۱: په فیسبوک کې یوازې د زاکر برګ پاڼه ده چې څوک یې له منځه نشي وړلی.

۲: زاکر برګ د فیسبوک د کار په پیل کې ځان ته یو ویزیت کارت جوړ کړی و چې په کې لیکلي یې و (زه اجرايوي مدیر یم).

۳: برګ په ۲۰۱۰ کال کې د سپتامبر په ۲۴ مه پریسیلا چان ته یې د واده وړاندیز وکړ، پدې وخت کې چان د کالیفرنیا په پوهنتون کې پر زده کړو بوخته وه.

۴: برګ مخکې له دې چې د چان له کورنۍ سره وګوري د چنايي ژبې زده کړه یې پیل کړه.

۵: په ۲۰۱۲ کال کې د چان او زاکر برګ د واده مراسم  د برګ کور ته څېرمه په یوه حولۍ کې ترسره شول، د واده مراسم یې ډېر ساده و چې تر سلو کمو کسانو په کې ګډون کړی و.

۶: برګ په نړۍ کې تر ټولو ځوان شتمن دی چې په میلیونه ډالر یې خیره بنسټونو ته ورکړي.

۷: د بیزینس اینسایدر د راپور له مخې زاکر برګ په کور کې ټلوزیون نه لري.

۸: برګ ته یې دوستان (زاګ) وايي او مور یې ورته (شاهزاده) وايي.

۹: زاکر برګ په ټویټر کې تر  ۱۵۰۰۰۰څخه زیات څارونکي لري.

۱۰: برګ ټولو زده کونکو ته یوازې یوه لارښوونه کوي، وایي چې( خپل کارونه مو د پلان له مخې ترسره کړئ).

۱۱: د ټایم مجلې زاکر برګ تر ټولو ځوان میلیاردر بللی.

۱۲: برګ یوه ټولنیزه شبکه (اینستاگرام) په یو میلیون ډالره پېرلې.

۱۳: برګ وايي سپورټ د انسان د روغتیا لپاره تر ټولو کټور دی ، برګ په سپورټ کې له منډې(ځغاستې) سره بې کچې مینه لري.

۱۴: برګ یوه لور لري چې(مکس) نومیږي.

۱۵: زاکر برګ ۳۱ کلن او مېرمن یې ۳۰ کلنه ده.

۱۶: فوربېس وېپاڼې د زاکر برګ ثبت شوې پانګه ۵۶ ميليارده ډالره ښودلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *