د زابل امنیتي چارواکې خبرورکوي چي د دې ولایت په سیوري او شهرصفا ولسوالیو کې يې دوه وسله وال طالبان اوروسره یوشمیر وسلې هم نیولي دي.
دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني رسنیو ته په خبرو کې وویل چي ملي پولیسو په چاڼیزو عملیاتو کې په شهرصفا او سیوري ولسوالیو کې يې دوه وسله وال طالبان او ورسره یوشمیر سپکي وسلې نیولي دي.
ښاغلی لیونی وايي چي یادو کسانو پرخپلو جرمونو اعترف کړی او دوی به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
په زابل کې دادوه وسله وال طالبان پداسي حال کې نیول کیږي چې دولت ادعاکوي چي په تیرو نهه میاشتو کې يې ۱۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
احمدولي سرحدي دزابل دژورنالستانو دټولنې موقت ریس