د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال زړه ور زاهد

په افغانستان کې له تېرو لسو کالو راهیسې د زاهد او زړور وژونکې کیسه روانه ده چې بلاخره یې زړور خان زاهد د دې کیسې د دواړو حصوصیاتو درلودونکی له منځه یوړ.

دا به مو ښه په یاد وي چې له ډېرې مودې راهیسې هغه زاهدان او هغه مخور له منځه وړل کیږي چې خلک پرې راټولېدلی شي او خبره یې پر ولس اغېز لري.

زرګونه قومي مشران او هغه ملا امامان چې د موضوع پر اصلیت پوه او د ګېم ښاخونه یې درک کړي په یو ډول نه یو ډول له منځه وړل شوي دي.

یا په بل عبارت:« د زړونو قوماندانان یا ولسي مشران او هغه کسان چې د ولس په زړونو یې قومانداني کوله زرګونه یې له منځه یوړل شو او همدا شان ظاهري قوماندانان یا د جګړې قانوني سرلاري هم وژل کیږي

زړور

د زاهدانو او مخورو د وژنې تر څنګ بله ډله کسان چې د هېواد د ساتنې په پار د خپل زړورتوب او سرلاري په توګه مخ پر وړاندې روان دي هم په مرموزي ډول وژل کیږي.

د ارزوګان ولایت یو زړور قوماندان مطیع الله خان چې د خبرو او ټوپک په زور یې دا ولایت آرام کړی و او ورځ تر بلې یې محبوبیت زیاتېده، خپل ولس پرې راټولېده او هېڅ سرکش ترې سره نشو پورته کولی په داسې ډول ووژل شو چې تر ننه یې قضه پټه پاته ده.څوک وايي چې د کابل د غرب په برچي سیمه کې وژل شوی، څوک وايي چې د ګلبهار سنټر پر سر یې کور و او هلته وژل شوی دی او د قضیې ځينې نور اړخونه هم شته چې لا هم ګونګ پاته دي. د ارزګانو ولس په دې پوه دی چې له مشر سره یې څنګه لوبه شوې ده.

د دې قضیې کیسه که دچا په کار وي نو د کندهار د استازي ایوبي نه دې غوښتنه وکړي تر څو پټې خبرې ورته ښکاره کړي خو بې وسۍ د هغه خوله هم وربنده کړې ده.

احمد ولي کرزی چې په ملي کچه یې ډار خپور و ووژل شو. حشمت خان خلیل کرزی چې د خانۍ د فرهنګ یوه نمونه وه ووژل شو، د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار احمد جان خان او…

اوس اوس د تورخم د جګړې سر لاری زړور خان زاهد یا هغه کس چې په هره سیمه به ورغی جګړه به یې ګټلې وه هم په داسې ډول وژل شوی چې د قضیې سپړلو لپاره یې ځېنې پوښتنې د سړي ذهن مخشوشوي.

لومړی خبر دا و چې زاهد په حصارک کې د یوې پوستې د جوړېدو لپاره تللی و او د ماین چاودنه پرې شوې. که چاودنه وي نو  ولې یې نور کسان نه دي خوږ کړي او په کوم موټر کې پرې وشوه او بیا یې ولې جسد دومره روغ و. او که په جګړه کې وژل شوی وي نور څوک ورسره و یوازې له یوه باډي ګارډ سره تللی و او که …

یاده موضوع سپړل غواړي خو رسنیو واله یې ځکه نشي کولی چې لوبه ډېره غټه ده او د هغوی سر ته خبر متوجې کیږي. که له بهره خبریالان کار کول پرې غواړي بیا د مالوماتو تر لاسه کولو مساله ده.

دا مهال د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق باید پر ځان ډېر پام وکړي، آن کابل ته د راتګ پر مهال دې هم بې غوري نه کوي، له بشپړې ځیرکتیا څخه دې کار اخلي.

ولس باید پر دې پوه شي چې یوه ډېره بده لوبه ورسره روانه ده، که یې پر وړاندې غبرګونه ونه ښودل شي یو وخت به داسې حالت ته ورسیږي چې له یوې خوا به ناپوهي ورپکې ډېره شوې وي او له بلې خوا به دومره سرلاری نه وي چې مخ ته شي او ولس یې پر ګام ګام کېږدي.

یاده لوبه نړیوال، سیمه ییز، کورنۍ او حکومتي ټول اړخونه لري یاني په نړیواله کچه لویه ده، د سیمې هېوادونه یې تګلاره ورته پلې کوي، په هېواد کې ځيني وجدان پلورونکي سیاستوال او په حکومت کې وطن پلورونکي او بې وجدان کسان چې په نظامي برخه کې ننوتلي ویشتل او وژل ورته کوي.

2 thoughts on “د زاهد او زړور کیسه/ خلیل الرحمن امید”
  1. بلی امید صیب دسیسی ډیری دی، خدای تعالا دیی زړه ور خان وبښی داخبره درسته ده چه هغه به هم دافغانستان ددشمنانو په ناوړه دسیسو کی ښکار شوی وی

    نن سبا دسیسی اوپه تیره بیا دمهمو اشخاصو دترور پلانونه دډیرو پرمختللو ټکنالوژیو او وسایلو په ذریعه ترسره کیږی، باید په اوسنۍ زمانه کی ځمونږ مخور اومشران بی پروا ونه اوسی، او په ډیره زیره کۍ او هوښیارتیا خپل کارونه او ژوند پر مخ یوسی

    – نن سبا ستلایت اوزیرک مبایل تلیفونونه باید دمهمو اشخاصو لخوا استعمال نشی، دامعنی چه دغه تلیفونونه با ید ددوی په جیب اوشاوخوا کی ممنوع شی

    – مهم شخصیتونه باید خپله دریشی، خولۍ اوبوټان تر خپل کنترول لاندی تیر کړی، ځکه نه ویل کیږی چه دچا لخوا ورته پکی کومه کوچنی برقی سیم ټوټه یا استخباراتی نښه ځای پر ځای کړی نه وی

    – همداسی ددفتر کیلی دشپی او ورځی لخوا چاته ورنکړی، په ډیرو هیوادونو کی مهم اشخاص ددفتر دیوی دروازی لپاره څومخوصی کیلګانی لری اوکله چه دخپل دفتر څخه وځی خپله دروازه په خپله قلفوی اووروسته یی مهر لاک کوی

    لنډه دا چه خپل ساتوونکی، دکور سامان، موټر، خوراک اوڅښاک، تحفی، قلم، کتابچه، کتاب اوتلو راتلو کی ډیر هوښیار اوزیره که وی

  2. Salamoonah;
    Allah de Qumandan sahb Zrrhwar Khan Zahid wabakhshi aw 7 janatuna de nasib shi.

    pa reshtya hem d Pashtanu pa zargonu mashran larawbar ki wajil kegy, mager devlatmandan pa xplo charrcho ki di aw hokometdaran d 100 kala makhki bach-e sakao la marry-iro la lasa de shpe sharara ki sergerdana diy!!.

    De komissiono natayij ba la khayra 100 kala ba`d ilanejy!!!.

    Ya Rab Tevfiqq

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *