تاند- د زابل امنیه قومندان میرویس نوروزي وايي چې د ولایتي شورا په دروازه کې د نن ورځې په انتحاري برید کې یو تن وژل شوی او ۴۰ نور ژوبل دي.
نوروزي وویل چې انتحاري خپل چاودېدونکي مواد په یوه کوچني موټر کې وچاودول.
ده وویل ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د یو شمېر ټپیانو حال نازک دی.
لومړنی خبر
د زابل په چاودنه کې لږترلږه ۵۰ تنه ټپیان شوي
تاند- د زابل د ولایتي شورا د ودانۍ مخته زوروره چاودنه وشوه او لومړني راپورونه وايي چې دا انتحاري حمله وه او په لسګونو کسان یې ژوبل کړي دي.
د زابل د روغتون سرچینې وايي چې شاوخوا ۵۰ ټپیان وروړل شوي دي. د روغتون مسوولان وايي چې تراوسه پوري د چا د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی دی.
د زابل د پېښې جزییات به وروسته همدلته وړاندې شي.
په کندهار کې ۵ پولیس ووژل شول
له بلې خوا په کندهار ولایت کې د افغان پولیسو په خپل منځي نښته کې لږترلږه ۵ پولیس وژل شوي دي.
ویل شوي چې دا پنځه پولیس په میوند ولسوالۍ کې د خپلو هغو ملګرو له لوري وژل شوي چې له وسله والو طالبانو سره یې په پټه تار درلود.
د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي هم تایید کړې چې د افغان پولیسو په منځ کې د طالبانو نفوذي کس پنځه پولیس وژلي دي.
تالیب چی جمع یی تالیبان کیږی څوک دی؟
د طالب او تالیب ترمنځ باید فرق وشی اوله دی وروسته د انسانیت ضد جهنمی تحریک باید پدی شکل « تالیب » ولیکل شی ، ځکه طالب د علم زده کوونکی او غوښتونکی ته وایی چی دا ډله برعکس د علم د زده کړی مخالفه ډله ده .
ټالیب یعنی د بشریت دښمن، تالیب د اسلام دښمن ، تالیب د وژنکو او قاتلینو مجموعه، تالیب د ډار او وحشت یا ترور پروژه ، تالیب د معارف او زده کړی مخالف، تالیب د جاهلانو ډله ، تالیب د پښتنو د جنوساید عملی کوونکی، تالیب د خوارانو ، کونډو ، یتیمانو ، بورو د زیاتولو لپاره د آی اس آی د لاس آله او بالاخره تالیب د سیمی د جهنمی شیطانی دسیسو عملی کونکی.
د غاری کوسف احمدی له نظره ټول هغه کسان چی په افغانستان کی اوسیږی الیعاذ باالله کافران او مرګ یی روا دی. دی فرعونانو ته یو بل موسی ع پکار ده چی د اسلام مبارک دین ته یی دعوت کړی.