تاند- د زابل په دای چوپان او ارغنداب ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې شوي دي.

د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې غړي عبدالمنان نیازی وايي چې د ملا منصور پلویانو د دوی پر مرستیال مشر داد اله حمله وکړه، خو داد اله ته په دې برید کې زیان نه دی اوښتی او یو شمیر برید کوونکي یې ژوندي نیولي دي.

پر ملا دادالله څو میاشتې پخوا هم د منصور پلویانو د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې حمله کړې وه.

دادالله د طالبانو د انشعابي ډلې، چې مشري یې ملا محمد رسول اخوند کوي، لومړی مرستیال ټاکل شوی دی.

د زابل د دای چوپان ولسوالۍ د جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي، خو د ملا منصور ویاند ذبیح اله مجاهد وایي چې په دای چوپان ولسوالۍ کې د جګړې له پېښېدو خبر نه دی.

ذبیح الله مجاهد د ملا منصور د مخالفو طالبانو له لوري د ملا محمد رسول د مشر ټاکلو خبرونه هم رد کړي ول.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د دواړو ډلو ترمنځ نښتې شوي دي خو د تلفاتو په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د منصور پلوي طالبان د ارغنداب جګړې ته د داعش او طالبانو د جنګ نوم ورکوي.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې هم د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه شوې ده. د دې جګړې په اړه دواړو خواوو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *