تاند، شنبه، د سنبلې ۳۰مه: دفاع وزارت اعلان کړه چې د زابل د خونړي موټر بم برید اصلي طراحان یې د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.
دفاع وزارت په دې تړاو تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو ځواکونو یې په غزني کې د مبین عملیاتو پر مهال نهه طالب جنګیالي نیولي چې درې کسان په کې د زابل د موټر بم برید طراحان او اسانتیا برابروونکي وو.
په زابل کې د ملکیانو پر روغتون د طالبانو موټر بم برید د پنجشنبې په ورځ ۳۹ ملکیان ووژل او ۱۴۰ نور یې ټپیان کړل.
په دې برید کې روغتون په بشپړ ډول له منځه ولاړ او طالبان وویل برید دوی کړی دی خو هدف یې تر څنګ د ملي امنیت ریاست و.