیق شمیر له رسنیو سره شریک کړی
د زابل قومي مشران پداسي حال کې د ټاکنو له دوهم پړاو څخه خوښي ښيي چې پدې ولایت کې رایه ورکولو ۳۴ مرکزونه تړلي و او د دغو مشرانو په خبره که یاد ۳۴ مرکزونه هم خلاص شوي وای نو لا زیاتو کسانو به په ټاکنو کې برخه اخیستې وای