خبریال: عصمت عمري- د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د زده کړې بهیر په ټپه ولاړ دی او په کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
زابل ۱۰ ولسوالۍ لري.
د پوهنې رئیس رحیم الله لودین د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د یولړ ستونزو له کبله د زابل په شملزو، اټغر، دایچوپان، خاک افغان او نوبهار ولسوالیو کې هیڅ ښوونځي نشته.
رحیم الله لودین وايي، دوی د تشکیل له مخې په ټول ولایت کې ۲۵۰ ښوونځي لري چې۱۰۰ یې پرانیستي او پاتې نور په مختلفو علتونو د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.
د نوموړي په خبره په پرانیستو ښوونځیو کې اوسمهال پنځوس زره زده کوونکي زده کړې کوي چې اته زره یې نجونې او پاتې نارینه دي.
لودین وايي، د بندو ښوونځیو له کبله په زابل کې شاوخوا۶۰۰۰۰ ماشومان د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي او د دې ستره وجه ناامني ده.
نوموړی زیاتوي، د دې ولایت اتیا سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او د ودانیو نه شتون د پوهنې د بهیر په وړاندې یوه جدي ستونزه ده.
د پوهنې رئیس وایي د زابل زیاتره ښوونځي مسلکي ښوونکي نه لري او دا د دې لامل شوی چې د پوهنې بهیر د کیفیت د لوړوالي په برخه کې یې ستونزې رامنځته کړي.
رحیم الله لودین په دغه اداره کې د فساد خبره ردوي او وايي یو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب په موخه د پوهنې ریاست د بدنامولو هڅې کوي خو دوی هڅه کړې چې د پوهنې په بهیر کې د هر ډول فساد مخه ونیسي.
زابل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ډېر لږ زده کوونکي پوهنتونونو ته بریالي شوي دي.