سږ بيا هم پسرلی همداسې پيلېږي، لا وار دمخه د څړيکو او زخمونو کيسې اورو، ګلابونو لا خندلي نه دي خو د زخمونو په وينو غوټۍ، غوټۍ وينې ولاړې دي او په ډېرو وجودونو د زخمونو د ګلونو تبسم وينو.

سږ بيا هم د پسرلي راتګ ته ډېرو مېندو، خوېندو او ماشومانو د خپلوانو په وينو لاسونه سره کړي او د پسرلي راتګ چې بيا په خوښيو شوی وای، بدمرغي ده چې په ډېرو کورونو کې غم دی او په وير سره يې ښه راغلاست کېږي.

سږ به بيا د کوچيانو رمې په باروتو لړلي واښه خوري، سږ به بيا هم وري د ماينونو په کډيو کې اوبه څښي. …

سږ استاد پسرلی هم نشته چې پسرلي ته اندېښمن و؛ سږنی پسرلی به پخلا وي او که د نورو پسرليو په څېر به مرور وي؟!

وښو سرونه هسک کړل، ښايي بيا راځي بهار

چې بيا به مرور وي که پخلا راځي بهار

موسمونه بدلېږي، را بدلېږي. له هر موسمه يو څوک خامخا څه تاثر اخلي. اوړی د ګرمۍ موسم وي، منی د ګلابونو د تويېدو موسم وي، ژمی د يخنۍ موسم وي؛ څوک موسمونه په رنګونو تعريفوي، څوک يې په اقليم. څوک يې په خوښيو تعبيروي څوک په ژړاګانو. …

پسرلی د پښتو شاعرۍ تر ټولو زيات ستايل شوی موسم دی. پسرلی شو بيا به وکړي غځونې، چې بهار شي رنګا رنګ ګلونه وا شي. … پسرلی په پښتنو کې د مينې او ښکلا موسم يادېږي، پسرلی دلته تر ټولو موسمونو ښکلی موسم ياد شوی.

داسې وخت و چې په پښتني ټولنه کې به هم د نورې نړۍ په څېر اخترونه او د خوښۍ ورځې په خوشحاليو لمانځل کېدې، پښتو شعر او ټپې به هم ډېرې د خوښۍ خبرې لرلې او له اوس سره يې ډېر توپير لاره، پسرلی هم يو اختر و، د خوښي ورځ وه.

خوشال بابا د نوروز احسان ياداوه:

له راتګ سره دې ډېرې خوښۍ راوړې

په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه!

خو اوس د خوښي خبره نه کېږي، نوروز او پسرلي ته د ښه راغلاست خبره کېږي، بلکې اوس د پسرلي له ورځې سره د زخمونو او بمونو کيسې تړلې دي، د درد او افسوس خبرې دي. …

چا ووې چې سږ هم، د ماينونو له شامته

د ورېځو په ډولۍ کې يک تنها راځي بهار

څه ساه به يې شي جوړه د باروتو په لوګي کې

مجبور دی د موسم په تقاضا راځي بهار

د زخم تبسم وي ترجمان د سويو څړيکو

زموږ وطن ته ځکه په موسکا راځي بهار

استاد محمد صديق پسرلی

دلته اوس هم نوروز راځي، خوښۍ راوړي، ګلونه غوړېږي او هوا تر ټولو وختونو ښکلې کوي، خو د دې خاورې انسان بيا د کال دې موسم ته د زخمونو ګلونه غوړوي. نن هم زما د هېواد په ډېرو سيمو کې د بېوزله انسانانو په وجودونو د زخمونو غوټۍ ګل شوې او له نښتېځليو وجودونو يې وينې وبهېدې، سبا به هم داسې وي او تر هغه چې دلته پسرلی وي دا به وينې وي او دا د زخمونو ګلونه.

بيا پسرلی شو، بيا به د ښار په ويالو او د کلي په پوټلنو لارو د انسان وينې وبهېږي او د راتلونکې زمانې د بېديا د يو ګل په وينو کې به دا وينې رنګ راښکاره کړي.

بيا به له تنکيو ګلانو سره لوبېدونکي ماشومان د ګلانو تر څنګ د زخمونو کر ته ګرځي او بيا به د انسان د ژوند او مينې دوښمني په ډېرو ډولونو ووينو.

چېرته د ښوونځي زده کوونکي په ماين ختلي، چېرته د همداسې زده کوونکي په سرتېرو پلرونو بهرنيانو بمبار کړی او چېرته په ځانمرګي کې شهيد شوي. … د وحشت او وېرې زر انځورونه به په نږدې هره رسنۍ خپرېږي او بې وسه انسان به پرې يوازې افسوس کوي.

نور ددې وطن پسرلی په ګلابونو اباد راولې، نور دې د مينې او اخوت زمزمې واورو او اې الله (ج) نور د دې خاورې بې وسه انسان ته ژوند ورکړه!

نور به مو له پسرلي غوښتنه وي چې:

طبيبه داسې دارو راکړه

چې اور مې وانخلي شلېدلي پرهرونه