له زبیر ژمن سره د پوهنتون په دویم کال بلد شوم، چې له پېښور افغان پوهنتون راغلو، کابل پوهنتون ومنلو، دی هم په دویم ټولګي کې و او موږ هم، خو د پوهنتوني چاپېریال ترڅنګ د بنډار یاران هم و، څه مهال په لیله کې ګډ سره اوسېدو. نوموړي پر زدکړو سربېره په یوه خصوصي کورس کې انګریزي درس ور کاوه، بیا یې هغه مهال پخلاینې اونیزې ته یو نیم رپوټ برابراوه، څه مهال هم له سپین(هسپانیا) اژانس سره خبریال و. وروسته له ویسا ورځپاڼې سره د خبرونو مسوول و، په څنګ کې له ازادۍ راډیو سره هم خبریال و، چې واده یې وکړ، ویسا ترې پاتې شوه. ارواښاد د خپل مسلکي کار ترڅنګ ژباړې او لیکنې هم کولې. له هغه دوه چاپ اثار پاتې دي. یو خدای وکا نوم مې یې هېر نه وي(لوېدیزه ډیموکراسي) که (په لوېدیځ کې حکومت) نومیږي کتاب دی، څو کاله وړاندې چاپ شوی دی او فکر کووم له انګریزي یې ژباړلی دی. بل د (باچاخان او د ازادۍ مبارزه) په نوم کتاب دی، چې یو هندي لیکوال کښلی او ده له انګریزی پښتو کړی دی. دا کتاب د کالم په ډول په خدمتګار ورځپاڼه کې پرلپسې خپرېده، چې ډېر مینوال یې لرل، وروسته افغان کلتوري ودې ټولنې تېر کال چاپ کړ. زبیز ژمن په ورځنیو مسلو لیکنې هم کولې؛ په خدمتګار ورځپاڼه کې د مومند صالحي په نوم خپرېدلې. دې ورځپاڼې به لیکوالو ته لاسباړه یا اجوره ور کوله، خو زبیر ژمن د لاسباړې لپاره لیکنې نه کولې، بلکې د ضرورت او شوق له مخې به یې یو څه لیکل. کله کله به داسې وشول چې په اونۍ کې څو ورځې دې ورځپاڼې ته لیکنې واستوي او کله کله به یې په میاشتو هم پته نه لګېده. زه چې تېر دوه کلونه په جلال اباد کې وم، کله کله به یې ټلیفون راته کاوه، یو وخت زما شمېره بدله شوه، د ژمن د ټلیفون درک نه لګېده، په تېر ژمي کې مې ورته ټلېفون وکړ، له سلام کلام وروسته یې وویل، غزانوره اشنا خدمت وایه! ما وویل، یار هسې ستا تپوس مې کاوه ده په خندا را غبرګه کړه، ته او د چا تپوس، هغه موږ یې چې تل تاته ټلېفون کوو، ضرور کومه خبره شته.. وروسته مې قناعت ور کړ چې هر ځل دې زما پوښتنه کړې ده، اوس چې زما شمېره بدله وه، ستا ټلېفون نه راتلو، ومې ویل زما نوی شمېره نه لرې، ځکه مې ټلیفون وکړ. ویې ویل، خو کله کله د ملګرو تپوس کوه. ما وویل ښه وایې، کووم. بیا د روان لمریز کال په لومړیو کې له نزیر سهار سره مېلمانه و، د شپې یې د دفتر موټروان ته ټلېفون وکړ چې سهار پسې راشي، سهار چې زه پاڅېدلم، د زبیر بستره وه، خو دی نه و. بیا مې ونه لید او نه مو خبرې سره وشوې، که مې اسلام اباد ته هم د ده د پوښتنې لپاره دوه ځلې ټلېفون وکړ، ورور به یې پورته کړ، ویل به یې ښه دی، دوعا کوئ. دوعا مو کولې، خو ځای یې ونه نیو. هغه دنیا یې روښانه، خپلوانو ته یې صبر او زغم غواړم.
اوریدلې مې دي که څوک د سرطان په ناروغی ومري د شهادت درجه لري هغه هم په مسافری کې.آلله پاک دې پرې رحمت وکړي او جنتونه دې ورته نصیب کړي او کورنی ته دې ورته صبر ورکړي