مطبوعاتي خبرپاڼه
د ۱۳۹۲- دکب(حوت)۶

په ډیرې خواشینۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د کرنې د مسلکې لیسې ۲ زده کونکي ددې لیسې مخې ته د ځای پرځای شوي موټرسایکل بم په چاودنه کې شهیدان او ۳ نور ټپیان شول .
انا لله و انا الیه راجعون

د پوهنې وزارت شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کوي ، ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کوي  او د خپلو دغو زده کونکو له کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوي .

د مارجې ولسوالۍ د کرنې د لیسې دغه شهیدان شوي او ټپیان شوي زده کونکي ټول د لسم  ټولګي زده کونکي وو چې نن غرمه له مسلکي لیسې تر رخصتیدو وروسته کورته پر لاره وو چې په یوه موټر سایکل کې  ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله دغوځوانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان د پوهنې وزارت دغه پیښه په کلکه غندي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې ددغو پیښو عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري .

په درنښت

د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *