زابل ولايت، د شمالي عرض البلد په ۶۶ درجو او د ختيځ طول البلد د ۳۲ درجو او ۷ دقيقو ترمنځ د هېواد په سوېل لوېديځ كي پروت دى.

زابل يا پخوانى زابلستان د پښتنو د لرغونو قبيلو زاوليانو ټاټوبى، د كابل ـ كندهار پر لويه لار پروت  دی، چي۱۷۲۹۳کيلومتره مربع مساحت لري.

زابل ۴۵ كاله وړاندي په رسمي ډول د مستقل ولايت په توګه ونومول شو.
په ۱۳۹۰ کال کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د شوې سروې له مخې د زابل د نفوسو شمېر شاوخوا ۱۰۵۸۹۴۰ تنه ښودل شوى دى.

1څلور خواوې :

د زابل ولايت ختيځ ته د غزني ناوه ، د پکتيکا تروه ولسوالۍ او د ډيورنډ پوله پرته ده ، شمال ته يې غزني، لوېديځ ته يې کندهار او اروزګان ځينې برخې او سوېل ته يې کندهار ولايت پروت دى.

ولسوالۍ:

1زابل په مرکز قلات سربېره يوولس ولسوالۍ لري، چې شملزي، ارغنداب، خاكيران (خاك افغان، كاكړان) داى چوپان، ميزانه، شاجوى، شهرصفا، اټغر، شينكۍ، نوبهار او سيوري نومېږي.

په دغه ولايت كې توخي، هوتك او د دې ترڅنګ، تركي، اندړ، سليمانخېل، ناصر، خروټي، كاكړ، احمدزي، پوپلزي، وردګ، يوسفزي، صافيان او شيراڼي استوګن دي او د زابل ټول وګړي  پښتانه دي.

د کلات په اړه لنډ معلومات :

کلات دزابل ولايت مرکز دي چي مساحت يې دوه دېرش کېلومتره مربع دي،دخلګو نفوس يې درې پنځوس زره تنه دي،څلور ناحيې لري،رهايشي ساحه يې پنځه کيلو متره مربع ده،تجارتي ساحه يې يواعشاريه دوه کيلومتره مربع ده،دولتي ساحه يې پنځه کيلومتره مربع ده او شنه ساحه يې يو کيلو متره مربع ده.په کلات کي داووه کيلو متره په اوږدوالي سړکان، د څلورلس کيلومتره په اوږدوالي پياده رونه او پنځه څلوېښت پلچکان سته. همدارنګه په کلات ښار کي پنځه ويشت بابه مارکېټونه، څلور د ښاروالۍ د استوګنې زوړ ښار، دوه زره پنځه سوه دوکانونه، شل  حمامونه او دوه  عامه المنفعه تشنابونه سته .

کلات کي څلوېښت جامع ګاني او مسجدونه،يوه دولتي شفاخانه،پنځوس دولتي او پنځه خصوصي مکتبونه او يو مسلخ وجود لري .

د کلات ښار يو تصوير
د کلات ښار يو تصوير

د کلات د ښاروال پېږندنه :

شماره معلومات
1 نوم کريم الله
2 د پلار نوم حاجي عبدالحکيم
3 تخلص حکيمي
4 د زېږېدو نېټه 1362
5 د ښاروال په حيث د مقررېدو تاريخ ۱۳۹۲/۶/۹
6 د تماس شمېره 0700000585/07900000585
7 ايميل ادرس [email protected]

 

د کلات ښاروال کريم الله حکيمي
د کلات ښاروال کريم الله حکيمي

د کلات د ښاروال کريم الله حکيمي تر مقررېدو وروسته هغه کارونه چي دښاروالۍ له لوري په اتو مياشتو کي ترسره سوي ستاسو وحضورته يو- يو وړاندي کوو.

الف : لویې پروژې

لومړی : دقلات ښار په منځ کي د ليککو او کمند کوڅې ديو کيلو مټر سړک په پاخه او اساسي ډول جوړول دا پروژه د داود اساس ساختماني او سړک سازي شرکت ته په قرارداد ورکول سوي،دپروژې مجموعي قيمت (11076210) افغانۍ دي او دا په پروژه په دوې مياشتي کي بشپړه سول چي اوس ګټي اخيستني ته سپارل سوي .

د دې پروژې په جريان کي دقلات ښار دېرشو کسانو ته دکار زمينه برابره سوي وه،او ددې پروژې ګټه د کلات ښار ټولو اوسېدونکو اوهغه کسان چي له دغه سړک څخه تګ راتګ کوي رسېدلي،ځکه مخکي به دبارانو په موسم کي ددې سيمي خلګ ډېر له ستونزو سره مخ وه،خو اوس له دې ستونزي څخه خلاص سول .

د دې پروژې څو تصويرونه لاندي کتلائ سي :

11

د کار پيل

د ليککو او کمند سړک تر جوړولو وروسته چي اوس ورڅځه خلګ استفاده کوي .

دوهم : دښاروالۍ په احاطه کي ددوه پوړيزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړول او ورسره د(200) کسانو لپاره کنفرانس هال،دا پروژه افغان فضل ګروپ ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکول سوي،د پروژې مجموعي قيمت (10592434) افغانۍ کيږي چي دقلات ښاروالۍ له لوري ورکول کيږي،ددې پروژې کار تقريباً شپېته سلنه پاي ته رسېدلي،په دې پروژه کي هره ورځ له شلو څخه تر دېرشو کسانو پوري کاريګر کار کوي،ددې پروژې په پايته رسېدو سره به دښاروالۍ دمارموينو دځاي دکمبود ستونزه حل او ورسره دمجلسو لپاره به دکنفرانس هال څخه چي اوس په ټوله زابل کي نسته استفاده کيږي .

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *