خبريال : عبدالقيوم عاجز

 دزابل ځوانان يوموټي او داطلاعاتواوفرهنګ رياست ملاتړي دي، داخبره دزابل ځوانانو په هغه غونډه کې وکړه چی نن دزابل داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دغونډو په تالا رکې  په لاره اچول شوې وه. ځوانانو په خپلو خبرو کې هغه ګنګوسې او را پورونه په کلکه رد کړل چې ګواکي  دزابل ځوانان بي اتفاقه اوپه ډلو وېشل شويدي. دوي همداراز داطلاعاتو فرهنګ رياست هغه همکاري چې دځوانانو په برخه کې يې  په ډيرو کمو امکاناتو ترسره کړېدي وستايلې. ځوانانو داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو له معينيت او نورو غيردولتي موسساتوڅخه چې دځوانانو په برخه کې کار کوي، غوښتنه وکړه چې دزابل دځوانانو هراړخيز پرمختګ ته پاملرنه وکړي.

داطلاعاتو اوفرهنګ ريېس عبدالمقيم افغان ځوانانو ته په خپلو خبرو کې وويل چي داطلاعاتو فرهنګ رياست خپل ټول شته امکانات په لاره اچولي، ترڅو دځوانانو په پرمختګ او دهغوي په همغږي کولو کې همکاري وکړي.  ده همداراز  زياته کړه چې په تېرو اتو مياشتو کې  ( په هغه موده کې چې دی داطلاعاتواوفرهنګ دريېس په حيث ګمارل شويدی) دې رياست دلمړي ځل لپار زيات پرمختګونه کړيدي، دبيلګې په ډول دياد رياست دځوانانو دعمومي مديريت په ګډون اووه مديريتونه  دلمړي ځل لپاره فعال شويدي او خلکوته خدمتونه وړاندي کوي، په پرله پسي ډول ځوانانو ته دحرفوي زده کړو، بشري حقونو… په هکله روزنيز پروګرامونه په لاره اچول شويدي… ښاغلي افغان همدا ډول دزابل پر ټولو ژورناليستانو غږ وکړ چې درسنيو دقانون او دژورناليزم دوصولو او اخلاقو په پام کې نيولو سره دټولنې واقعيتونه را وسپړي، او دژورناليزم دا مقدسه دنده دي د شخصي اغراضو او غوښتنو نه قرباني کوي.  

پاتې دي نه وي چې  دغونډې په پاي کې دهيواد دوتلې څېرې، فلسفي شاعر او پروفيسور رازمحمد راز دمړينې له امله مرحوم ته د جنت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *